Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد انګور اډې لار د سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شوه

د انګور اډې لار د سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شوه

تاند (جمعه، د مرغومي/ جدي ۲۸ مه) په جنوبي وزیرستان کې د احمدزیو وزیر قبیلې نن اعلان وکړ چې د انګور اډې تجارتي لار یې بیا پرانیستې، خو ټینګار یې کړی چې دا لار به یوازې د سوداګرۍ لپاره خلاصه وي، او د دوی پرلت به په خپل حال پاتې وي.

دا تجارتي لاره د احمدزي وزیر قبیلې له خوا ۱۶ میاشتې پخوا (د ۲۰۲۳ سپټمبر)، کله چې حکومت پر دیورند کرښه د اوښتو رااوښتو لپاره د ویزې او پاسپورټ شرط ولګاوه، بنده شوه.

د احمدزي وزیر قبیلې مشران او ځایي سوداګر وایي چې د دې لارې د بندېدو له امله نه یوازې تجارتي فعالیتونه درېدلي، بلکې د زرګونو خلکو ژوند او روزګار هم اغېزمن شوی دی. دوی وایي، د لارې د تړل کېدو له کبله هره ورځ په میلیونونو روپۍ زیان اوښتی او ګڼ شمېر ځایي خلک خېرات غوښتلو ته اړ شوي دي.

د احتجاج پر مهال د قبیلې مشرانو ۱۸ غوښتنې وړاندې کړې چې پکې د شرطونو لغوه کېدل، په سیمه کې د موبایل او انټرنیټ اسانتیاوې، او د ښوونځیو، کالجونو، او روغتونونو جوړول شامل وو.

ځايي پاکستاني چارواکو سره له دې چې د دې لارې له پرانیستلو سره موافقه کړې خو ویلي یې دي چې درې میاشتې وروسته به د ویزې او پاسپورټ شرطونه بیا عملي شي.

د ځایي خلکو یوه مهمه غوښتنه دا وه چې پرته له اسنادو پر دیورند کرښه ازاد تګ راتګ ته اجازه ورکړل شي، خو په دې اړه هیڅ پرمختګ نه دی شوی. د دوی په وینا، که غوښتنې یې په پام کې ونه نیول شي، نو د احتجاج د دوام امکان شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...