دوشنبه, فبروري 17, 2025
Homeخبرونهعباس ستانکزی: د نجونو پر زده کړو بندیز هیڅ شرعي حواز نه...

عباس ستانکزی: د نجونو پر زده کړو بندیز هیڅ شرعي حواز نه لري

تاند (یکشنبه، د مرغومي/ جدي ۳۰ مه) د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شيرمحمد عباس ستانکزی وايي چې د نجونو د زده‌کړو د مخنیوي لپاره هیڅ توجیه نه شته.

ده پرون (شنبې) د خوست ولايت په یوه دیني مدرسه کې په وينا کې د طالبانو له مشر څخه وغوښتل چې د افغان ښځو او نجونو پر زده‌کړو بنديزونه لېرې کړي ځکه چې دې کار ته هیڅ پلمه نه شته.

ستانکزي د غونډې ګډونوالو ته وويل، د ښځو او نجونو د زده کړو د منع کولو لپاره هېڅ دليل او شرعي توجیه نشته، او په ضمني ډول یې دا بندیز د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده شخصي نظر وباله.

ستانکزي د نجونو پر زده کړو بندیز د اسلامي شریعت خلاف وباله او د طالبانو له مشره یې وغوښتل چې دا بندیز پای ته ورسوي.

ستانکزی د اسلام په تاریخ کې د علم پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: «موږ د افغانستان په څلوېښت میلیون نفوس کې له شل میلیونو [ښځو] سره بې‌عدالتي کوو. آیا موږ به د قیامت په ورځ هغوی ته ځواب ورکوونکي نه یو؟»

هغه همدارنګه په افغانستان کې د ښځو پر سختو شرایطو خبرې وکړې او ویې ویل: «ښځو ته میراث نه ورکول کېږي. ښځې په بدو کې ورکول کېږي. موږ هغوی ته د تعلیم اجازه نه ورکوو، ښوونځي او پوهنتونونه مو پورته تړلي دي، حتی جومات او مدرسو ته یې هم نه پرېږدو. آیا موږ د شریعت په لار روان یو؟»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین د دې محدودیتونو د ختمولو لپاره نړیوالو فشارونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: «ټوله نړۍ د همدې لپاره له موږ سره په شخړه کې ده. له همدې امله پر موږ انتقاد کوي. موږ په داسې لار روان یو چې زموږ د خپلو تګلارو پایله ده، نه د شریعت.»

6 COMMENTS

  1. دا ځل به د کوم بل هیواد په ملاتړ نه خو د ملت په زور شته غیر انساني، غیر شرعي او نامشروع طالب نظام نړیږي. بیا به حقیقي اسلام د فقهي او ریایي طالب جوړ تش په نوم اسلامي نظام ځای نیسي. ملت داسې سرکوب دی او بړاس به یې د اتش فشان د لاوا غوندې راوځي او هر څه به لاهو کوي. بیا به انشاالله هغه پخوانی وخت راځي چې په دیرو او حجرو کې به ساز او سرود وي رباب او منګي به پراته وي او جوماتونه به د خلکو په رضا د حقیقي عبادت کور وګرځي. سل فیصده افغان مسلمان به څوک په زور جومات ته نه بوځي، په خپله خوښه به ځي، په ږیره او ویښتو به د ملا واک نوي بلکې د هر چا خپل واک وي. ټول ملت به یو موټی وي او د ملا کار به د جومات سره وي هماغه شان عزت به لري خو د خلکو په ازادۍ کې به د غوړو مچ نوي. انشاالله.

  2. په ټولنیزه مېډیا کې :
    نظام لکه چتی کلک نښتی دخلکو حق دالله حق دی دخلکو زور دالله زور دی!
    حق حق ګڼل زموږ دولس شهامت او مېړانه ده.
    همدا اختلاس ګر
    خاین او معامله ګر
    دملیاردونو دالرو غله
    بهر او دننه
    په چینلو کې فتنه ګر
    ضمنی او شفاهی نمایشګر
    اګر مګر
    بګو مګو بې وخته مداحان
    دوه مخی چاپلوسان
    ماهر کتلیست
    دای اس ای ژوره برخه لا پراته دی
    نامعلوم اخوند په پردی اخور لوی شوی !
    بنا بران سیاسی معین هسې دزړه بړاس باسی. هغه پوهیږی چې غواتوره اوپۍ یې سپینې دی.

    • خبرې د اوس کوه دلته د غلو مسئله نده مطرح شوې دلته د ښځو د حقوقو مسئله ده چې دا درې کاله کیږي له تعلیم نه منعه دي ! ولې ؟؟

  3. معین په طالبانو کې مهم رول لوبولی دی ، ددوحي په تړون‌کې ستانکزی د سر نفر وو ، دا چې عباس ستانکزی دومره جرعت کوي او په ډګر د نامالومه او مخ پټي امیر په نیغه دریږي دا نو ډيره د قدر وړ خبره ده ! کور یې اباد پلویان یې ډير کړې !

  4. نجونو او میرمنو او حتی عام وولس به هر څه له لاسه ور کړی وی خو په بهر کی د روستار تره کی او عمر خطاب او نورو کږو وږو فرصت طلب پښتنو او غیر پښتنو غوندی پر طالب میَن کسانو اخلاقی ماڼۍ هم پر چول سپره سویده.

  5. ستانکزی صاحب،
    اوس درنه اوبو وخت وړی دی او هر څومره چې چيغې نارې سورې ووهي، څوک دې په خوله پياز هومره نه خوري.
    تا خو به ويل چې موږ اردو او پوليسو ته اړتيا نه لرو. دا نظام بايد بدل شي او موږ يې له سره نوی جوړوو، خو رښتيا چې نظام او حکومت جوړونه سخت کار دی او د هر چا له وسې پوره نه دی. اوس خو ښه پوه شوی يې چې کار درنه خراب شوی دی او نور نه راټينګيږي. سوټې موټې په نظام او حکومت جوړولو کې خو لا پر ځای پرېږده، بلکې په تعليم و تربيه کې مو هم داسې سوټې ووهې چې اوس يې نه تاسې، نه پاکستان او نه نوره نوره په پاکولو پوهيږي چې څنګه يې پاک کړو؟ شلکلن يار خو درپسې اسلامي کنفرانس هم رابللی وو او له دين نه يې منحرف وبللئ. تاسې خړ سترګو خو يې ځواب هم ورنه کړ.

    https://www.youtube.com/watch?v=_M6K_4fTtTY

    Al-Muhaddithat – The Female Scholars of Islam | Dr Mohammad Akram Nadwi | Dublin & Online Worldwide

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

یو شپون او یو پښتون ملا، ورسره یو څو یاران!|دوکتور لعل پاچا ازمون

له ناچاپ کتابه ما څه ګناه کړې؟ ژوند لوی پنډه را ته پر سر ایښی دی، زه یوازې او سپېره مړي کارونه دومره زیات دي چې...