شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهد طالبانو لخوا یو ځل بیا داعش ته په کمپاین د امریکا...

د طالبانو لخوا یو ځل بیا داعش ته په کمپاین د امریکا تورنېدل

تاند (جمعه، د حمل ۱۰ مه) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا پر امریکا متحدو ایالتونو تور پورې کړی، چې ګواکې د داعش ډلې لپاره کمپاین کوي او تر شا یې لاس لري.

نوموړي دا ادعاوې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او یو شمېر سناتورانو د هغو اندېښنو په غبرګون کې کړي، چې په افغانستان او سیمه کې یې د داعش ډلې د حضور د زیاتیدو په تړاو ښودلې دي.

طالب ویاند په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې د موجودیت د ادعاوو له رد سره ویلي، چې دوی په افغانستان کې دا ډله ځپلې او که یو یا دوه سلنه غړي یې پاتې هم وي، ځپل کیږي او پر چا د برید وړتیا نه لري.

په کندهار کې د څه موده مخکې ځانمرګي برید له امله، چې د نوي کابل بانک ودانۍ ته څېرمه وشو او مسوولیت یې داعش ډلې ومانه؛ په افغانستان کې د دې ډلې د فعالیتونو د بیا را ټوکېدو او زیاتیدو اندېښنې زیاتې شوې دي.

په ورته وخت کې، د پاکستان یو شمېر رسنیو د خپلو سرچینو له قوله ادعا کړې چې د داعش ډلې د خراسان څانګې مشر ثناالله غفاري په افغانستان کې مېشت دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بیا دا خبره رد کړې او ویلي، چې ثناالله غفاري په افغانستان کې نشته.

له امریکا پرته، څه موده مخکې د ملګرو ملتونو په یو شمېر راپورونو کې هم په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو د پراختیا اندېښنه ښودل شوې وه، چې د طالبانو رژیم ورته د امریکا د اندېښنو پر وړاندې غبرګون ته، ورته غبرګون ښودلی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب