Homeسپورتبلخ او جوزجان کې د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې

بلخ او جوزجان کې د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې

تاند【یکشنبه د مرغومي ـ جدي ۳۰مه】د بلخ او جوزجان ولایتونو د بدنې روزنې او سپورټ آمریتونو مسوولین وایي، چې په دواړو ولایتونو کې ۱۸۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د بلخ ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت مسوول حمید ګل لېوال وایي، چې په مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۲۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ، څه موده وړاندې پیل شوې وې او نن پای ته ورسېدې.

نوموړي زیاته کړې، چې د یادو سیالیو موخه د بلخ ولایت په کچه د پیاوړې لوبډلې په نښه کول او یادې لوبې ته د ځوانانو هڅول ښودل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...