شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهپنجشنبه، د افغانستان او نړۍ لنډ خبرونه

پنجشنبه، د افغانستان او نړۍ لنډ خبرونه

(د دې برخې خبرونه د ورځې تر پایه تازه کیږي)

یوې زلزلې، چې شدت یې د ریښتر په کچه ۵ اعشاریه ۴ درجې وه، د افغانستان او تاجکستان سرحدي سیمه ولړزوله.
د جرمني د زلزله پېژندنې ادارې پر اساس، دا زلزله د افغانستان په وخت ماسپښین وشوه.
د دې زلزلې مرکز تر مځکې ۱۰۴ کیلومتره او ۹۰۰ متره لاندې و.
په وروستیو ورځو کې دا په بدخشان ولایت کې څویمه زلزله ده. د تېرو ورځو د زلزلو شدت د دې یوې پرتله کم و.

——————-

د افغانستان کرکټ بورډ نن د قوش تېپې د شل اوره جام سیالیو د پیلېدو نېټه اعلان کړه.
د کرکټ بورډ د چارواکو په وینا، دا سیالۍ به د روان حمل په ۲۸ مه نېټه په کندهار کې پیل شي.
په دې سیالیو کې به د مس عینک، بندامیر، سپینغر، امو او بُست لوبډلې ګډون ولري.
د قوش تېپې جام سیالیو په لړ کې به یادې لوبډلې ټولټال یوویشت سیالۍ وکړي.
د دې جام پایلوبه به د ثور په اتمه وي. 
—————-

د افغانستان د ریللارو د ادارې له خبرپاڼې سره سم، د روسیې د ریللارو د ادارې مرستیال ایالیا کازکوف له بخت الرحمان شرافت سره پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې.

د خبرپاڼې پر اساس، د روسیې د ریللارې ادارې مرستیال به د هرات – خاف (خواف) د ریللارې د دوهم فاز د څلورمې برخې د قرارداد د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړي.

د دې پروژې د بشپړېدو په صورت کې به هرات ښار د ایران له مشهد سره د ریل له لارې وصل شي. دا پروژه د حیرتان – مزارشریف د ریللارې له پروژې وروسته په افغانستان کې د ریل دوهمه ستره پروژه ده.

روسیې په وروستیو کې په ترانس افغان پروژه کې لېوالتیا ښکاره کړې وه. ترانس افغان د ریللارې هغه پروژه ده چې د ازبکستان ریللار د افغانستان له طریقه له پاکستان سره وصلوي.

——————-

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، په تیرو شپږو میاشتو کې په اکثرو ولایتونو کې حتي یوه امنیتي پېښه هم نه ده شوې چې دا په تېرو څو لسیزو کې سابقه نه لري.

د طالبانو ویندوي ذبیح الله مجاهد د کورنیو چارو وزارت پر اساس ویلي د ۱۴۰۲ لمریز کال په وروستیو شپږ میاشتو کې د هیڅ امنیتي پېښې د نه کېدو خبره په داسي حال کې کړې چې د دوی یوې وسلې والې مخالفې ډلې نن ادعا وکړه چې پرون یې په کابل او بغلان کې د یوه قوماندان په شمول د طالبانو پنځه غړي وژلي دي.

د ملي مقاومت او د افغانستان د ازادۍ جبهه طالبانو ته د مرګ ژوبلو د اړولو ډېرې ادعاوې کوي خو تراوسه پورې هیڅ خپلواکې سرچینې د دوی ادعاوې تایید کړي نه دي.

تېره اوونۍ دې ډلې وویل چې د کابل د سرینا هوټل ترڅنګ یې د طالبانو پر پوستې برید وکړ خو په داسي مرکزي سیمه کې هم هیڅ سرچینه ونه موندل شوه چې د دوی ادعا تایید کړي.

——————-

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت عبدالمتین قانع وايي، په لنډ وخت کې به په کابل کې د پاسپورت د توزیع لپاره درې نور دفترونه پرانیستل شي.

ملي راډیو تلویزیون نن د ښاغلي قانع په قول وویل چې د ورځې ۱۰ زره پاسپورټونه صادریږي حال دا چې مخکې ۶ زره وېشل کېدل.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویندوی دا هم وویل چې د پاسپورټ دفتر تراوسه پورې ۸۳۷ زره پاسپورټونه توزیع کړي چې دا د ده په وینا یوه بریا ده.

دا په داسي حال کې ده چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې چې طالبان واک ته رسیدلي، په ځلونو د پاسپورت دفتر بند شوی او د پاسپورت د توزیع بهیر ځنډول شوی دی.

خو د ښاغلي قانع له حرګندونو داسي ښکاري چې پاسپورت ته اړتیا لا هم ډېره ده.

