د جمعې سهار دی. یو دوست تلفون راکوي چې غرمې ته خامخا راشه، څو نور ملګري مې هم راغوښتي دي، مجلس به وکړو.
زه ټوله اونۍ ډېر ستړی شوی یم، غواړم استراحت وکړم او له کوره ونه وځم خو که ده ته دا خبره کوم، خوابدی کېږي، نو څه وکړم؟ ورته ووایم چې صحت مې ښه نه دی؟ دا خو دروغ دي. ایا دغه بې ضرره دروغ ښه دي او که هغه رشتیا چې دوست مې خوابدی شي؟ دا یوه اخلاقي پوښتنه ده او موږ هره ورځ له اخلاقي پوښتنو سره مخ کېږو خو ډېر ځله ښه او بده چاره په اسانه سره بېلوو، دا ځکه چې هرې ټولنې، په هره زمانه کې اخلاقي اصول لرلي او دغه اصول چې د بشر د زرګونو کلونو تجربو تایید کړي او مشترک عقل منلي دي، د کلتور غوندې له کمکینې زده کېږي. اخلاقي اصول یا له رواجه را اخیستل شوي، یا دیني اړخ لري، یا په دې اړه لیکوالو، حکیمانو او فیلسوفانو خبرې کړې دي. په لویدیځ کې د اخلاقو د فلسفې لومړنی کتاب ارسطو لیکلی و چې له نېکه مرغه زموږ د شلمې پېړۍ لوی لیکوال او عالم، علامه صلاح الدین سلجوقي د (اخلاقِ نیکو ماخوس) په نوم په دري وژباړه او په کابل کې چاپ شو.
د اخلاقو په اړه د بېلو بېلو دینونو، کلتورونو، زمانو او حکیمانو په نظریاتو کې فرقونه دي خو د اخلاقو په جوهر کې څه خاص فرق نشته. په تورات کې هم د قتل مخالفت کېږي او د حمورابي په اخلاقي اصولو کې هم چې د حمورابي د قانون په نوم یادېږي او د قوانینو تاریخچه ورنه پیلېږي. په هیڅ دین او هیڅ اخلاقي لاره کې د قتلِ نفس اجازه نشته. دغسې نور اخلاقي بنیادونه درواخله! که فرق وي په جزییاتو کې به وي.
زموږ په ټولنه کې د اخلاقي بحثونو یوه ستونزه دا ده چې د اخلاقي مشکلاتو نویو مصداقونو ته چندان پام نه کوو او ډېر ځله پخواني مثالونه تکراروو. دا اخلاقي اصل دی چې بل ته به تاوان نه رسوو او بلکې ښه به کوو. د دې خبرې په سموالي کې هیڅ شک نشته خو کله چې مثال راوړو، اوسني ژوند او د خپل چاپېریال ستونزو ته چندان پام نه ساتو.
په وروستیو دوو لسیزو کې په افغانستان کې په زرګونو ژور کوهیان وکینستل شول چې د ګڼو سرونه لوڅ دي او په همدې وجه د انسانانو د مرګ سبب ګرځېدلي دي خو دا چې اوس هم د کوهیانو خاوندان د څاه د سر پټولو غم نه کوي، معنا یې دا ده چې دوی ته خپله دغه بې پروایي بداخلاقي نه ښکاري. که بداخلاقي ورښکارېدای بیا به ورباندې ځورېدل او شرمېدل.
موږ چې ماشومان وو، د مکتب د اول ټولګي په کتاب کې لیکلي وو چې:”آب دادن ثواب دارد.” تږي ته د اوبو ورکړه بې شکه ثواب لري او نیکي ده خو که نن سبا زده کوونکو ته د اخلاقي ژوند مثالونه ورکوو، تر اوبو ورکولو به د اوبو بې ځایه نه مصرفولو مثال بهتره نه وي؟ تر دېرش، څلوېښت کاله پخوا پورې لا په ښارونو او لویو لارو کې د اوبو چاټۍ زیاتې وې او اوس د وسایلو زیاتېدو دغه اړتیا کمه کړې ده، اوس برعکس د اوبو د بې ځایه نه مصرفولو او د اوبو د پاک ساتلو اړتیا زیاته شوې ده.
هغه څوک چې په خیرات کې یې څو سوه وږي په نس ماړه شي، ډېر د خیر سړی راښکاري او فکر کوو، لوی ثواب یې په نصیب شو خو د کرنې هغه متخصص ته چې د غنمو نوی تخم معرفي کوي او د لکونو انسانانو لوږه ورکموي، په خپل ذهن کې هغومره اخلاقي مقام نه ورکوو او یا لږ تر لږه کار ته یې د ثواب له نظره چندان نه ګورو. وجه دا ده چې په پخواني ژوند کې خیرات و او پخوانو عالمانو خیرات کول ستایلي دي خو په پخواني تمدن کې د اصلاح شویو تخمونو پوهه نه وه او د اخلاقو پخوانو عالمانو په دې اړه څه لارښودنه راته نه ده کړې.
له کوکنارو هیروین جوړېږي او هیروین د هېواد د لکونو ځوانانو ژوند ورتباه کړی دی، مګر هغوی چې کري یې، شرم نه احساسوي، ځکه یې نه احساسوي چې زموږ د اخلاقو په پخوانۍ رواجي پوهه کې په دې اړه څه نشته یا په ډېر تاکید سره څه نشته او زموږ د اخلاقي اصولو مبلغانو دا وړتیا په کافي اندازه نه ده پیدا کړې چې اخلاقو ته د اوسني ژوند د اړتیاوو له نظره وګوري.
د یوویشتمې پېړۍ له رابرېدو سره زموږ ټولنې ته موبایل راغلل خو اخلاق یې رانغلل. تاسې به ډېر ځله لیدلي وي چې یو څوک به د موټر په جلو ناست وي او په موبایل به اوږدې خبرې کوي. جلو په یوه لاس چلول د ټکر خطر ډېروي او د خلکو له ژوند سره لوبه لویه بداخلاقي ده خو موږ داسې کسان هم وینو چې ان بې موبایله یې صرف یو لاس په جلو ایښی وي او دا کاکه توب ورته ښکاري.
که څه هم د موټر د راتلو تر سل کاله زیات وشول خو د موټر چلولو د کلتور او اخلاقو خپلولو ته مو زیات پام نه دی کړی. ځای بې ځایه هارن وهل او هغه هم په ډېر لوړ اواز، بده خبره ده او لارویان ډېر په تکلیف کېږي، خو ځينې چلوونکي د نورو د ځورولو پروا نه لري.
شاید وویل شي چې د بې ځایه هارنونو او د اوسني وخت د نورو ډېرو ناسمو چارو مخه باید قانون او حکومت ونیسي. دا سمه ده چې د ځینو چارو مخنیوی د حکومت په زور کېدای شي مګر ګڼې داسې چارې دي چې تر څو د ټولنې اخلاقي سویه بهتره نه شي، حکومت یې یا مخه نه شي نیولی او یا یې د حکومت له خوا مخنیوی خلکو ته نور مشکلات پیدا کوي. مثلا د بې ځایه هارن تعریف مشکل دی او چې په تعریف کې یې ابهام شته نو چلوونکی شاید د واقعي ضرورت په وخت کې هم د پولیسو له وېرې هارن ونه کړي او په دې ډول لا لوی مشکلات پیدا شي.
قانون هم هغه وخت په واقعي معنا تطبیق کېږي چې د قانون ماتول خلکو ته د شرم چاره او بد اخلاقي ښکاره شي. زموږ علماوو، لیکوالو، رسنیو، ښوونکو او د اخلاقو ټولو مبلغانو ته پکار ده چې په خپل چاپېریال او اوسني ژوند کې د ښه او بد چلند په نویو مثالونو رڼا واچوي او د ټولنې اخلاقي وجدان پیاوړی کړي.
زموږ د اخلاقي درس په شېوه کې وعظ بنیادي ټکی دی. واعظ مخاطب ته سمه او کږه لاره ورښیي او له بدو یې راګرځوي. په اوسنۍ زمانه کې چې اجتماعي پوهنو ډېره وده کړې، د اخلاقو د پیاوړتیا لپاره د نورو پوهنو له تجربو هم زیاته استفاده کېږي. مثلا اوس چې علم ثابته کړې ده چې د انسان د شخصیت بنیادونه د مور په غېږ کې او د عمر په لومړیو پنځو کلنو کې ایښودل کېږي نو د اوسنۍ زمانې د اخلاقو خادمانو ته دا هم د خپل کار یوه لویه برخه ښکاري چې د ښځو په زده کړو باندې تاکید وکړي. د اخلاقي وضعیت ښه کېدل د اقتصادي او فرهنګي حالت له ښه کېدو سره مستقیم تړاو لري. که زموږ په ټولنه کې د باغ څښتن له باغه دېوال راتاووي او په اروپا کې یې نه راتاووي، معنا یې دا نه ده چې اروپا د اخلاقو واعظان ډېر لري او موږ یې نه لرو، معنا یې دا ده چې دلته لوږه او بېوزلي زیاته ده.
د اخلاقي ژوند نویو مصداقونو ته پام کول او اخلاقي ستونزو ته د اجتماعي علومو په رڼا کې کتل، زموږ په ټولنه کې د اخلاقي شعور د پیاوړتیا لپاره هغه حیثیت لري لکه مرغۍ چې یې د الوت لپاره دوو وزرونو ته لري.
د ۱۴۰۱ کال عقرب
غضنفر صاحب معقول بیانات وړاندی کړی دی.
که د لیکنی عنوان داسی وای:
« ژوند او نوی اخلاق »