Homeخبرونهذ مجاهد: د کابل او اسلام‌اباد اوسنۍ اړیکې د هېڅ لوري په...

ذ مجاهد: د کابل او اسلام‌اباد اوسنۍ اړیکې د هېڅ لوري په ګټه نه دي

تاند ( یکشنبه د زمري ـ اسد ۱۱مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد تازه نن په یوه خبری کنفرانس کې ویلي، چې د کابل او اسلام‌اباد اوسنۍ اړیکې د هېڅ لوري په ګټه نه دي.

مجاهد زیاته کړې چې، کابل له پاکستان سره د رامنځته شوو ترینګلتیاوو د حل غوښتونکی دی.

مجاهد زیاته کړې، چې طالبان له هېڅ هېواد سره د سیاسي او اقتصادي ترینګلتیا غوښتونکی نه دی؛ خو په خبره یې پاکستان د افغانستان د سوداګریزو لارو په تړلو سره هڅه کوي افغان سوداګرو ته ستونزې رامنځته کړي.

هغه له خبریالانو سره په خبرو کې د «متحدې جبهې» په اړه ویلي، چې دا ډول ډلې یوازې په مجازي فضا کې شتون لري او د دوی امنیتي ځواکونه به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې د هېواد امنیت ګډوډ کړي.

مجاهد زیاته کړې چې، دا ډول ډلې په تېرو وختونو کې هم په افغانستان کې د بېلابېلو تنظیمونو او ډلو په نومونو فعالیتونه درلودل، خو اوس یې یوازې نومونه بدل کړي دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا نه یوازې پر سیاسي اړیکو، بلکې د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ او د خلکو پر ژوند هم مستقیم اغېز کړی دی.

کارپوهان وایي، د ستونزو حل لپاره د لارو تړل او فشارونه اغېزمنه حل‌لاره نه ده؛ غوره ده چې دواړه لوري د خبرو له لارې د سوداګرۍ، امنیت او سرحدي ستونزو لپاره دوامدارې حل‌لارې پیدا کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...