شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهسیلونو او شدیدو بادونو په څو ولایتونو کې تاوانونه اړولي

سیلونو او شدیدو بادونو په څو ولایتونو کې تاوانونه اړولي

تاند(پنجشنبه، د حمل ۹ مه) سیلونو او شدیدو ورښتونو په څو ولایتونو کې تاوانونه اړولي دي.

د سرپُل ولایت له پېښو سره د مبارزې ریاست نن وویل چې سیلونو د دغه ولایت په مرکز، کوهستاتو او صیاد ولسوالیو کې کرنیزې مځکې ویجاړې کړي او مواصلاتي لارې یې خرابې کړي دي.

د سیمې د اوسیدونکو په وینا له دوو ورځو راهیسې د کوهستاناتو د برېښنا رسونې سیستم هم د سېلونو له امله ویجاړ شوی چې دوی په دې برخه کې  له سیمه ییز حکومت او مرستندویو موسسو څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

په هلمند ولایت کې بیا توپان خلکو ته درانه تاوانونه اړولي دي.

د هلمند د اطلاعاتو اوکلتور ریاست مسوولانو باختر خبري اژانس ته ویلي چې توپانونو په مارجې ولسوالي کې ۲۵ کورنیو ته د یو میلیون او ۴۷۰ زره افغانیو تاوان اړولی دی.

ولسي وګړو له موسسو او دولتي چارواکو څخه د مرستې غوښتنه وکړه او ویې ویل، که له دوی سره مرسته ونه شي حاصلات به یې له منځه لاړ شي

د یوبل خبر له مخېپه ډایکنډي کې هم سېلابونو خلکو ته د سرومال زیانونه اړولي دي.

پرون د هوا پېژندنې ادارې په ۲۸ ولایتونوکې د ورښتونو او سیلونو وړاندوینه کړې وه.

دې ادارې اټکل کړی چې د شدیدو ورښتونو په نتیجه کې په ځینو ځایونو کې سیلونه هم ممکن وبهیږي. بدخشان، تخار، کندز، بلخ، فاریاب، بادغیس، هرات، غور، سرپل، سمنکان، بغلان، پنجشیر، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، میدان وردک، بامیان، دایکندي، ارزګان، زابل، غزني، پکتیا، خوست، پکتیکا، لوګر او کابل هغه ولایتونه دي چې د ورښتونو اټکل پکې شوی وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب