Homeخبرونهامریکا؛د ټیک ټاک د کارولو د بندیز ترڅنګ له پلورنځیو هم لېرې...

امریکا؛د ټیک ټاک د کارولو د بندیز ترڅنګ له پلورنځیو هم لېرې کړ

تاند【یکشنبه د مرغومي ـ جدي ۳۰مه】اسوشیټډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی،چې په امریکا کې د تېرې ورځې (شنبې) راهیسې د اپل او ګوګل په ګډون د اپلیکېشنونو له پلورنځیو هم ټیک ټاک لیرې شوی دی.

ټیک ټاک هم خپلو کارونکو ته خبر ورکړی، چې نور دغه اپلیکېشن نشي کارولی.

خو ډونالډ ټرمپ ویلي، ټیک ټاک ته ۹۰ ورځې وخت ورکوي، څو امریکا کې یې د فعالیت د تړلو مخه ونیسي.

د امریکا سترې محکمې د تېرې جمعې په ورځ هغه قانون تصویب کړ، چې له مخې یې ټیک ټاک باید امریکا کې د فعالیت دوام لپاره له چینایي بایټ ډانس شرکت سره خپلې اړیکې پرې کړي.

ویل کېږي ټیک ټاک په امریکا کې د امنیتي اندېښنو له امله تړل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...