شنبه, مې 4, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد نړۍ تر ټولو سړه برخه کشف شوه

د نړۍ تر ټولو سړه برخه کشف شوه

تاند- امریکايي څېړونکي وايي چې د دوی د تحقیقاتو په نتیجه کې د نړۍ تر ټولو سړه برخه کشف شوه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکايي پوهانو په وینا د نړۍ تر ټولو سوړ ځای په جنوبي قطب کې دی چې د تودوښې درجه یې منفي ۹۳ اعشاریه ۲ دی.

د امریکايي پوهانو د ډلې مشر تاد سکمبس د امریکا د جیوفیزیک په کالنۍ غونډه کې وویل:«د مځکې د کرې تر ټولو سړه برخه، چې د تودوښې درجه یې د فارنهایت په حساب منفي ۱۳۶ او د سانتي ګراد په حساب منفي ۹۳/۲ دی، د جنوبي قطب د ارګوس ګومبتې (Dome Argus) او فوجي ګومبتې (Dome Fuji) ترمنځ یوې کنګلینې غونډۍ ته نژدې ده.

دا دواړه غونډۍ د جنوبي قطب د ختیځ په دښتو کې موقعیت لري.

رویټرز خبري اژانس نن /سې شنبه/ د څېړونکو په وینا وویل چې د دوی له لوري په دې ځای کې د هوا د تودوښې وروستی ثبت شوی ریکارډ منفي ۸۹ اعشاریه ۲ و.

تاد سکمیس وویل:« که څه هم ډاډه یم چې دا د نړۍ تر ټولو سړه سیمه ده خو دا ریکارډ د ریکارډونو په نړیوال کتاب (ګینس) کې نه ثبت کېږي ځکه چې د تودوښې درجې سپوږمکۍ اندازه کړي او په میزان الحراره (ترمامیتر) نه دي ثبت شوې.»

د هواپېژندنې نړیواله اداره د تودوښې هغه اندازه په رسمیت پېژني چې د مځکې د سطحې له څو متره پاس څخه اندازه شوې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب