شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهله پاکستان سره د افغانستان پر سوداګري موافقې شکونه او خوشبینۍ

له پاکستان سره د افغانستان پر سوداګري موافقې شکونه او خوشبینۍ

تاند (جمعه، د حمل ۱۰ مه) د طالبانو حکومت پرون (پنجشنبه) اعلان وکړ چې له پاکستان سره یې د ترانزیت او تجارت په برخو کې مهمې موافقې لاسلیک کړي دي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د قایم مقام خرم اغا په مشرۍ  پلاوی د دوشنبې په ورځ کابل ته راغی او د دوه ورځیني سفر په ترڅ کې یې له بیلابیلو طالب چارواکو سره د دوو هیوادونو د سوداګري اړیکو په لار کې د خنډونو د هواري پر لارو چارو خبرې وکړې.

د طالبانو ویندوی پر خپله ایکسپاڼه د دوو خواوو د موافقې جزییات خپاره کړي دي. د دغو جزییاتو پر اساس دواړو خواوو د ترانزیت په برخه کې د خنډونو د لېرې کولو ترڅنګ په خپل منځ کې د بانکي اړیکو پر پراختیا او پاکستان ته د افغانستان د سکرو د صادراتو پر زیاتېدا سلا کړې ده.

دواړو خواوو د بارتري سوداګرۍ پر پای ته رسیدو موافقه کړې او له سیاست څخه د تجارت پر جلاوالي د ټینګار په ترڅ کې یې د اپټا تړون پر نهايي ګېدو ټینګار کړی دی.

اپټا یعني د افغانستان، پاکستان د سوداګرۍ او ترانزیت تړون، هغه موافقه ده چې په ۲۰۱۰ کال د دوو هیوادونو د پخوانۍ سوداګري او ترانزیتي موافقې پر ځای لاسلیک شوه خو هیڅکله پاکستان عملي کړې نه ده.

دا موافقه د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د قایم مقام خرم اغا او د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي ترمنځ د دوه ورځنیو خبرو په پای کې لاسلیک شوې ده.

پاکستان تر دې دمه د دې موافقې په اړه څه نه دي ویلي.

د افغان سوداګرو په وینا، پاکستان له سوداګرۍ څخه د سیاسي فشارونو لپاره کار اخیستی او هر کله چې یې زړه غوښتي، ترانزیتي لارې یې بندې کړي او افغان سوداګرو ته یې زیانونه اړولي دي.

پاکستاني پلاوی وروسته له دې کابل ته راغی چې ډېری افغان سوداګرو د پاکستان له لارې وارداتو او صادراتو ته مخه ښه ووایه او د پاکستان پر ځای یې د ایران لارو ته مخه کړه.

یوه سوداګر، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، تېره شپه تاند ته وویل، پاکستان نه غواړي چې افغان سوداګر یومخ د دغه هیواد له ترانزیتي لارو لاس واخلي. پاکستان په دې کې نه یوازې اقتصادي ګټه ویني بلکې غواړي چې وخت په وخت په دې وسیله پر افغانانو د فشار د وسیلې په توګه کار واخلي.

ده په عین حال کې د دوو هیوادونو ترمنځ د وروستۍ موافقې په اړه محتاطه خوشبیني ښکاره کړه خو د شکونو په ترڅ کې یې هیله څرګنده کړه چې پاکستان به پر هغه څه چې له طالب چارواکو سره په خبرو کې منلي، عمل وکړي.

2 COMMENTS

  1. له دې موافقو سره سره بیا هم د پاکستان له لوري سرغړونې موجودې وي. هیڅکله به پاکستان سوداګري له سیاست څخه جلا نکړې ښه خبره داده چې په بدیلو لارو فکر وشي. ازموده را ازمودن خطا است. که د پاکستان له لوري د سړغړونو شمیر وکړو ښايي حساب به یې تر زرګونو ځله هم واوړي.

  2. پر پاکستان باور داسې دی لکه يو څوک چې پر ابليس (شيطآن) باور کوي. ابليس (شيطان) خو د اعتبار وړ نه دی او ژمنې يې هم رښتينې نه دي، نو دا به د ځان تېر ايستنه وي. موږ ټول عمر ځانونه غولولي دي او بيا به يې هم وغولوو. پاکستان زموږ پر نبض پوهيږي چې افغانستان ساده خلک دي او زموږ تېر ايستنه هغوی ته يو ګپ دی بل څه نه.
    سبا ته به يې بيا يو مولوي را روان کړی وي او خبره په ملايانو خلاصه کړي او ډېره ساده به خلاصه شي چې ((موږ وتاسې مسلمانان يو او اسلامي وروڼه يو.)) مفتي تقي عثماني او ځينې نور يې راوستل او ټي ټي پي پرې راوغوښت او په کابل کې يې له استخباراتو او پوځيانو سره کېنولو. تاسې څه فکر کوئ چې ګوندې هغوی استخباراتو او پوځيانو ته معلومه نه وو؟
    له پنځوس کلونو راهيسې چې حکمتيار، رباني، مسعود او مجاهدين او اوس په دې وروستيو شلو کلونو کې جې طالبان يې وجنګول، خو پاکستان يوه ورځ هم قانع نه شو، خو چې ټرمپ ورته وويل :
    پاکستان پر موږ له دروغو بل څه نه دي خرڅ کړي او د پنځوس ميليارده ډالرو دروغ يې راباندې پلورلي دي، نو يوه ورځ – دوه درې ورځې سره قانع شول او طالبان يې پر عمرانخان راپيدا او خبرو ته يې ورسره کېنول او هغه وويل چې ((موږ طالبان د يوې نامعلومې لپاره واخېستل))، نو دا معلومه نه ده چې دا به د څو کلونو لپاره وي؟
    د دوحې له تړون يوه ورځ پوځ او استخباراتو عمرانخان له ځانه سره يووړ او هلته له امريکايي او عربي استخباراتو سره چې د تړلو دروازو تر شا څه پرېکړې کړي دي، نو هغه خو لا تر اوسه روښانه نه دي او پر سبا يې د دوحې تړون وکړو چې نن پرې طالبان او امريکا يو بل په نه عملي کولو تورنوي او د ژمنو خبرې کوي، نو نه پوهيږو چې د دوی ترمينځ نورې څه ژمنې شوي دي؟

    https://mundigak.com/2019/10/28/%D8%AF-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D8%A7%D9%88-%D8%A7%D9%85%D8%B1%D9%8A%DA%A9%D8%A7-%D8%AF-%D8%A7%DA%93%D9%8A%DA%A9%D9%88-%D9%84%D9%86%DA%89%D9%87-%D8%AA%D8%A7%D8%B1%D9%8A/

    دا لينک خلاص کړۍ او ويې لولئ چې سرونه مو پرې خلاص شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب