د محب الله خړ رنګ ته به دې چې کتل تا به ویل که د هدیرې مړی راپورته شوی دی. شونډو یې سپېره پتري نیولي و، سترګې پکې ننوتې وې. یوه اونۍ کې پر ملا را داسې راکړوپ شوی و تابه ويل لوي بار ېې چا پر اوږو ايښي وي.
کوټه کې ناست د ګوتو په شمېر کسان ټول چوپ ناست ول. د چا له خولې سپڼ هم نه خوت. ناببره دروازه خلاصه شوه، د ټولو ورمېږونه ور کاږه شول.
د محب الله کشر ورور محمدالله او مشر زوی سمیع الله راننوتل. محب الله ټکان وخوړ او د رواني ناروغانو په څېرزر له ځایه پورته او بېرته کېناست، سر یې یوې او بلې خواته وخوځاوه.پرته له دې چې چاته څه ووایي او کوم طرف ته وګوري د سودايي او لېوني په څېر له ځایه پورته شو، په ازادو او ګډو وډو قدمونو له کوټې ووت.
د محب الله دې حالت ټولو ته اندېښنه وغورځوله ، یوه او بل ته سترګې ونېوې. کشر زوی بادام خپل تره ته وکتل:
– فکر دې دی، دا څو ورځې یې نه ډوډۍ څکلې او نه یې سترګه پټه کړې ده.
د دروازې په خوله کې ناست ځوان کرار وویل:
-خدای دې خیر کړي. پرون یې د وینې فشار هم دوه سوه ته پورته شوی و. ډارېږم چې زړه یې ونه دریږي، له یوې به مو بله ښایسته شي.
د محب الله ورور د خپلو ورېرو په دې خبرو رانېغ شو.
ګورئ! دا مشکل د ټولو شریک دی.
په پېغوریې پسې زیاته کړه:
ـ که تاسو داسې د نهیلې خبرې کوئ، بیا د دې پر ځای چې د نارینه وو په مجلس کې کېنئ، ورشئ هلته له ښځو سره وژاړئ.
کوټه یو ځل بیا درندې چوپتیا ونیوله، یوازې د محمدالله په لاس کې د نسوارو پلاستیک شرپا کوله، چې کرار کرار یې چونډۍ جوړوله.
نسوار یې په پاسنۍ شوڼد کې کېښودل، په نسوارو ککړې شنې ګوتې یې پر توشک کش کړې:
– زړه لوی ونیسئ، له پېښې تېښته نشته.
خپل ورور خیرالله ته چې تازه د دې خپ او چوپ مجلس ګډونوال شوی و، مخ ور واړاوه:
-څه مو وکړل؟
ـ یو کس مو پیدا کړ.
محمدالله په ځای کې رانېغ شو، بادام په یوه منډه توفداني ور وځغلوله.
محمدالله په یوه لاس توفداني ور پورته کړه او بل لاس یې خولې ته داسې ونیو، چې نورو ته یې د خولې لاړې او نسوار ښکاره نشي، په خوله یې رغوی کش کړ:
-په څومره سره جوړ شوئ؟
-په پنځه لکه افغانۍ.
محمدالله غوښتل پوښتنې نورې هم وغځوي او ځان د قاتل په ټوله وژونکې نقشه خبر او ملا کړي. چې له څنګ خونې د ژړا او واویلا غږونو یې خولې ته کولپ واچاوه.
محب الله هم بیرته کوټې ته راننوت. ټول په خپلو ځایونو کې د احترام په دود وښورېدل.
مخامخ یې محمدالله ته خواشینې سترګې ورواړولې. په ژړغوني او ستومانه غږ یې وویل.
-دا خلک به اوس څه وایي؟
محمدالله په بېړه وویل:
– کوم خلک لالا؟
محب الله تسبېح څنګ ته کېښودې، لاس یې پورته کړ.
-دا زما شاګردان، زما د کتابونو لوستونکي، مدني فعالان او د بشري حقونو ادارې.
محمدالله په خبرو کې ورټوپ کړل.
– پوهېږم لالا، خو دا مه هېروه چې ته د یو خان لمسی یې. ته که هر څومره په ښار کې و اوسېږې؛ له پوهنتون او اکاډمۍ سره ځان وتړې، بیا دې هم ریښه او بنیاد په کلي او ولس کې دی.
محب الله لکه د ورور خبره چې بېخي اورېدلي نه وي، لاسونه وغورځول:
-د ښځو په حقونو مې درې کتابونه لیکلي. په دوو بین المللي سیمینارونو کې مې په دې موضوع له هر چا ښې اکاډمیکي مقالې لوستلې دي. زه به اوس د هغو مدني فعالانو او د ښځو د حقونو فعالانو ته څه وایم.
محمدالله بې له ځنډه وویل:
-پوهېږم لالا! ته که دوی ته په مخه نشې ورتلای او پر وړاندې یې سترګې نشې غړولای، موږ هم له شرم او خجالتۍ اوس ولس ته سترګې نشوغړولی. تاته د خلکو خولې نه دي معلومې؟….. ګوره لالا! که داسې ونه کړو د هغوی د پېغور اور به مونږ ټول وسوځوي.
محب الله د دې ټولو خبرو په دوران کې چوپ ناست و او یوازې یې د سرې قالینې په ګلانو کې سترګې خښې کړې وې. سر یې بې واکه ځوړند و.
په څنګ کوټه کې د ژړا غږونه لا لوړېدل. محب الله زامنو ته چې یو له بل سره څنګ پر څنګ قطار ناست و، لاس ونیو.محمدالله ته یې مخ ور واړو. په لوړ اواز یې وویل:
-په خدای قسم خورم چې له دوی هر یوه لورانې ډېرې زما زړه ته رانږدې دي.
