شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهله آی ایس آی څخه د پاکستان د لوړې محکمې د قاضیانو...

له آی ایس آی څخه د پاکستان د لوړې محکمې د قاضیانو شکایت

تاند (پنجشنبه، د حوت ۹ مه) د پاکستان د لوړې محکمې اکثره قاضیان وايي چې د دغه هیواد استخباراتي اداره هم دوی او هم د دوی خپلوان په برمته کولو او شکنجه کولو ګواښي.

قاضیانو په ګډه ویلي چې آی ایس آی د قضیو په نتیجو کې د نفوذ لپاره دوی حتي د خوب په خونو کې د پټو کمرو له لارې څاري.

په اسلام اباد کې د پاکستان د لوړې محکمې له اتو غړیو څخه شپږو یې روانه اوونۍ د سترې محکمې د ريیس په شمول اکثرو قاضیانو ته په یوه استولي لیک کې د آی ایس آی له ګواښونو شکایت وکړ او د دې ستونزې د حل کولو لپاره یې د هغوی د مداخلې غوښتنه وکړه.

د دې لیک له ترلاسه کولو وروسته د پاکستان د لوړې محکمې ريیس قاضي فیض عیسي پرون (چهارشنبه) قاضیان یوې بیړنۍ غونډې ته وروبلل او په دې موضوع یې ورسره خبرې وکړې.

د قاضیانو په لیک کې، چې د مارچ په ۱۴ مه یې استولی و، د پاکستان استخباراتي اداره تورنه شوې چې د محکمې په چارو کې لاسوهنه کوي یا غواړي د محاکمو پرېکړې د دوی په خوښه وي.

د پاکستان استخباراتي اداره، چې له پوځ سره تړاو لري، د یوه جنرال له لوري اداره کېږي. دا اداره نه یوازې د افغانستان په شمول په نورو هیوادونوکې په لاسوهونو تورنه ده بلکې په پاکستان کې د منتخبو حکومتونو د پرزولو په خاطر هم بدنامه ده.

د پاکستان د لوړې محکمې د شپږو قاضیانو په لیک کې د آی ایس آی چارواکي تورن شوي چې هڅه کوي قاضیان وبیروي او د پخواني صدراعظم عمران خان د قضیو په شمول په دوسیو کې مداخله وکړي.

په لیک کې راغلي، د آی ایس آی مامورینو د ۲۰۲۳ په مارچ کې د عمران خان پر ضد د حکومت له لوري په جوړه شوې دوسیه کې پر قاضیانو دومره فشار راوست چې هغوی د خپلو کورونو د امنیت غوښتنه وکړه او حتي د یوه قاضي د زیاتې اندېښنې له کبله د وینې فشار تر دې حده لوړ شو چې په روغتون کې بستر شو.

د لوړې محکمې یوه بل قاضي ویلي چې اخښی یې د آی ایس ای د کارکوونکو له لوري برمته شوی او هغه ته یې برقي شاکونه ورکړي او د شکنجه کولو په ترڅ کې یې د هغه ویدیو هم اخیستې ده.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د قاضیانو د شکایت په غبرګون کې وویل، که د سترې محکمې قاضیان له داسي ښکاره مداخلو سره مخامخ وي، نو څرګنده ده چې ابتدايي محکمې تر دې ډېرې کمزورې دي چې د شکایت لپاره خوله پرانیزي.

3 COMMENTS

  1. په درناوی سره باید ووایم چي دا شکایت د ستري محکمې قاضیانو نه بلکه د اسلام آباد د لوړي محکمې د قاضیانو له لوري سوی دئ.
    های کورټ بغني لوړه محکمه High Court
    سُپریم کورټ بغني ستره محکمه Supreme Court

    هیله ده چي تزجمه ئې اصلاح کړئ.

      • ډېره مننه! بخښنه غواړم چي لږ نور وضاحت مي نه دئ ورکړی چي له سببه ئې ستاسو په متن کي لږ ستونزي پیدا سوي دي. د اسلام آباد د لوړي محکمې قاضیانو د پاکستان و ستري محکمې ته د آی ایس آی په اړه شکایت کړی دئ، دا شکایت د پاکستان د ستری محکمې ( د لوړي محکمې نه) و قاضی القضات (رئیس) قاضي فائز (فیض نه) عیسی ته سوی دئ. مننه له جوابه مو!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب