تاند【یکشنبه د مرغومي ـ جدي ۳۰مه】الجزیرې ټلویزیون په یوه خبر کې ویلي چې، غزه کې نن د سهار شاوخوا ۸:۳۰ اوربند پیل شو.
تر دې مخکې رویټرز خبري اژانس ویلي و، چې د غزې اوربند لومړی پړاو چې ۶اونۍ به دوام وکړي د شاوخوا ۲زره فلسطینیانو په بدل کې د ۹۸بندي اسراییلیانوله ډلې ۳۳خوشې شي.
بل لورته د غزې د رسنیو مرکز هم خبر ورکړی، چې د غزې شمال جبالیه کمپ ته له کلابندۍ او ویجاړۍ وروسته بېرته د خلکو ورستنېدل پیل شوي.
ټاکل شوې د غزې اوربند په درېیو پړاونو کې عملي شي.
د اوربند د عملي کېدو سره سم ملګري ملتونه وايي، غزې ته د بشري مرستو بار ۴ زره ټېلره د ننوتو په حال کې دي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره چې د فلسطنیي بېځایه شویو اړوند فعالیت کوي ویلي، په دې مرستو کې اوړه، خواړه او نورې بېړنۍ بشري مرستې موجود دي.
یادې ادارې زیاته کړې، چې د غزې د اوربند تړون وروسته غزه کې د بشري مرستو پر کاروانونو د اسراییلو بریدونه هم کم شوي دي.
الله دی امن را ولی او پر مسلمانانو باندی د رحم وکړی. مونږه صرف دعا کوو او تر ټولو جاهله او بی علمه خلک یاستو نور هیڅ څه نشو کولی او دا هم پوهیږو چی دعا سل په سلو مشکل نه حل کوی.
دا اوربند به هیڅ کله دایمی نشی ځکه چی فلسطینیان اوس هم حکوم پیژندل شوی حکومت نلری. ډیر احتمال لری چی یهودیان به بیا حمله کوی خو دا ځلی به ټول فلسطینیان ختموی. اوربند دا هم ثابته کړه چی د جګړی اصلی لوبغاړی څوک دی. مسلمانانو سړی شی را ویښ شی. ګوری د دښمنانو لاسو په افغانستان کی. د اسلام په نوم ټول خلک ګروګان دی، کارونه نشته تعلیم ته مباح وایی ګوری به چا دا د افغانستان ملایان، دا خیټور او پړسیسدلی خره به ځلی څنګه ورکیږی. دا ځلی دوی خرو ته پاکستان کی هم ځای نوی بیا به په ملا پسی څوک لمونځ هم و نکړی.