Homeخبرونهسبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو، سېلونو او تېزو بادونو اټکل...

سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو، سېلونو او تېزو بادونو اټکل شوی

تاند ( یکشنبه د زمري ـ اسد ۱۱مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست وايي، سبا دوشنبه په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو او تېزو بادونو اټکل شوی دی.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، په غزني، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، پنجشېر، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، کونړ، نورستان او بدخشان ولایتونو کې له ۱۰ څخه تر ۴۰ ملي‌متره پورې د باران اټکل شوی دی.

همداراز، د هېواد په مرکزي، ختیځو، سوېل ختیځو، لوېدیځو او شمالي ولایتونو کې د بادونو د تېزوالي کچه له ۵۰ څخه تر ۹۵ کیلومتره په ساعت کې اټکل شوې ده.

دا اټکل داسې مهال اعلانېږي چې، ننګرهار کې څو ورځې وړاندې سختو بارانونو او سېلابونو درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي او په ځینو سیمو کې یې کورونه، کرنیزې ځمکې، لارې او نور عامه تأسیسات زیانمن کړي وو.

کارپوهان وایي، د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو شوو سیمو ته په کتو، اړینه ده چې خلک د هوا پېژندنې ادارې خبرداری جدي ونیسي، د سیندونو او سېلابي مسیرونو له څنډو لرې پاتې شي او اړوندې ادارې د احتمالي سېلابونو پر وړاندې لازم چمتووالی ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ښکلا او چوپتیا امپراتوري| اصف بهاند

د څوکرښو یون‌لیک دا لنډ یادداشتونه اته میاشتې رانه ورک وو، څوورځې مخکې (۰۹/۰۹/۲۰۲۶) مې په تصادفي‌ډول ترسترگو شول. د ۲۰۲۵ ام کال د نومبر پر...