دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد ۱۵ ښځینه سوداګرو په ملتیا ترکمنستان ته د عزیزالدین نوري سفر

د ۱۵ ښځینه سوداګرو په ملتیا ترکمنستان ته د عزیزالدین نوري سفر

تاند( یکشنبه، د حوت ۱۳ مه) په کابل کې د واکمن رژیم د صنعت او سوداګرۍ وزیر عزیز الدین نوري د یوه سوداګریز پلاوي په ملتیا، چې ۱۵ ښځینه هم پکې دي، د ترکمنستان پلازمېنې عشق اباد ته سفر کړی.

نوري د دغه سفر پر مهال د کوربه هېواد له یو شمېر تجارتي چارواکو او منسوبینو سره لیدلي او ویلي، چې د دواړو هېوادونو له خامو موادو د ښې استفادې او په دې برخه کې د خصوصي سکتور د پانګونې په اړه خبرې شوي.

د طالبانو یو شمېر سرچینو ویلي، چې نوري د دغه سفر پر مهال له ترکمنستاني چارواکو سره په دې اړه هم خبرې کړي، چې افغانستان له منځنۍ اسیا سره ونښلول شي.

په ورته وخت کې ویل شوي، چې طالب مقام او افغان سوداګر به د ترکمنستان – افغانستان په ګډ سوداګریز نندارتون کې هم برخه واخلي.

طالب سرچینو په دې سفر کې د ښځینه سوداګرو د موجودیت په اړه ویلي، چې ټول له خپلو محارمو سره یو ځای تللې دي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د نورو ښځو تر څنګ ښځینه سوداګرو هم پر دوی له بندیزونو شکایتونه کړي.

ترکمنستان او د منځنۍ اسیا نور هېوادونه په وروستیو کې له افغانستان سره د سوداګرۍ د پرمختګ او پراختیا لېوالتیا ښودلې.

څارونکي له دغو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ پراختیا ګټوره ګڼلې او ویلي، چې پر پاکستان او ایران د افغانستان تجارتي تکیه کموي او د توکیو بیې را کموي.

1 COMMENT

  1. ويل کيږي چې نوري د پنجاب د خوشالولو لپاره جنرال مبين ترکمنستان ته په الوتکه کې له ځان سره نه دی پرېښی او داسې بريښي چې د څارکرې ښه پوخ چرګوړي دی او هغه يې ترکمنستان ته له پرواز راګرځولی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب