تاند (جمعه، د مرغومي. جدي ۲۸ مه) د ملګروملتو د کډوالو لویه کمیشنري وايي، پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو په لړ کې له پلازمینې د هغو افغانانو په شمول چې د یو این ایچ سي ار اسناد یې لرل، ګڼ شمېر افغانان ایستلي دي.
د کډوالو د لویې کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې، د جنورۍ له لومړۍ تر پنځلسمې نېټې پورې، د اسلاماباد چارواکو ۲۸۵ افغانان له هېواده ایستلي دي.
د دې ادارې د پاکستان استازې فیلیپا کندلر(Philippa Candler)، پرون (پنجشنبې) د امریکا غږ انګلیسي برخې ته وویل چې په شړل شویو کسانو کې ۸۰ تنو داسي اسناد هم لرل چې دوی ورکړي وو.
که څه هم د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ له خوا ورکړل شوي لومړني اسناد افغانانو ته قانوني خوندیتوب نه ورکوي، خو دا ښيي چې اداره د دوی د کډوالۍ د وضعیت د ټاکلو په حال کې ده، یا دا چې یو څوک د بیا مېشتېدو د بهیر په لومړیو پړاوونو کې دی، کندلر وضاحت وکړ.
کندلر وویل چې په تېرو وختونو کې د پاکستان چارواکو معمولاً د هغو کسانو له شړلو ډډه کوله چې د دوی د ادارې (یو این ایچ سي آر) له خوا ورکړل شوي اسناد یې لرل.
کنډلر زیاته کړه: «موږ په عمومي ډول کولی شو چې هغه افغانان خوشې کړو چې زموږ اسناد ورسره وي.»
پاکستان د ۲۰۲۳ له اکتوبر څخه د افغانانو د ایستلو او ځورولو بهیر پیل کړی دی.
کندلر وویل چې په تېر کې د پاکستان دا نرمي د دغه هیواد له حکومت سره د دوی د ښو اړیکو له امله وه.
د شړلو امر
سخت اقدامات وروسته له هغه پیل شول چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د نوومبر په میاشت کې اعلان وکړ چې ټول افغان اتباع باید د کال تر پایه په پلازمېنې کې د اوسېدو لپاره له ځانګړې ادارې ۰سپېشل برانچ) څخه د نه اعتراض سند (NOC) ترلاسه کړي.
وزیر تور ولګاوه چې افغان اتباعو په هغه مظاهره کې برخه اخیستې وه چې د پخواني صدراعظم عمران خان د خلاصون لپاره د نوومبر له ۲۴مې څخه تر ۲۶مې نېټې پورې اسلاماباد ته وشوه.
په دې مظاهره کې لږ تر لږه څلور امنیتي پرسونل وژل شوي وو. خو پاکستاني شنونکي وايي چې نقوی دا ادعا د دې لپاره وکړه چې له یوې خوا د عمران خان لپاره مظاهره په خپله ټولنه کې بدنامه کړي او له بلې خوا د افغانانو ځپلو ته پلمه جوړه کړي.
مجاهدېنو به تورو پاکستانېو ته انصار ورونه وېل. لعنت دی وی په دغه شان بی علمه او ناپوه رهبرانو. د انصارو کارنامی مو ګورۍ او په خپل مخ لاړې تو کړۍ.
پنجاب د افغانستان په هکله خپلو ستراتېژیکو اهدافو ته ورسېد، پر خپلو مهاجرو او مجاهدو ، مخلصو ، پر دین مینو او وطندوسته افغانانو یې افغانستان وران کړ. سل کلنه مجربه ملي افغاني اردو یې ړنګه کړه . د افغانستان 700 جنګي الوتکې یې کباړ کړې ، تر 5000 پورې زغروال ټانګونه ، شوبلې ، لونا ، سکات ، اوراګان ، دافع هوا توغندي او میلیونونه سپکې او درنې وسلې ټولې پنجاب ته وسپارل شوي . مرکزي دولت کمزوری شو، جنرال حمید ګل د احمد شاه مسعود او خلیفه برهان الدین رباني سیاسي – نظامي مشاور تعیین او د افغانستان ټول نظامي او دولتي اسرار ورته ډالۍ شول ، ترڅو د خلیفه برهان الدین رباني حکومت له څلورو میاشتو تر پنځو کلونو تمدید کړي .
شاوخوا دا پنځوس کاله افغانان له تعلیم او روزنې بېرته پاته شول . د یونس غیر قانوني ویدیویې ویناوې چې د افغانستان د اوبو بندونو ، برښنا او ترانسپورتي برخو د ویجاړولو په هکله یې کړیدي ، ټولو هېوادوالو واورېدې.
افغانان په هره برخه کې ګاونډیو ، خصوصا پنجاب ته احتیاج شول . د افغانانو ملي یوالی ، ملي غرور ، ملي بیرغ ، ملي سرود ، ملي جوړښتونه ، ملي کلتوري او دیني ارزښتونه ټول له خاورو سره خاورې شول .
اوس نو پنجاب افغان کډوالو ته په هغه هېواد کې نور ضرورت نه لري ، د هغوی د لږ پاته انساني غرور تر پښو لاندې کولو لپاره له هر امکان نه هم کار اخلي .
پنجاب هغه څوک چي په درديي خوړل او ورته وفاداره دي راباندي سپاره کړل پاني سو دانور بي وزله مهاجر په پنجاب کي هغو ته نه پنجاب کار ورکولای شي نه ډوډي خپل وږي تږي ډير لري کته پورته په ګدا پسي ګرزي.
مجاهيدينو او د شمالي ټلوالو ، ګلبي، سياف خپلي خيټي وپړسولي په کس بانکونه له ډالرو ډک کړل اوس د تالب زورواکي وترده.
دا بي وزله اواس په داسي يوه بشري ناورين کي پروت ده چي نه خپله ځان سره کومک کولای نه بل څوک نور نشم ليکلای.