Homeخبرونهتاجکستان د دوشنبې – کابل – تهران د نوي ترانسپورتي دهلېز ازمیښتي...

تاجکستان د دوشنبې – کابل – تهران د نوي ترانسپورتي دهلېز ازمیښتي سفر پیلوي

تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۱۲ مه) د تاجکستان د ترانسپورت وزارت اعلان کړی چې په راتلونکې یوه میاشت کې به د دوشنبې – کابل – تهران د نوي ترانسپورتي مسیر لومړنی ازمیښتي سفر ترسره کړي.

تمه کېږي چې دا سفر به د درېیو هېوادونو ترمنځ د منظم سوداګریز ترانسپورټ د پیل لپاره زمینه برابره کړي.

د دې ازمیښتي سفر هدف  د ګمرکي او سرحدي چارو ارزول او د تاجکستان، افغانستان او ایران د ترانسپورتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا ده، څو له هغې وروسته منظم سوداګریز ترانسپورت پیل شي.

د وړاندیز شوي مسیر له مخې، هغه سوداګریز توکي چې د تاجکستان او ایران ترمنځ لېږدول کېږي، د افغانستان له خاورې څخه به تېرېږي، چې په دې توګه به د منځنۍ اسیا او لوېدیځو بازارونو ترمنځ یو نوی ترانزیتي دهلېز رامنځته شي.

د راپور له مخې، دا مسیر په راتلونکې کې د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو او چین ته هم غځېدی شي، چې په دې سره به د سیمه‌ییز سوداګریز دهلېز اهمیت نور هم زیات شي.

د افغانستان لپاره دا پروژه ځانګړی اقتصادي او ستراتیژیک اهمیت لري، ځکه هېواد کولای شي د ترانزیټ له فیسونو او عوایدو څخه ګټه واخلي او د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره به یو بل مهم مسیر هم ولري.

همدارنګه، دا دهلېز افغانستان ته د وارداتي توکو لپاره لنډه او ښايي ارزانه لاره برابره کړي، چې د هېواد د کورنیو بازارونو اړتیاوو په پوره کولو کې به مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارواوو کمره |پوهاند بشیر دودیال

د  ارواوو کمره د هغه ناولیت نوم دی چې په دغو وروستیو کې ښاغلي حفیظ الله تُراب په جرمني کې  لیکلی دی. تُراب صاحب...