یکشنبه, جنوري 19, 2025
Homeخبرونهفرضي حج ته د نوملیکنې دوهمه ورځ؛ ۳۰ زره تنه راتلونکی کال...

فرضي حج ته د نوملیکنې دوهمه ورځ؛ ۳۰ زره تنه راتلونکی کال د حج لپاره ځي

تاند【یکشنبه د مرغومي ـ جدي ۳۰مه】د طالبانو د حکومت ‏د حج او اوقافو وزارت وایي، چې پرون شنبه د مرغومي ۲۹مه د کابل په ګډون په ټول هېواد کې د فرضي حج لپاره نوم لېکنه پيل شوه.

یاد وزارت ویلي، هغه کسان چې مخکې یې د حج فریضه اداء کړې د نفلي حج چانس نه لري.

ټاکل شوې له افغانستان څخه ۳۰زره حاجیان د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ولاړ شي.

د حج فریضې د اسانتیا لپاره پنځه ورځې وړاندې ‏د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د راتلونکي کال د حج په مراسمو کې افغان حاجیانو ته د غوره خدماتو او اسانتیاوو برابرولو تړون لاسلیک شو.

د طالبانو د حکومت حج او اوقافو وزارت ویلي، چې د دې تړون پر اساس د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت ۳۰ زره افغان حاجیانو ته په مکې مکرمې او مدیني منورې ښارونو کې د عمارو، مشاعرو، خوړو او ټرانسپورټ ټول اړین خدمات وړاندې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب