یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهپخوانی افغان جنرال داود شاه وفادار ومړ

پخوانی افغان جنرال داود شاه وفادار ومړ

تاند( شنبه، د حوت ۱۲ مه) د افغانستان د پرځیدلي ملي پوځ یو مشهور جنرال داود شاه وفادار د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.

د پرځیدلي جمهوري نظام د دفاعي او امنیتي ځواکونو ویاند جنرال اجمل عمر شینواري ویلي، چې نوموړی د ۷۲ کلونو په عمر مړ شوی.

معلومه نه ده، چې وفادار چېرته وفات شوی او د جمهوري نظام له پرځیدو وروسته په هېواد که له هېواده بهر و.

نوموړي د جمهوري نظام پر مهال د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو د قومندان په توګه دنده ترسره کړې وه.

یو شمېر پخوانیو پوځي منسوبینو د هغه په مړینه خواشیني ښودلې او د فعالیتونو ستاینه یې کړې ده.

7 COMMENTS

  1. داوود شاه وفادار مې له نژدې لیدلی و. په وطن مینه، مسلکي او د وړتیاوو لرونکی جنرال و. یوه ورځ مې یو نژدې خپلوان په داسې حال کې چې په سیمه کې جګړه وه، راته د له یوې نا اشنا شمیرې د شپې مهال تلیفون وکړ. هغه راته کیسه وکړه، زه فلانی… یمه د ملي اردو عسکرو نیولی یمه او اوس ورسره بندی یمه، ما ورته وویل: ولي يي نیولی؟ ده راته وویل: په سیمه کې جګړه کې را ګیر شومه، سپین کالي مې په تن دي. لومړی پولیسو ونیولم، چې ته طالب يي او زموږ ملګري مو را شهیدان کړل، ما ورته زه نه طالب یمه او نه مې ستاسو کسان در شهیدان کړي، پولیس په قهر شو، څو سوکان او کنداغونه یې ووهلم بل ملګري يي ورته وویل: کار يي ور ختم کړه، هغه د کلاشینکوف قید کښته کړ، په همدې وخت کې د ملي اردو یوه عسکر پرې غږ، شاته وګوره. ده چې شا ته ور وکتل هغه هم لاس په ماشه ولاړ و. او ورته یی وویل: د لارې د سر او هر سپین کالی طالب نه وي. که دی ماشه کیښکله بس ماشه در باندې کیکاږم. پولس حیران پاته شو او د ملي اردو عسکر ته وویل: وګوره طالب دی هسي وسله چیرته پټه کړه. هغه بیا ورته وویل: خبردار نور نه در پوهیږم. او عسکر ماته وویل: راشه زما سره راځه زه د ملي اردو له عسکر سره را روان شومه، د شپې يي دلته راوړمه، دوئ خپل قوماندان ته ویلي دي چې یو کس نیول شوی دی. چې پولیس یې طالب بولي. خو وفادار ورته وویل: تر سهاره يي در سره توود وساتئ که هر څوک وي چې درنه خپه نه شي. نو سهار مې بیا در وړې.
    ما هم په هغې شیبه داودشاه وفادار ته تلیفون وکړ. هغه له جوړ په خیر وروسته راته وویل: سهار چې یې را ورساوه بس سیخ به يي په بازار کې خوشي کړم، ځي دي په خپله مخه بیا يي همداسې هم کړي ول. چې خوشي شوې سړي تر ډیرو پورې ورته دعاوې کولې. د بي ګناه وګړو، ولسي وګړو ژوند ورته سخت مهم و. په ګور يي نور شه.

  2. ډیر لايقه او مهربان انسان وه. د ملي اردو ښه متخصص افسر وه. رب العزت دې جنت ځای کړي.

  3. د دې وروڼو په تصديق او ترې د ښو خاطرو لرونکي نو زه به هم ورته د يو مسلمان او افغان په توګه ووايم او وليکم چې :
    اللهم امين
    اللهم اغفره وارحمه وسهل عليه حسابه وارفع درجاته في الجنة.

  4. ډیره به سخته وي چې هلمند کې مور بیا داسې زوي وزېږوي. صفتونه او له هیواد سره د مینې افعال یې دومره زیات دي چې کتابونه پرې لیکل کیږي. الله ج دی هغه ټوله هدیره ورسره وبخښي! امین!

  5. پر وطن او دین مین جنراله! مرګ دې وژړولم
    الله (ج) دې جنت ځای کړه. اللهم امين

    اللهم اغفره وارحمه وسهل عليه حسابه وارفع درجاته في الجنة.

  6. ملی او ملت ته وفادار جنرال داؤدشاه وفادار د خدای پاک جنت په نصیب کړی او فامیل او کورنۍ ته د خدای پاک څخه صبر او تسلی ارزو کوم !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب