تاند – شاید په غوږونو کې بونګا یا شور د ځینو خلکو لپاره مهمه نښه ښکاره نه شي، خو جالبه ده پوه شئ چې دا حالت کله ناکله د یوې اساسي ناروغۍ نښه کېدای شي.
په غوږونو کې بنګا یا (Tinnitus)د شورماشور غږ بېلابېل علتونه لري، لکه عفونت، د عمر زیاتوالی او د اورېدو کمزورتیا، د خوب ګډوډي، شکر او لوړ فشار، د تېرایډ ستونزې، او د ځینو ویټامینونو او منرالونو لکه B12 او زینک جدي کمښت.
د ځینو درملو استعمال، په زیاته کچه د کافین، الکول، او نیکوتین کارول، او د ډېر وخت لپاره د لوړ شور یا غالمغال لاندې پاتې کېدل هم دې ستونزې ته لاره هواروي.
“رواني ستونزې لکه سترېس، اضطراب، او خپګان، او همدارنګه ستړیا او د خوب ګډوډي لکه کمخوبي یا بېخوبي، هم د غوږونو بنګا پیدا کولای شي. البته، دا نه یوازې چې د دې حالت لامل کېږي، بلکې دا ستونزه نوره هم زیاتوي او د دې سبب کېږي چې شور ډېر لوړ احساس کړئ.
له همدې امله، په غوږونو کې د شورماشور د رواني عواملو د کمولو لپاره څو لارې وړاندیز کېږي، چې پکې د سترېس مدیریت، د خوب د کیفیت ښه کول، د خپګان درملنه، او د محرکو عواملو په اړه د پوهاوي زیاتول شامل دي.