محمدالله یې خبره تصدیق کړه:
ـ بېشکه لالا. په دې کې هیڅ شک نه لرو. بس خدای چې داسې راپېښه کړې ده، دې کې نو ستا څه تقصیر دی. اوس چې د پاڼ او پړانګ منځ کې راګیر یو، چاره څه ده؟
محب الله ودرېد. روان شو. خو مخکې له دې چې دروازه پرانیزي، بیرته راوګرځیده. په ستومانه غږ یې وویل:
-یعنې باید و یې وژنئ؟
محمدالله لاړې تېرې کړې. په لوړ اواز یې غوڅ ځواب ورکړ.
-بالکل! بله چاره نه لرو. که داسې ونه کړو د خلکو پېغورونو ته به څنګه ځان ټینګوو. په خدای چې دا پېغور خو دې ان کودیو او پردیو ته لاړ شي.
محب الله خوله خبرو ته جوړوله چې مېرمن یې راننوته، او د کوټې له وره سره کېناستله، ناببره یې ژړا زور ونیو، کرار یې له ژړا سره ګډې خبرې تر خولې راووتې:
-د هغې نو څه تقصیر دی، تاسو به خدای ته څه ځواب ورکوئ ؟
د محمدالله تندي ګونځې وکړې.
-دا څه وایې وریندارې! له چا سره جوړیدل او تښتېدل، ته دا ګناه نه ګڼې؟
ګل ببو دا ځل محمدالله مخاطب کړ:
ـ د دې ټولو ناندریو او بدو ورځو یوازینی لامل ته یې!…دې ګناه ته نو چا ورټېل وهله؛ چې مرکه پرې راغله. ولې دې په لالا نه ځوابوله؟
د محمدالله اوږې وښورېدې. رنګ یې سور اېشېده. ځان ته یې لاس ونیو.
-ولې زه!؟
ګل ببو په ژړا ورغبرګه کړه:
– که تاسو نرښځي (اجړا) ته نه وای ورکړې، ولې به یې بل یار لټوه.
د محمدالله د غوسې رګونه راوپارېدل:
-ورېندارې، څه ګډې وډې وایې. د هغه په تندي خو یې نه وو لیکلي چې نرښځی دی. بیا چې و، خو شپه به یې سبا کوله. داسې د پلار او نیکه شمله څوک ټيټوي؟
ګل ببو نوره هم سره غونجه شوه:
-ـ ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بلېږي، څومره داسې نجونې په نرښځیانو واده شوې دي او تر اخره یې له شرمه د وېرې غږ نه دی کړی.
محمدالله، محب الله ته وکتل.
-دا څه وایي لالا!
محب الله د خپلې مېرمن خوا ونیوه:
-دا رښتیا وایي او سم وایي. تاسو د خلکو او ولس له پېغوره وېرېږئ. خو موږ دواړه له خدایه!
د محمدالله غوسه هم راوپارېده. چیغه یې کړه.
-نو څه وکړو، لالا! دا غوټه اخر خلاصېدل غواړي. چاره څه ده؟ څنګه لار پیدا کړو چې هم د خدای له قهره بچ شو او هم د ولس له خولو په امان پاتې شو؟
ټولو یو بل ته معناداره شان وکتل. د محب الله کشري زوی حمیدالله لاس پورته کړ.
-بس ماته یې لار معلومه ده!
محمدالله نېغ ودرېد. مخ یې ور تاو کړ. په حیرانتیا یې وویل:
-هغه څنګه؟
حمیدالله پلار ته راڼه وروکتل. بیا یې تره ته مخ ورواړو:
– بس یو تابوت یې چاره ده.
د تابوت په اورېدو ټوله کورنۍ هکه پکه شوه. یوه بل ته وکتل.
حمیدالله وویل:
-یو تابوت به راونیسو او وبه وایو چې په دې کې مو زر مینه اچولې ده. چې تابوت راورسېد، همداسې نېغ به یې هدیرې ته یوسو او په هدیره کې به خالي تابوت خاورو ته وسپارو. او زرمېنه به هم څه موده وروسته په پټه چاته لرې ور واده کړو.
د محمدالله تندی وغوړېده. محب الله ته یې رڼې سترګې ونیوې. د محب الله په مخ کې هم وینه وچلېده.
محمدالله وویل:
-څه وایي لالا!
محب الله لاړې تېرې کړې:
-دې کې به نو نور څه ووایم؛ چې هم له شرمه خلاصېږو او هم له ناحقه خون نه .
محمدالله چې څنګه دا واورېده، هغه ورور ته یې مخ ور تاو کړ چې له قاتل سره ېې د زرمینې د مرګ سودا کړې وه:
-بس چې داسې ده قاتل ته همدا اوس خبر ورکړه چې د قتل پلان نه عملي کوي.
بیا یې وویل:
-او زرمینه هم داسې په پټه او چل راولئ چې بنې بشر درنه خبر نه شي.
ورور یې په سینه لاس کېښود. په لوړ اواز یې لکه سرتېری ځواب ورکړ:
– دا کار مو پر ما!
د محمدالله ټنډه بیرته تروه شوه ، فکر ور ولوید :
ښه افرین ، نو تر کومه به ېې دلته پټه وساتې، تر قیامته!؟
ورور ېې بیا غاړه هسکه ونیوه ، په برېتو ېې لاس وواهه ،
دا ېې هم پر ما ، په پردی وطن کې ېې بل چاته ور ودوم. او بیا ېې خارج ته هم لیږم.
په دې سره د ناست مجلس دټولو کسانو پر شونډو د خوښۍ موسکا وځلېده.