Homeخبرونهحامدکرزي، پاکستان کې له افغان محصلانو سره د حکومت ناسم چلند د...

حامدکرزي، پاکستان کې له افغان محصلانو سره د حکومت ناسم چلند د اندېښنې وړ بللی

تاند ( یکشنبه د زمري ـ اسد ۱۱مه) د افغانستان پخواني ولسمشرحامدکرزي، په پاکستان کې د افغان محصلینو د ځورونې او د هغوی د ویزو له تمدید څخه د پاکستاني حکومت د انکار په تړاو  خپاره شوي راپورونه د خواشینۍ او اندېښنې وړ بللي دي.

حامدکرزي په یوه پیغام کې ویلي چې، افغان محصلین یوازې د علم زده کړې او خپلو زده‌کړو د بشپړولو لپاره پاکستان ته تللي دي او باید د هغوی د اوسېدنې موضوع له نورو مسایلو څخه جلا وبلل شي.

پخواني ولسمشر له پاکستاني اړوندو چارواکو غوښتي چې له افغان محصلینو سره دې په اکاډمیک چاپېریال کې د معمول اصولو او معیارونو له مخې چلند وکړي.

ښاغلي کرزي زیاته کړې چې، پاکستانی حکومت باید افغان محصلینو ته دې د خپلو زده‌کړو د دوام زمینه برابره کړي.

کارپوهان وایي، افغان محصلین د علم او زده‌کړو لپاره له هېواده بهر تللي، نه د کومې ستونزې د رامنځته کولو لپاره.

دوی زیاتوي چې، د هغوی له زده‌کړو سره مرسته او د ویزو او اقامې ستونزو حل کول د دواړو هېوادونو په ګټه دي.

کارپوهانو هیله ښودلې چې، پاکستاني چارواکي له افغان محصلینو سره انساني او اکاډمیک چلند وکړي او هغوی ته د خپلو زده‌کړو د بشپړولو زمینه برابره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په اوکراین کې د جګړې له امله میلیونونه کتابونه سوځېدلي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د اوکراین د ماشومانو د کتابونو د یوه لوی خپرندوی شرکت «رانُک» مشر ویکتور کروهلوف هغه...