جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې د یوه تورن هندي داعشي د نیول کېدو ادعا

په افغانستان کې د یوه تورن هندي داعشي د نیول کېدو ادعا

تاند( یکشنبه، د حوت ۱۳ مه) هندي رسنیو ویلي، چې په افغانستان کې د دغه هېواد یو وګړی په دې تور نیول شوی، چې ګواکې داعش ډلې سره د یو ځای کېدو لپاره افغانستان ته تللی و.

هندو پوست ورځپاڼې دا مشکوک تروریست د ثناالاسلام په نوم یاد کړی او ویلي یې دي، نوموړی له نیول کېدو او له ده څخه د طالبانو د حکومت د استخباراتو له تحقیقاتو وروسته اوس په کندهار کې په توقیف کې دی.

د هندو پوست د راپور له مخې، ثناالاسلام د تاجکستان له لارې افغانستان ته تللی و، او غوښتل یې په افغانستان کې له داعش ډلې سره یوځای شي.

سرچینې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

په وروستیو کې د سیمې د ګڼو هېوادونو تر څنګ د ملګرو ملتونو امنیت شورا او ځینې نور بنسټونه په پرله پسې توګه ادعا کوي، چې افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونه او روزنځایونه زیات شوي او دا سیمې او نړۍ ته ګواښ جوړوي، خو طالب رژیم دا ډول ادعاوې بې اساسه ګڼلي او ویلي، چې داعش ډ‌لې ته د تبلیغاتو هڅې دي.

1 COMMENT

  1. داعش که په افغانستان کښې زیات شوې هم دی د زیاتیدو علت همدا ملل متحد او امریکا ده د داعش ډله امریکا جوړه کړه او د امریکا په مرسته یې سوریه او عراق کې مسلمانان قتل عام کړل دوم دا ادعا ګانی هسې تبلیغات تدې هغه وخت چی د نړی ۲۵ مملکتونه په افغانستان کښې ول او داعش ته د امریکا په مرسته د ملل متحد په سپینو الوتکو کښی په شمالی ولایتونو کښی وسلی ورسولی ولی داعش خطر نه وه چی اوس خطر ده د ۲۵ ابر قدرتو زور ونشو کولی چې داعش په ګونډو کښې ولی اتل افغانان دا کار کولی شې او کړې ده د ملل متحد دا پوچې ادعاوی د خلکو ذهنیت نشې خرابولی مونږ له ملل متحد څخه غواړو چی اولیت د دفلسطین مظلوم ملت ته ورکړی چی د یهود له خوا قتل عام کښی ولی هلته خوله پټه نیولی ده دا بی ځایه دسیسی نور کار نه ورکوې ملل متحد دخپل اعتبار له لاسه ورکړی او نړی پوه شوې چی د امریکا یوه استخباراتی څانګه ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب