شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې د پولیو ختمولو لپاره له نړیوالو د واکمن رژیم...

په افغانستان کې د پولیو ختمولو لپاره له نړیوالو د واکمن رژیم د مرستې غوښتنه

تاند (جمعه، د حمل ۱۰ مه) د طالبانو د واکمن رژیم د رییس الوزرا اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي د روغتیا نړیوال سازمان څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ د ختمولو لپاره دوی سره مرسته وکړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ارګ له ایکس یا ټویټر پاڼې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې ملا حنفي دا غوښتنه د یوه ویډیو کنفرانس له لارې له نړیوال روغتیایي سازمان څخه کړې ده.

سره له دې چې، د روان زیږیز کال له پیله تراوسه په هېواد کې د ګوزڼ هېڅ پېښه نه ده ثبت شوې؛ خو په ۲۰۲۲ کال کې په هېواد کې د ګوزڼ دوه مثبتې پېښې او په ۲۰۲۳ کال کې بیا په هېواد کې د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر شپږو ته رسېدلی وو.

د طالبانو له بیا واکمنیدو مخکې، د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ پر ضد د واکسیناسیون پر کمپاین او کارکوونکو ګڼ بریدونه او مزاحمتونه رامنځته شوي، چې تر ډېره پړه یې د طالبانو پر غاړه اچول شوې وه.
د طالبانو د بیا واکمنۍ په لومړنیو میاشتو کې هم د افغانستان په شمال کې د ګوزڼ پر ضد د واکسین یو شمېر ښځینه کارکوونکې په ځینو بریدونو کې ووژل شوې، چې مسوولیت یې چا پر غاړه وانخېست.
څارونکي اوس د ګوزڼ یا پولیو پر ضد د طالبانو اوسنۍ هڅې ستایي او د ښو پایلو هیله ترې لري.

1 COMMENT

  1. تر پرون پوری یی سره د پولیو واکسیناتوران وژل اوس له دنیا والو څخه د پولیو د محوې کولو لپاره کمک غواړی ـ څومره جاهله طبقه یاستی ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب