پنجشنبه, جنوري 16, 2025
Homeخبرونهریچارډ بینیټ: باید د افغان کډوالو ستونزېو ته پام وشي

ریچارډ بینیټ: باید د افغان کډوالو ستونزېو ته پام وشي

تاند (پنجشنبه، د مرغومي/ جدي ۲۷ مه) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینیټ ویلي چې د افغانستان د کډوالو غږ باید په نړیوالو خبرواترو او پرېکړو کې واورېدل شي.

ریچارډ بینټ د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۶ مه) په ایکسپاڼې په یوه بحث کې وویل چې د کډوالو حقونه باید په نړیواله کچه پیاوړي او ښه شي.

نوموړي د افغان کډوالو لپاره د اوږدمهاله حل‌لارو په اهمیت ټینګار وکړ.

بینټ وویل: «که د موضوع سیاسي اړخ هر څه وي… موږ باید د پناه غوښتونکو حقونو ته درناوی وکړو.»

ویل کېږي چې په ځانګړي ډول پاکستان د طالبانو پر حکومت د فشار راوړلو لپاره پر افغان کډوالو راز راز فشارونه راوړي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ټینګار وکړ چې افغانستان د تېرو څلورو لسیزو په ترڅ کې د جګړو له امله د مهاجرت اصلي سرچینه پاتې شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته له افغانستان څخه د خلکو د کډواله کېدو نوې څپه پیل شوې دي.

بینټ وویل چې د طالبانو له خوا محدودیتونه، په ځانګړي ډول هغه محدودیتونه چې له بشري حقونو سره تړاو لري، د افغانانو لپاره ژوند ډېر ستونزمن کړی.

هغه په خپلو خبرو کې له افغان کډوالو سره د خپلو خبرو یادونه وکړه او ویې ویل چې دوی په کوربه هېوادونو کې له اقتصادي او ټولنیزو ننګونو سره مخامخ دي.

ریچارډ بینټ همدارنګه ټینګار وکړ چې د افغان کډوالو بار باید یوازې د ګاونډیو هېوادونو پر اوږو نه وي، بلکې هغه هېوادونه چې په تېرو څو لسیزو کې په افغانستان کې ښکېل وو، په ځانګړي ډول د ناټو غړي هېوادونه او د هغوی متحدان، باید ډېر مسوولیت پر غاړه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب