شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهد ناقانونه مهاجرت له امله تېرکال ۱۲۰۰ افغانان مړه شوي

د ناقانونه مهاجرت له امله تېرکال ۱۲۰۰ افغانان مړه شوي

تاند (جمعه، د حمل ۱۰ مه) د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي، چې یوازې تېر کال د پناه غوښتنې په لټه له خپل هېواده وتلي ۱۲۰۰ تنه افغانان، د ناقانونه مهاجرت پر خطرناکو لارو مړه شوي.

د مهاجرت نړیواله اداره (آی او ایم) په خپل وروستي راپور کې دا هم ویلي چې په وروستیو لسو کلونو کې په نړۍ کې ۶۳ زره کډوال له خپلو هیوادونو څخه خوندي هیوادونو ته د مهاجرت په لړ کې مړه شوي یا بې درکه شوي دي.

د دې ادارې په راپور کې راغلي په ۲۰۲۳ م کال کې یوزرو ۱۸۱ افغانان د مهاجرت په لړ کې مړه شوي چې دا په یوه کال کې تر ټولو لوړ شمېر دی.

د آی او ایم پر اساس، په تيرو لسو کلونو کې هیڅکله په یوه کال کې تر ۷۳۳ زیات کسان د مهاجرت په لاره کې مړه شوي نه و.

په راپور کې په مشخصه توګه نه دي ویل شوي، چې دغه افغان پناه غوښتونکي په کومو هېوادونو او خطرناکو لارو کې مړه شوي؟

له افغانستان څخه ایران او بیا د دغه هېواد له لارې د ترکیې پر بېلابېلو مسیرونو د اروپایي هېوادونو پر لور ناقانونه سفرونه د افغان پناه غوښتونکو تر ټولو مشهوره او خطرناکه لاره ګڼل کیږي.

وخت پر وخت له دې لارې افغان کډوالو سره د انساني قاچاق د شبکو تر څنګ د لارې په اوږدو کې د بېلابېلو هېوادونو د امنیتي ځواکونو ناوړه چلند هم د افغان کډوالو د زیاتو تلفاتو له لاملونو بلل کیږي.

په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ویلي چې د انساني قاچاق د شبکو خلاف اقدامات کوي څو د ناقانونه او خطرناکې کډوالۍ مخه ونیسي.

خلک بیا شکایت لري، چې د طالب رژیم افراطي او ظالمانه چلند او د دوی له واک ته رسېدو سره په افغانستان کې اوج ته رسېدلی بشري او اقتصادي ناورین له هېواده د میلیونونو خلک د وتو سبب شوی.

ویل کیږي، چې له هېواده وتونکي ډېر افغانان، د پرځیدلي جمهوري نظام د بېلابېلو سکتورونو منسوبین او د طالبانو مخالفان دي، چې د طالبانو د غچ اخیستونکو اقداماتو له وېرې هېواد پرېږدي.

طالب چارواکي بیا  ادعا کوي، چې هیڅوک د  دوی د خطر له لاسه هېواد پرېښودو ته نه دی اړ وتی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب