یکشنبه, جنوري 19, 2025
Homeخبرونهټیک ټاک په امریکا کې بند شو

ټیک ټاک په امریکا کې بند شو

تاند (یکشنبه، د مرغومي/ جدي ۳۰ مه) څو ساعته مخکې له دې چې په متحدو ایالتونو کې د ټیک‌ټاک پر اپلیکیشن رسمي بندیز نافذ شي، ټیک‌ټاک په خپله د امریکایي کاروونکو لاسرسی دې اپ ته بند کړ.

د متحدو ایالتونو سترې محکمې د جمعې په ورځ، (د مرغومي په ۲۸مه) یو قانون تایید کړ چې له مخې یې، که د دې اپلیکیشن مورنۍ یا اصلي شبکه تر یکشنبې پورې ونه پلورل شي، فعالیت به یې په امریکا کې بند شي.

د دې قانون تر رسمي کیدو څو ساعته مخکې، یعنې د شنبې په شپه، (د مرغومي په ۲۹مه) ټیک‌ټاک امریکایي کاروونکو ته دا پیغام واستاوه او د اوس لپاره یې ورسره مخه ښه وکړه:
«په متحدو ایالتونو کې د ټیک‌ټاک د بندیز قانون نافذ شوی دی. له بده مرغه، دا معنا لري چې تاسو به اوس د ټیک‌ټاک له استعمال څخه محروم یاست.»

ټیک‌ټاک په متحدو ایالتونو کې یو له خورا مشهورو ټولنیزو رسنیو څخه دی چې شاوخوا ۱۷۰ میلیونه کاروونکي لري، چې ډېری یې ځوانان دي. د ټیک‌ټاک ځواکمن الگوریتم، چې د دې اصلي شتمني ګڼل کېږي، کاروونکو ته شخصي شوې لنډې ویډیوګانې وړاندې کوي.

د دې ټولنیزې شبکې پر سر، چې څښتن یې چینايي دی، لانجه د بایډن د ولسمشرۍ په وروستیو ورځو کې راپورته شوې.

ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له ننوتلو مخکې د دې اپلیکیشن د خلاص پاتې کېدو لپاره څه ونه شوای کړای، خو ښکاره ده چې ټیک‌ټاک هم هیله لري چې د امریکا نوی ولسمشر به وکولای شي دا بندیز لیرې کړي.

ټیک‌ټاک خپلو کاروونکو ته په تازه پیغام کې دا هیله لیدل کېږي او له کاروونکو غوښتنه شوې چې «له موږ سره پاتې شئ.»

ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ له ان‌بي‌سي نیوز سره په مرکه کې ویلي و چې د ټیک‌ټاک د خلاص ساتلو یوه لاره دا ده چې هغه ته ۹۰ ورځنی مهلت ورکړي، او کله چې ده د ولسمشرۍ پر چوکۍ رسماً کار پیل کړ، بیا به پرېکړه وکړي. ټرمپ او ټیک ټاک دواړو هیله لرله چې په راتلونکو درېیو میاشتو کې په امریکا کې د ټیک‌ټاک لپاره یو دایمي حل پیدا شي.

د هغه قانون له مخې چې جو بایډن لاسلیک کړی دی، د ټیک ټاک چینايي خاوند بایت‌ډنس له ۹ تر ۱۲ میاشتو پورې وخت درلود چې په امریکا کې ټیک‌ټاک وپلوري، که نه نو بند به شي.

خو بایت‌ډنس، مخکې په ټینګار سره اعلان کړی چې دوی په امریکا کې د دې پلېټفارم پلورلو ته تیار نه دي او غوره بولي چې د امریکا حکومت یې کارونه بند کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب