تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۱۲ مه) د خیبر پښتونخوا د سوات ولسوالۍ په یوه پولیسسټېشن مخې ته د ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او له ۱۵ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.
د ژغورنې (ریسکیو) ۱۱۲۲ ویاند بلال فیضي ویلي، د وژل شویو له ډلې ۹ جسدونه د سیدو شریف مرکزي روغتون ته او ۵ نور د کبل روغتون ته لېږدول شوي دي.
کېدای شي د مرګ ژوبل شمېر تر دې واوړي. په سوات کې دا چاودنه په داسی حال کې وشوه چې مظاهره روانه وه
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، برید ځانمرګی و او د پولیسو سرتېرو خپل ژوند قرباني کړ، څو ځانمرګی بریدګر د پولیسسټېشن ودانۍ ته له ننوتلو راوګرځوي.
تر دې دمه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو په پښتونخوا کې تر ټولو ډېر ټي ټي پي فعاله ده او د اکثرو بریدونو مسوولیت هم مني. خو دا چاودنه داسي مهال وشوه چې د پوځیانو پرضد، چې کابو ټول پنجابیان دي، د پېښې په ځای کې مظاهره روانه وه.