تاند (یکشنبه، د مرغومي/ جدي ۳۰ مه) د طالبانو د سترې محکمې اداري مرستیال عبدالمالک حقاني، چې د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی دی، د دې هېواد له چارواکو څخه د هغو افغانانو د نومونو لیست غوښتی چې د اعدام حکم یې صادر شوی دی.
د طالبانو د سترې محکمې نن (یکشنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، عبدالمالک حقاني او د ایران د قضاییه قوې د نړیوالو چارو مرستیال، کاظم غریب آبادي، د هغو افغانانو د اعدام پر بدیلو لارو چارو خبرې کړي چې په ایران کې په اعدام محکوم شوي دي.
عبدالمالک حقاني د جمعې په ورځ (جدي په ۲۸مه) د یو پلاوي په مشرۍ ایران ته لاړ.
د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې عبدالمالک حقاني له کاظم غریب آبادي سره په کتنه کې د عدلي او قضایي همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
عبدالمالک حقاني کاظم غریب آبادي ته وویل: «اعدام یوه تعزیري سزا ده، او د اسلام مبارک دین قاضی ته په تعزیراتو کې ځانګړي اختیارات ورکړي دي. زموږ غوښتنه د ایران له مسئولینو څخه دا ده چې د اعدام سزا لرونکو افغانانو په اړه د اسلامي ورورولۍ له مخې نرمښت وښيي او د اعدام پر ځای بدیل لارې ولټوي.»
ایران د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې ډېر اعدامونه کوي. د ملګروملتو د وروستي راپور له مخې، ایران په ۲۰۲۴ م کال کې ۹۰۱ تنه اعدام کړي دي.
عبدالمالک حقاني زیاته کړې چې ایران باید افغان کډوالو ته داسې شرایط برابر کړي چې هغوی د زدهکړو، کار، او نورو هغو حقونو څخه ګټه پورته کړي چې شریعت ورته ورکړي دي.
د طالبانو د سترې محکمې دې چارواکي په داسي حال کې له ایراني چارواکو څخه په ایران کې د زده کړو په شمول د حقونو غوښتنه کړې چې په خپله یې افغان نجونې له درو کلونو راهیسي له شپږم ټولګي پورته د زده کړو له خورا اساسي حقه محرومې کړي دي.