Homeخبرونهدرنې واورې د کابل ـ بامیان او د بامیان ـ غور لویې...

درنې واورې د کابل ـ بامیان او د بامیان ـ غور لویې لارې تړلي

تاند 【یکشنبه د مرغومي ـ جدي ۳۰مه】بامیانو ولایت کې د طالبانو ځایي چارواکي وایي،چې په دغه ولایت کې د درنې واورې د ورېدو له امله د کابل ـ بامیان، بامیان ـ غور او بامیان ـ دایکندي لویې لارې د تګ‌ راتګ پرمخ تړلې دي.

طالب مسوولین زیاتوي، چې د غور پر لار شاتو کوتل او له دایکندي سره پر پوله قوناق کوتل هم د واورې ورېدو له کبله تړل شوي دي.

تر دې وړاندې په دایکندي کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر هم په یوه خبرپانه کې ویلي چې د درنې واورې له کبله د بامیان ـ دایکندي لار په قوناق کوتل کې د تګ‌راتګ پرمخ بنده شوې ده.

دا لارې داسې مهال بندېږي،چې نن هم د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د باران او واورې د ورېدو وړاندوینه شوې ده.

د یادونې ده، چې پرون شنبه د مرغومي ۲۹مه د ترانسپورت او هوایي چلند ادارې د سالنګونو د تړل کېدو خبر ورکړی وو.

یادې ادارې ویلي وو،چې د سالنګ لویه لار د زیاتې واورې د ورېدو له امله تړل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...