Homeخبرونهطالبانو له ایرانه په اعدام د محکومو افغانان نوملړ غوښتی

طالبانو له ایرانه په اعدام د محکومو افغانان نوملړ غوښتی

تاند【یکشنبه د مرغومي ـ جدي ۳۰مه】د طالبانو د حکومت ‏د سترې محکمې اداري مرستیال عبدالمالک حقاني په مشرۍ یو قضایي پلاوي د ایران د قضایه قوې د نړۍوالو چارو له مرستیال کاظم غریب ابادي سره لیدلې دي

په دې لیدنه کې طالب پلاوي له ایراني لوري غوښتي، چې په دغه هېواد کې پر اعدام د محکومو افغانانو نوملړ له طالبانو سره شریک کړي.

عبدالمالک حقاني دغه راز غوښتنه کړې،چې پر اعدام د محکومو افغان زندانیانو سره دې د اسلامي ورورګلوۍ له مخې نرم چلن وشي او د حسن تعامل له مخې ورته بدیلې لارې ولټوي.

خبرپاڼه کې د ایران د قضایه قوې د نړیوالو چارو د مرستیال په حواله لیکل شوي، چې ایران به نږدې راتلونکي کې یو زر او ۵۰۰ افغان زندانیان افغانستان ته ولېږدوي.

ایران کې په دې وروستیو کې د افغانانو اعدامونه زیات شوي، چې دې چارې د بشر نړیوال ملاتړي اندېښمن کړي دي.

عام افغانان وایي ایراني لوری د دې ترڅنګ له افغان کډوالو سره هم سخت او ناوړه چلند نه کار اخلي.

اوس هم د ایران په زندانونو کې زرګونه افغانان د خلاصون په ارمان شپې ورځې سبا کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...