پنځه کاله طالبانو د جمهوریت او لنډغرو پر ضد شعارونه ورکړل او ټوله ملامتیا یې پر لنډغرو او جمهوریت واچوله.
هو! جمهوریت او لنډغر ځکه ملامت دي چې د طالبانو د راتګ لپاره یې زمینه برابره کړه. طالبان اوس ولس ته همدا وایي چې دوی له جمهوریت او لنډغرو څخه غوره دي او خلک په دې وېروي چې ګواکې که دوی له واکه لرې شي، نو پخواني لنډغر او فاسد جمهوري چارواکي به بېرته راشي.
یوه متل دی چې وایي: «خپل عیب د اوږو تر منځ وي او هغه نه ویني.» طالبانو هم د خپلې لومړۍ ناکامې واکمنۍ له کړنو څخه عبرت وانخیست او د هغو کسانو د بېرته راتګ زمینه یې برابره کړه چې دوی یې «پخواني لنډغر» بولي. طالبان خپله لنډغري او د حکومتولۍ تګلاره نه ګوري. هغه کسان چې په شرطو او سپینو کميسونو کې ګرځي، څه کوي؟ افغانستان چا له نړیوالې انزوا سره مخ کړی دی؟ د پخوانیو کسانو د بېرته راتګ زمینه څوک برابروي؟ مشر یې نه ښکاري، خو د اسلام، انسانیت او افغانیت پر ضد فرمانونه صادروي. هم یې اسلام بدنام کړ، هم افغانیت او هم انسانیت.
څو ورځې د پاکستان پر ضد تبلیغاتو هم یو څه ساه ورکړه، خو هغه هم نور بازار نه لري، ځکه ولس نه پوهېږي چې د دوی او پاکستان ترمنځ اختلاف زرګري دی که اساسي؟ که اختلاف اساسي وای، نو باید د ولس ملاتړ یې ترلاسه کړی وای او د یوه قانونمند، مشروع او ولسواک نظام د جوړېدو لپاره یې زمینه برابره کړې وای. یوازې په خپلو شرطه او سپینچپنو کسانو د پاکستان پر وړاندې دفاع هېڅکله ممکنه نه ده.
د طالبانو دا روایتونه نور بازار نه لري. د دیګ بخار تر شپیلقونو رسېدلی او خامخا به انفجار کوي. د دې بخار سړول هم اسانه نه دي، ځکه د دیګ لاندې اور لا زیات شوی او ګاونډیانو د ګازو والونه هم بېرته خلاص کړي دي.
موږ په کراتو ویلي چې جګړه د ستونزو د حل لار نه ده، خو دا په دې معنا هم نه ده چې د طالبانو تګلاره سمه ده. موږ بیا بیا ویلي چې د طالبانو اوسنۍ تګلاره پخپله د راتلونکو جګړو او د ګاونډیانو د لاسوهنو لپاره زمینه برابروي او مسؤلیت یې هم د دوی پر غاړه دی.
ډېر افغانان د جګړې پلوي نه دي، خو کله چې خلک تر وروستي حده تنګ شي، جګړې ته مخه کوي. موږ به د جګړې برخه نه اوسو، خو په افغانستان کې د جګړې د سون موادو کمبود نشته.
که د تېرو پنځوسو کلونو له جګړو سره سره د جګړې بشري ځواک یا د سون مواد کم نه شول، په راتلونکې کې به هم کم نه شي.
عاقبت بخیر
شاه محمود میاخیل
د افغانستان د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت دوراني مشر
او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول