شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې د فارسي ژبې د پياوړتیا په نوم د ایران...

په افغانستان کې د فارسي ژبې د پياوړتیا په نوم د ایران د مداخلو نوې لړۍ

تاند (۵ شنبه، د حمل ۹ مه) د ایران د مذهبي مشر ایت الله خامنه یي مخکې له افغانستانه د یوه ورغلي ایران پلوه شاعر له پاروونکو څرګندونو وروسته، په کابل کې د ایران د سفارت فرهنګي اتشه د فارسي ژبې د پياوړتیا د هڅو په نوم ځینې شکمنې هڅې پیل کړي.

له څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې ایران ته له افغانستانه د یوه ورغلي شاعر نجیب بارور هغو خبرو ته افغانان سخت غوسه دي، چې د ایران د مذهبي مشر خامنه یي لپاره جوړه شوې مشاعره کې یې د افغانستان پنجشېر ولایت د ایران یوه لیرې پرته سیمه او د ایران مذهبي مشر د نړۍ د ټولو فارسي ژبو رهبر ګڼلی.

په دې مراسمو کې د ایران مذهبي مشر ویلي وو، چې افغانستان کې د فارسي ژبې پياوړتیا ته باید کار وشي.

نوموړي له دې خبرې خپله موخه نه وه روښانه کړې، خو ایران تل تورن شوی چې په افغانستان کې د فارسي ژبې د پياوړتیا په پلمه، خپل فرهنګي یرغل ته لاره برابروي او ځینې فاشستې کړۍ د پښتو ژبې او افغاني هویت خلاف پياوړي کوي.

په ورته وخت کې، د ایران فرهنګي اتشه سید روح الله حسیني په کابل کې د طالبانو د اقتصاد وزارت له شیعه او هزاره توکمه مرستیال عبدالطیف نظري سره لیدلي او ویلي: فارسي ژبه د افغانستان او ایران ګډ میراث دی.

حسیني دا هم ویلي، چې د اقتصاد وزارت له کتابتون سره د مرستې تر څنګ به ایران د افغانستان په پوهنتونونو کې هم له کتابتونونو سره پراخې مرستې وکړي.

ایراني اتشته دا هم ویلي: د افغانستان او ایران تر منځ تعاملاتو، تبادلاتو او مناسباتو کې فارسي ژبه د حذفیدو نه وه، نه ده او نه به وي.

 د ایران د استخباراتي ادارو اړوندې تسنیم وېب پاڼې ویلي، چې طالب مقام نظري د ایراني اتشه د څرګندونو او همکاریو د ژمنې هرکلی کړی.

څارونکو په دې اړه نیوکه کړې او ویلي، چې د فرهنګي اړیکو په اړه د اقتصاد وزارت له مرستیال سره لیدنه څه منطق لري؟

طالب چارواکي هم په دې تورن دي، چې ایران  څخه د اغېزمنیتا له امله یې په دې برخه کې مسوولانه چلند او دریځ نه دی لرلی.

له دې سره، څه  موده مخکې له نیمروز څخه خبر ورکړل شوی و، چې د طالبانو والي شېخ محمد قاسم خالد د ښار په لوحو او نورو برخو کې د ایراني اصطلاحاتو پر ځای د افغاني هغو د ترویج امر کړی و.

6 COMMENTS

  1. زه حیران دې ته یم چې لطیف نظری داقتصاد وزارت مرستیال له کوم اورګانیک اقتصاد څخه خبرې کوی؟
    نجیب یې بل جاسوس او چاپلوس دی چې دایت الله مداحی کوی
    خو بی منطقی په ایت الله کې هم راڅرګندیږی ایران یک وقت مال افغانسات بود چطو ر امکان دارد که پنجشیر مربوط ایران بشود.
    وایی عقل یې چې کم ورکړ هغه ته یې تل غم ورکړ . خامنه ای ګوچو لو!

  2. زه یوه پوښتنه لرم. فارسی/دری یا هرڅه چی یی بولۍ، څنګه افغانستان ته رارسیدلی او دلته یی دومره نفوذ کړی دی. که نقشی ته وګورو، نو فارسی د ایران د فارس ولایت ژبه ده چی دغه ولایت هم د ایران په غرب کی موقعیت لری، نو څرنګه کیدی شی چی دغه ژبه یونیم زر کیلومتره لیری ویونکی ولری. حقیقت دادی چی د افغانستان “تاجکان یا فارسی ژبی” په حقیقت کی فارسی ژبی نه وو بلکی په مختلفو نورو ژبو یی خبری کولی (لکه اوس هم چی مونز په بدخشان کی پامیری او واخی ژبی لرو) او د وخت د واکمنانو په لاس اړ شوی چی خپل اصلیت او ژبه پریږدی او په فارسی ویلو شروع وکړی. د نن ورځی نسل یی نن ادعا کوی چی دوی فارسی ژبی یا تاجکان دی. بل مثال یی هزاره ګان دی چی د چینګیږ اولاده ده. نو سړی کولی شی پوښتنه وکړی چی د مغل یی د فارسی سره څه؟

  3. دا ټوله بی منطقه کوسمادري او ځناورتوب دی ! افغانستان د ټولو کور ، دري ژبه په افغانستان پورې تړلې ملي ژبه ده چې د ملی هویت په چوکاټ کې به هم ګټه ترې اخیستل کیږي او هم به دفاع ترې کیږي ! که بل څوک له باندې مداخله کوي په ۲۴ ساعتونو کې د خارج شي ، مداخله شیطاني د خپل هدف لپاره او د افغانانو د یووالی خلاف ده ! ددری ژبی پالنه د افغانستان د خلقو او دولت وظيفه ده نه د ایران !! ولی انګلستان په ناجریا، مالتا، جنوبی افریقا ، امریکا او او …. او کې د انګلیسی ژبی د پالنې مداخله نکوي !! هر ملت پوه شه او خپله ژبه یې !! تاجک ایراني فارسي ژیی قام ندی بلکه ژبه یې فارسي شوې ده !
    پښتانه په منځنۍ اسیا کې غټ قدرت وو او وي به نو دهغوی لپاره هم د پښتو ژبی د انکشاف او پالنې پر مختګ ایماني او هویتي مسئله ده چې اجرایې
    کړي کله چې طالبان په قدرت راغلل د اول ځل لپاره ایرانۍ ژورنالسته له مجاهده داسې پوښتنه کوي : شما به فارسي هم مکتوب نوشته میکنید و یا فارسی ازبین میره ؟ زبیح الله ورته وایې مونږ دوه ژبې لرو چې دواړه یې ملی او رسمی دي ، دغه دی اوس یې مکتوبونه وګورۍ چې هم په دري ژبه او هم په پښتو ژبه زما مخته پراته دي !!ایران د خپل تاریخ وګوري !!!

  4. فارسي د ایران د 35 سلنو خلکو یعنې فارسانو مورنۍ ژبه ده . هلته له فارسانو علاوه ، کوردان ، بلوچان ، عرب ، ترک ، لور ، آذریان ، افشاریان ، قزلباشان او نور ملتونه هم اوسیږي . هریو خپله مورنۍ ژبه لري . د ایران شاه د هتلر په پیروۍ چې ځان یې د آرین ټیکه دار معرفي کاوو ، په 1935 میلادي کال کې د خپل هېواد نوم له پارس نه ایران ته تغییر ورکړ.
    دوی دا حق نه لري چې په نورو هېوادونو کې د فارسي یا بلې ژبې سرنوشت تعیین کړي . دا د هغو ملتونو حق دی چې په کومه ژبه خبرې کوي . په افغانستان کې د دري ترڅنګ پښتو او په هغو سیمو کې چې وګړي یې اکثریت په کومه ژبه خبرې کوي ، ټولې محلې ژبې رسمي او د تدریس حق لري .
    د تاجیکستان له جمهور رئیس امام علي رحمان نه یې زده کړئ ، هغه په تاجیکستان کې ټول ایراني اصطلاحات منعه او پرځای یې هغه خپل محلي تاجیکي اصطلاحات رواج کړل .

  5. سلامونه،
    د پورته وروڼو په تایید ؛ غیر له پخوانیو نیکونو او پاچایانو (غوریان؛سوریان،… میرویس خان نیکه، احمد شاه بابا.)
    او بیا نادرخان ؛ تره کي ؛ حفیظ اله امین نه پغیر
    ډیریو درباریانو آن تر کرزی او غنی پوری خپلې ملي ژبې پښتو باندې خبرې نه دي کړي او په مکتبونو کې ې (قراءتِ فارسي!!!) لوستله نه دري!!؛ حتی اتمر او ف.وردګ هم پښتو ژبو ته ښوونځئ جوړ نکړل!
    یوه ډیره بده پدیده په دا تیر جمهوریت کې د موبی- ګروپ طلوع او آریانا ؛کاکتوس؛ او ا.انټرنشنل له خوا او بیا د خودکشان ې بیګانه پرستانو چارواکو په لاسوهنو ایرانی-فارسي اصطلاحات د افغاني ملی ترمینالوژئ پر ځای رواجول غوښتل !؛ د پوهنتون او دانشګاه په سر څونه ځوانان ووژل شول!
    – دا پنشیری چاپلوس دې له هغو هزارګانو وشړمیږي چې همدې خام نی ېې او فاسدارانو ې په سوریه کې د فاطمیون او زینبیون په نامه شهیدان!!! کړل؟!مګر هیڅ وخت ې هزاره جات د خر-آسان وړاندیز نه و کړی.
    او دط ط. ا ا ا ته خو نور زه هیڅ توری نه لیکم لکه پېش کله ې .. یاسین خواندن!
    طلوع کې اوس هم ارتش، دبیر، دادستان ،مرز ، دانشجو ،چالش ؛ ا.د.ن نا مانوسه فارثي کلمات تکراریږي!!
    باری جهاني ساب هم پخپل وزارت وخت کې د فاړسي کلچري یرغل مخه ونهنیوله!

  6. دا خبره چې پر افغانستان پښتنو حکومت کړی دی، لږ د سوچ وړ ده.
    ډیری پښتانه واکمن سپینو پونډیو خوړلي، همیش دوی د قزلباشي او پارسي نازو نخرو تر اغیز لاندې راغلي دي.
    د افغانستان اصلي او رسمي ژبې فارمول باید ( پښتو + یوه نړیواله ژبه) وي، نورې ټولې ژبې باید محلي ژبو کې شمار شي. هر څوک چې په افغانستان کې کار کوي پر پښتو پوهیدل یې بیخي ضروري ګڼل پکار دي.
    کله چې کوم افغاني حکومت پښتو او پښتانه له یاده ویستلې نو خپل عمر یې لنډ کړی دی!
    پښتو ژبې ته وده ورکولو سره د حکومت اړیکي له خپل ولس سره ښې کیږي.
    په دې کې هیڅ اړنګ بړنګ نشته چې په افغانستان کې بل هیڅ قوم او ژبه پرته له پښتون او پښتو نشته، چې ټول وګړي پرې راټول شي او ملي تړښت رامنځته کړي!
    ډیر د خپګان ځای دی چې د نړۍ تر سل میلونه زیات پښتانه ځانګړی هیواد او استازولي نلري، چې د ژبې د ودې لپاره یې په زغرده کار وکړي! دا اوسنی حکومت هم بې پښتو کیدو خوا ته روان دی! لومړۍ حمله یې د «لویې څارنوالۍ» پر اصطلاح وکړه او له منځه یې یوړه!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب