شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+حنیفي ولي ، څنګه او چا مړ کړ؟ | غ - حسن

حنیفي ولي ، څنګه او چا مړ کړ؟ | غ – حسن

پېژندنه:

علي احمدحنیفي د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ د سنځري د کلي اوسېدونکی و، د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پښتو څانګي څخه فارغ سوی و، مهمه ده، چي د هغه او د هغه د فعالیتونو اړوند څو ټکي دلته بیان کړو:

یو- په ژړۍ ولسوالۍ کي یې ځوانانو ته کتابتون فعاله کړ، او لوستي او نالوستي یې پر کتاب او کتابتون مین کړل، کتاب یې هغه ولسوالۍ ته یووړ، چیري چي تشدد او جهالت ته کار کېدئ.

دوه – په فرهنګي برخه کي یې ژړۍ ادبي بهیر پیل کړ، هره اوونۍ ادبي و فرهنګي غونډي او مشاعرې ترسره کېدې، ژړۍ‌وال یې پر ادب، فرهنګ، هنر او سولي مین کړي ول.

درې ـ د معارف یو له هغو کارمندانو څخه و، چي شپه و ورځ یې خپل ماموریت ته بې له دوربې، سړې و تودې ناغه نه ده ورکړې، خو ( یو  چا) ورڅخه دا کوشنی ماموریت هم واخیستئ لېسانس شخص یې بې کارۍ او مزدورۍ ته مجبوره کړ، او پر ځای یې ممکن د خروټ اباد او کچلاغ… مقرر کړي وي.

څلور- ارواښاد حنیفي نه یوازي خپل ماموریت ته په صداقت ولاړ و بلکي د کورنۍ د ساتني لپاره یې پسله وخته ټکسي چلول او د ښار او ولسوالیو اوسېدونکو ته یې دا خدمت هم په اخلاص کاوه.

پنځه- حنیفي په دې راز ښه پوهېدئ، چي نارینه او ښځینه باید تعلیم وکړي او په همدې خاطر یې خپله میرمن تعلیم یافته او تحصیل یافته انتخاب کړل او د ژړۍ‌والو د ناروغانو په خدمت کي یې د هغې پښتنې میرمني خدمت او زیار د هېرولو نه دی، دا د ارواښاد حنیفي د فکر او بشردوستۍ راز و موخه وه.

شپږ- د حوصیلې، خنداني څېرې، اوږدې مبارزې عجب سمبول و، د وخت جابرو، فاسدو او زورواکو یې ورور بې ګناه په تور زندان کي دننه کړی و، او یو فاسد او بې سواده قاضي مسلیم یې په حق کي داسي فیصله و حکم صادر کړی و، چي یو بې سواده به هم داسي فیصله و محکمه ونه کړي؛ خو یارانه حنیفي داسي مبارزه کول، چي هغوی به یې ورور زندان ته معرفي کاوه او حنیفي به خپلي ټولني ته کتاب، ادب، فرهنګ، هنر او سوله معرفي کول؛ نو چي ولس وايي په جمهوریت کي فساد اوج ته رسیدلی و، دا ځکه حقیقت وه، چي محاکمه، قاضي، څارنوال او … حتي د حوزې امر به هم داسي خپل سري فیصلې و محکمې کولې، چي تاریخ به یې هیري نه کړي، مطلب هغه هم د چا هېري نه دي او تاریخ به هغه هم یاداښت کړي، د هر چا هره کیسه… په خاص ډول د هستي محمد د حنیفي د ورور او دداسي زرو و سلو ځوانانو کیسې و فیصلې، نه د جاجو، نه د عصمت، نه د پاجا نه د ریګوال، نه د نورو رازونه هېرولو دي!

اووه –  ارواښاد حنیفي د یارۍ، فداکارۍ، رضاکارۍ، او وطندوستۍ عجب مثال و، پر تور، سور او رزغون بیرغ مین، پر وطني سندرو مین، پر ارزښتونو مین، پر سرسبزۍ مین او د وطن پر هر افغان انسان مین او ځان به یې ترې قربانوئ.

داسي ډېر ټکي نور هم سته خو موضوع راڅخه اوږده نسي، په ټوله کي ویلای سو، چي ارواښاد حنیفي د جهل د ورکولو، کتاب خپرولو، مینه خپرولو، ادب، هنر او فرهنګ و کلتور ته وده ورکولو او بالاخصوص وطن ودانولو مین انسان و.

څنګه پېښه وه، چي حنیفي وسوزل سو ؟

څه وخت مخکي د بې احساسه تجارانو چي بې کیفیته ګازي ګېزران یې وارد کړي ول، نو هر انسان خپلي کورنۍ ته د یوه سهولت برابرولو هڅه کوي او دا د انسان فطرتي غوښتنه هم ده، خو که په بازار کي بې کیفیته شی نه يي خلک مجبور نه دي، چي هغه واخلي، دا چي پېښه د ګازي ګیزرانو ول، او خامخا به بې احتیاطي هم صورت نیولی و، اما په لوی سر  کي باید ووایو، چي بې کیفیته هر هغه شی واردول او پر خلکو پلورل دا ظلم دی، د وژلو د لاملونو څخه یې حسابولای سو، کنې نو چیري دي هغه د معیار او سټندرډ ادارې چي هر هغه شی په پتو سترګو امضاء کوي یا خپل جیب په پیسو ګرموي او د وطن و ټولني او ولس په کیسه کي څوک نه وي، که رښتیا داسي هره قضیه وڅېړل سي او رښتني قضاوت او عدالت موجود وي، نظام او اصول وي، هر څه ته قانون او تطبیق وي، نه به برمه څوک وژني، نه تر وخت تېر درمل، نه ټرافیکي وسایلو او نه هم بې کیفیته اسباب و وسایل و ګېزر…

د حنیفي تداوي چا او چیري سمه ونه کړه؟

 میرویس حوزوی روغتون ته حنیفي صاحب په داسي حال کي وړل کېږي، چي د شپې دولس بجې شاوخوا دي، په عاجل / ایمرجنسي د سوزولو په وارډ کي بستر کېږي او تداوي یې شروع کېږي، چي دا تر تولو مهمه خبره ده او موږ د لومړنیو هڅو مننه کوو، چي حنیفي هغه ګړی ژغورل کېږي او تداويي پېلېږي، موږ پوښتني ته ورځو او د حال پوښتنه یې کوو، حالت یې نورمال خواته درومي او موږ هم خوشاله کېږو، کېس/ قضیې پوښتنه چي کوو، وايي هر څه سم خواته روان او ښه دي. څو ورځي پس قضیه بلي خواته ځي، وروڼه يي وايي چي د حنیفي وضعیت ورځ تر بلي خرابي خواته تلئ او موږ به ډاکټرانو ته وویل هغه ویل دا زموږ د وس خبره ده تر دې نور امکانات نه لرو که یې بیایاست مهرباني، یا د وروڼو سرزوري او یا هم د نورو سرټمبګي خو حنیفي باسي او د کابل پر لور یې بیايي کابل ته رسېږي او هلته یې نور وضعیت هم خرابېږي او نور ژوند له لاسه ورکوي. اناالله وانالیه راجعون

د جنازې پر وخت یې د کورنیو له کسانو څخه پوښتنه کوم، چي حنیفي خو تکړه و او ښې خواته روان و نو څه پېښ سول، د هغو په وینا:( حنیفي د پښتورګو/ګردو مشکل هم درلود، او ډاکټران نه وه، په خبر، زورورو پېچکاریو یې حالت نور هم خراب کړ).

اوس د قضیې څو پوښتني:

زه په طبي برخه کي ډېر مالومات نه لرم او ډېر نه پوهېږم خو فقط غواړم څو پوښتني وکړم:

۱ـ ایا د مریض یا سوزل سوي ناروغ د دننه حالت یا تېرو ناروغیو هیسټوري/ تاریخ څوک باید ولري، ډاکټر که ناروغ ، که ناروغ په بد وضعیت کي وي ټول حالات سم نسي بیانولای او یوازي د اوسنیو دردونو په ارامولو او اوده کولو په درملو او دوا کولو پسي ګرځي نو؛ څوک، څنګه او کوم کوم معاینات وکړي؟

۲ـ ستاسي په نظر چي مریض په بد وضعیت کي وي، ایا دا لازمه ده، چي د شفاخانې د ډاکټرانو لخوا ورته وویل چي یا کابل ته او یا بل هېواد ته باید مریض یوړل سي؟! دا کوم شرایط دي او  کوم وضعیت دی، چي دلته یې پرله پسې تداوي کېږي خو اخر کي قضیه داسي راوځي، فرض یې کړئ په دې برخه کي یې وروڼو یا دوستانو زور کړی دی ایا د یوې دولتي شفاخانې اصول دا دي، چي مریض دي په داسي حالاتو کي په لاس ورکړي؟

۳ـ ایا ۹ ساعتېزه لار باندي د یوه داسي په بد وضعیت کي د راګېر مریض استول، چي نه امبولانس وي او نه ورسره نرس او یا هم د لومړنیو تداويو صندوق او دوا و درمل نه وي، تاسي به داسي یوه مشوره چاته ورکړئ؟ ولي په کومو دلایلو؟

۴ـ که د هېوادونو سره اړیکي خرابي وي او ستا په ښار کي یو  داسي خصوصي روغتون وي، چي له ګرانۍ او قیمتۍ څخه یې بیې د اسمان سره خبري کوي، په داسي شرایطو کي به د حنیفي د وروڼو او دوستانو فیصله سمه نه وي، چي خپل مریض تر دې ګرانۍ تېر کړي او کابل ته یې ورسوي؟ ځکه دلته د مریض له پيسو شکولو چي بل څه نه وي، او تاته داسي په بد وضعیت کي ناروغ پروت وي؛ نو څنګه فیصله کوې دولت درته جواب درکوي او رعایت درته قیمتونه اسمان ته خېژوي او ته یوازي یوه لار لري یا کابل یا همسایه هېوادونه، کوم انتخاب کوئ، د همسایګانو  سره اړیکي سمي نه دي او د کابل لاره لا تر اوسه په سلو شرکتونو نه جوړېږي،  له ۷ څخه ۹ ساعتونو ته رسېدلې لاره چي جوړ انسان ناروغه کوي؟

۵ـ که موږ مسلمانان یو، او روژه و ذکات هم کوو، ایا په روژه کي موږ د خصوصي شفاخانو قیمتونه ۵۰٪ راکم کړو، تاسي څه فکر کوئ، چي یوه عنه کدر خو به مو دې ولس ته خیر رسولی وي که نه؟، موږ و تاسي یې پنجابیان او یا هم پاکستانیان بولو، خو هغو دوندي لويي شفاخانې جوړ کړي دي، چي خپل څه د همسایه ولس ته لا مفت تشخیص او درمل ورکوي، د ډېرو غټو ناروغیو لپاره هلته تشخص کېږي، انسانیت او انساني اخلاق دا وي، نه لکه زما د ښار فیوډالان او انحصاران، چي یوازي د انسانانو د وینو د زبېښلو لپاره یې دامونه ایښي وي. نه لرم یوه خپلواکه رسنۍ او د بیان ازادۍ کنې نو هره قضیه باید وڅېړل سي او ټول ولس ورباندي خبر کړل سي.