—————–

وسله والو کسانو په پروان ولایت کې دوه تنه ووژل.

په پروان ولایت کې طالب چارواکي وايي چې تېره شپه د بګرام ولسوالي په باجوړیو کلي کې څو وسله والو کسانو د یوه کورنۍ دوه غړي وویشتل او ووژل.

په پروان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي چې په وژل شویو کې یو ۴۸ کلن او بل ۶ کلن ماشوم دی.

حمله کوونکي د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي او تراوسه د پېښې انګېزه څرګنده نه ده.

—————-

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي، ټي ټي پي له تېرو شلو کلونو راهیسي په پاکستان کې جګړه کوي او د طالبانو له حکومت سره د دې ډلې تړل بې انصافي ده.

مجاهد په یوه پیغام کې، چې ملي تلویزیون خپور کړ، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د څرګندونو په غبرګون کې وویل:«ټي ټي پي له شلو کلونو راهیسي په پاکستان کې په جګړه بوخته ده.»

د ښاغلي مجاهد اشاره دې ته وه چې د طالبانو تر بیا واک ته رسیدو مخکې هم ټي ټي پي د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ضد جګړه کوله نو هغه مهال یې چا پناه ورکړې وه.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په پاکستان کې د ۵ چینايي انجینیرانو له وژل کېدو وروسته ادعا وکړه چې افغانستان د تروریزم سرچینه ده او د پاکستان له تکرار غوښتنو سره سره افغان طالبان په خپله خاوره کې د ټي ټي پي پر ضد اقدام نه کوي.

خو ذبیح الله مجاهد یې په ځواب کې ویلي«د دې ډول ادعاوو معنا له خپل مسووليت څخه تېښته ده، او هلته (پاکستان) ناامني د دوی کورنۍ موضوع ده، ټي ټي پي دا شل کاله هلته جګړه کوي»

——————-

په نیمروز کې طالب چارواکي او مسافر وايي چې ایران له افغانستان سره د نیمروز ولایت په پوله کې خپله لار بنده کړې ده.

په نیمروز کې یوه طالب چارواکي محمدهاشم حنظله ځايي رسنیو ته ویلي چې ایراني چارواکو د ورېښم پُل، چې زرنج د ایران له خاورې سره وصلوي، په نامعلوم علت تړلی دی.

ایراني چارواکو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې څو ځلې دا لار د دوو خواوو د پوله ساتو ترمنځ د نښتو له کبله تړل شوې ده خو ښاغلی حنظله وايي چې په پوله کې کومه لانجه نه ده شوې.

——————

په داسي حال کې چې پاکستان له ایران څخه د ګازو د واردولو لپاره د ایران د پایپ لاین د جوړولو لپاره هڅې زیاتې کړي، د طالبانو د حکومت د کانونو او پیترولیم سرپرست وزیر شهاب الدن دلاور د ټاپي پروژې له مشر سره د دې پروژې د عملي چارو د پیلېدو پر لارو چارو خبرې وکړې.

د کانونو او پیترولیم وزارت له خبرپاڼې سره سم، دلاور د ټاپي له مشر مراد امانوف سره په کابل کې د کتنې په مهال هیله څرګنده کړه چې د ټاپي پروژې عملي چارې ژر پیل شی.

د ټاپي پروژې مشر په دې پروژه کې پر شویو پرمختګونو خوښي ښکاره کړه او ویې ویل چې د عملي چارو د پیلېدو په اړه یې خبرې کړي دي.

دا په داسي حال کې ده چې پاکستان هڅې پیل کړي چې د ایران د ګازو پایپ لاین یې خاورې ته وغځېږي خو د دې پروژې په لار کې امریکا خنډ دی. امریکا پر ایران بندیزونه لګولي چې له کبله یې د ایران – پاکستان پروژې ته مالي ادارې کریډیت نه ورکوي. ډیری کتونکي د ایران – پاکستان پایپ لاین د ټاپي متبادل بولي.

————–

د ترکیې دفاع وزارت له اسراییل سره هر راز پوځي همکاري رد کړه او ویې ویل چې ترکیه له اسراییل سره نه د پوځي زده کړو او نه د پوځي صنعت په برخه همکاری کوي او دا خبره هم ردوي چې پر اسراییل وسلې پلوري.

د ترکیې دفاع وزارت دا اعلان وروسته له دې وکړ چې پر غزې د اسراییل د خونړي یرغل په ترڅ کې د ترکیې له لوری پر اسراییل د وسلو د پلورلو په اړه یو راپور خپور شو.

د ترکیې دفاع وزارت ویلي، ترکیې چې تل د فلسطین د عالانه ارمان کلک ملاتړ کړی، هیڅ امکان نه شته چې داسي فعالیت وکړي چې فلسطینیانو ته یې زیان ورسیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب