Homeخبرونهکونړ کې د یوه کور چت پرېوتو ۷ تنو ته مرګ ژوبله...

کونړ کې د یوه کور چت پرېوتو ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند( شنبه، د حوت ۱۲ مه) د کونړ لپاره د طالبانو ولایتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز اسعد اباد کې د کور د چت غورځېدو له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو والي مولوي قدرت الله ابو حمزه وویل، چې نن سهار د دغه ولایت د مرکز اسعد اباد اړوند په اندرسیر کلي کې د زیاتو ورښتونو له امله د یوه کور چت نړېدلی چې په پایله کې ۴ تنه مړه او ۳ نور  ټپیان شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې دوې ورځې وړاندې په هلمند کې هم د اورښتونو له امله د چت غورځېدو پېښه کې ۵ تنه مړه شوي وو.

طالب چارواکو د زیانمنو د لاسنیوي؛ په ځانګړي ډول د څارویو د خوندیتوب لپاره د هڅو د پيل خبر ورکړی، خو نور زیانمن شوي شکایت لري چې تر اوسه ورسره  چا مرسته نه ده کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...