په ټوله کي د حنیفي او دې ته ورته داسي نوري مړیني نه پېښېدلې که مو سم تجهیزات، دقیق تشخیص، د ډاکټرانو تعقیب، تاکېد، نظارت او دقت سوی وای، دا مړینه نه پېښېدل، ښه مثال یې څه وخت مخکي د استاد صمد محمدي د پروسټاټ عملیات او د هغه بېچاره ژوند همداسي ولاړئ. خو یوازي یې لکه د حنیفي د دوستانو په څېر خاروي پر واړولې او ختمونه او دعاګاني سولې او ټولو وویل دا یې تقدیر و، خو هیچا پوښتنه و اښتنه ونه کړل، چي څنګه؟ ولي؟ او دا چا وکړل؟

داسي مړیني نه پېښېدلې، که مو تجارانو بې کیفیته اسباب و ابزار و درمل و ملحم راوړي نه وايي.

داسي مړیني نه پېښېدلې، که مو د هېواد سړکان جوړ او مریضان مو د هېواد هري څنډي ته رسول کېدلای،

داسي مړیني نه پېښېدلي، که مو تجارانو یوازي په روژه کي خپلي غریبي ټولني ته کتلي وای

داسي مړیني نه پېښېدلی، که مو خپل کادرونه دې ته مجبوره کړي نه وای چي وطن پرېږدي،

داسی مړیني نه پیښېدلي، که مو په کور، کلي او وطن کي جهالت ورک کړی وای. نو ویلای سو، چي حنیفي مړ سوی نه بلکي د پورته نقاطو په ویلو سره هغه دې وضعیتونو ووژئ!

څو وړاندیزونه:

یو- د هېواد د هري برخي شفاخانې دي، به تجهیزاتو سمبال سي، ځکه څوک چي مالیه اخلي خدمات باید وړاندي کړل سي.

دوه- هر زهر و زقوم چې دې وطن ته را واردېږي باید نورمونه او سټنتډر معیارونو څخه تېر کړل سي،

درې- خپل د هري برخي بالاخصوص د طبي برخي کادرونه دي دې ته مجبوره نه کړل سي، چي د مغزونو فرار وکړي یا وظیفې پرېږدي،

څلور- تجاران دي، سرمایه ګذارۍ وکړي خو د ګټي اخیستلو لپاره دي د غریبو انسانانو وینه نه زبیښي، د هغو نظارت، کنټرول او معیاري کول د یو چا مسؤلیت او مکلفیت دی.

پنځه – طبي مافیاوي باید ختم کړل سي، هره دوا، هر فارغ ډاکټر او هره شفاخانه چاته ژوند نه بخښي بلکي ژوند ورڅخه اخلي، کنې نو تاسي یې د ثبت و راجستر او د ډاکټرانو اسناد چیک او وګورئ!

د یو پرمختللي او انساني افغانستان په هیله

3 COMMENTS

  1. د حنیفي صاحب مړینه لویه ضایعه وه. ډیر د کار او د فرهنګ د خدمت ځوان وه. جنت فردوس يې ځای شه. ستا يې هم کور ودان ډیره ښه لیکنه

  2. د هر ځوان ( خصوصاً خدمتګار ځوان) مړینه لویه او نه جبران کیدونکی ضیاع ده. خدای دی دا ځوان وبخښی البته که په پورته لیکنه کی دقېیق معلومات لیکل سوی وای ( مثلاً د پیښی نیټه او د سوځیدو محل او لامل او نور) نو ښه به وای.

  3. که ایمانداره حکامو د ملت کار اهل ته یی سپارلی وی او په عدالت سره د خلکو ترمینځ په عدالت سره حکم شوی وی؛ نو نن به د کارونو او ژوند ګراف نزولی نه وای ،په اسلام کی امراء حتی د حیوان او نبات په وړاندی هم ځان مسﺉول ګڼی ،خو هغه امراء چي اهل او متقیان وی ، اوسنی لاقانونیت د ملت ژوند په شرمښانو داړی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب