پوهاند لطف الله صافی
طف الله صافی په 1342 هـ – ش کال د کونړ ولایت په مزار دره کې زېږیدلی، لومړنۍ زړه کړې یې د کلی په لومړني ښوونځي کې پای ته رسولې، ثانوی یې د ننګرهار او کابل په دارالمعلمینونو کې بشپړې کړی او په 1351 هـ – ش د کابل پوهنتون د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه فارغ او د ټولنیزو علومو په څانګه کې د استاد په توګه منل شوی. صافی په 1352 کې د ادبیاتو او بشري علومو د جغرافیې څانګې ته تبدیل شو.
د کال 1355 په وږي میاشت کې د فلبرایت په تربیوي پروګرام کې، د کابل پوهنتون له خوا د امریکا متحده ایالاتو د نبراسکا ایالت د اوماها پوهنتون ته د لوړو زده کړو له پاره واستول شو.
په 1356 کې بیرته هېواد ته ستون او د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي د جغرافیې په څانګه کې یې د استادۍ دنده واخسته. په 1360 کې چی د ځمکپوهنې پوهنځي په فعالیت پیل وکړی، د جغرافیې څانګه او صافی نوي پوهنځي ته انتقال شول.
صافي په 1359 کې د پوهنمل، په 1362 د پوهندوی او په 1369 کې د پوهنوال عملي رتبي ترلاسته کړي دي.
نوموړی په 1371 کې په افغانستان کې د امنیتی ستونزو له امله پېښور ته هجرت وکړ او په دعوت او جهاد پوهنتون کې استاد شو. په 1376 هـ – ش کې په پېښور کې د نبراسکا د تعلیمي پروګرام په مرکز کې د تعلیمي نصاب د متخصص په توګه او په 1377 کې د سویډن د ښوونې او روزنې په څانګه کې د کانسلټانټ په توګه په دنده وګمارل شو. صافی په 1378 کې په اسلام آباد کې په یونسکو کې د افغانستان لپاره د ښوونې او روزنې مسوول او د 1380 په مرغومي کې په کابل کې د افغانستان په یونسکو ګی د ښوونې او روزنې په برخه کې په دنده وګمارل شو. په 1384 کې بیا د کابل پوهنتون د ځمکپوهنې پوهنځي د جغرافیې څانګې استاد شو. په 1378 کې د ځمکپوهنې پوهنځي د وخت رئیس عبدالصمد غفوری او د کابل پوهنتون عملي معاون پوهاند سیفي په مرسته د ځمکپوهنې په چوکاټ کې د ژوند چاپېریال د څانګې په جوړولو بریالی شو. په 1388 کې په پوهنتون کې د عملي کادر په ساتنې سره، د پوهنې وزارت د مشر سلاکار په توګه دنده وګمارل شو. صافی له 1391 څخه را په دې خوا د ځمکپوهنې او چاپېریال ساتنې په پوهنځیو کې د استادۍ دنده په غاړه او ګڼ تآلیفات لري.
د افغانستان دوه پر درې برخې غرونه دي، چې ۶۶ سلنه کېږي او په عمومي ډول وچ اقلیم لري. د افغانستان پاتی برخه دښتې، کرنیزه ځمکه او څړ ځایونه دي. په اوسني وخت کې په سلو کې ۱۵ ځمکه د کرنې وړ ده، خو یوازې په سلو کې ۶ سلنه د کرنې لاندې ده. په تیرو شلو کلونو کې د کرنې ساحه په ډېره چټکۍ له کرنې وتلې ده. کله چې ځمکه شاړه پرېښودل شي یا د ځمکې د حاصل خېزۍ کچه راښکته شي او یا ساحه د ښارونو د جوړولو لپاره په واک کې ورکړل شي، نو ځمکه له کرنې څخه ووځي. همدغه ښایی د اقلیم او چاپېریال د تغیر لامل شي.
که چېرې د افغانستان کرنیز تولیدات له ۱۳۵۸ لمریز کال له کرنیزو تولیداتو سره پرتله کړو، لیدل کېږي، چې په کرنیز تولیداتو کی په سلو کی ۵۰ کموالی راغلی دی، ځکه چې زیاتره ځنګلونه او کرنیزې ځمکې د جنګي ماشین او کیمیاوي موادو پواسطه له منځه لاړل. لس زره کلي او د هغې شاوخوا چاپېریال له منځه لاړاو دغه پروسه تر اوسه ولاړه نه ده او په شدت دوام لري. د دی ترڅنګ ځمکني ماینونه بل افت دی چې افغانستان ولس یې د مرګ له خطر سره مخامخ کړی دی، په داسې حال کې چې د افغانستان په نفوسو کې زیاتوالی راغلی دی.
د دې لپاره چې د دې نیمګړتیا مخه ونیول شي او تلافي شي، نو کلیوالو د لا مالکه ځمکې څخه په ګټه اخېستنه پېل وکړ، ځمکې یې غصب کړه، ځنګلونه یې ووهل په پای کې د سیلابونو او برف کوچونو لپاره لاره اواره شوه او ولس یې له ناورین سره مخامخ کړ. کله چې دغه سرچینې وچې شوې یا د جګړه مارانو پواسطه انحصار شوی، نو کلیوالو د کوکنارو کر کلي ته مخه وکړه. دغه سرچینه د مافیا یي کړۍ پواسطه وهڅول شوه او نړیواله بڼه یې غوره کړه، افغانستان او نړۍ یې له خورا زیات ګواښ سره مخامخ کړه او په هېواد کې د بی امنۍ په لوی لامل بدل شو او افغانان یې د یو لوی ناورین سره مخامخ کړل.
۱.۱ د میدان وردکو ولایت فزیکي ځانګړتیاوې
میدان وردک ولایت چې مرکز یې میدان شهر دی او د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه یو ولایت دی چې د مرکزي زون په ختیځ کې پروت دی. د میدان وردکو ولایت په شمال ختیځ کې د کابل، په شمال کې د پروان ولایت، په شمال لویدیخ کې د بامیانو، په جنوب کې د غزني او په جنوب ختیځ کې یې د لوګر ولایتونه موقعیت لري.
د میدان وردک ولایت د کرنې او ایکالوژیکي ځانګړتیاوو له مخې د مرکزي زون په ختیځه پلاني ساحه کې پروت دی. دغه زون ۷ ولایتونه لري چې په لاندې ډول دي: میدان وردک، بامیان، غزني، کابل، کاپیسا، لوګر او پروان.
میدان وردک ولایت د کابل د ښار په ۳۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري میدان وردک ولایت د طول البلد له مخې په ۶۸،۲۳۸۵ او د عرض البلد له مخې په ۳۴،۳۵۱۳ درجو باندې پروت دی. د همدغې طول البلد له مخې د میدان او وردک ولایت وخت ټاکل کېږي او عرض البلد له مخې یې اقلیم او د کال په اوږدو کې د شپې او ورځې اوږدوالی څېړل او ټاکل کېږي.
د میدان وردکو د ولایت پنځه سلنه ځمکه د کرنې لاندې ده، نوره ۱۵ سلنه ځمکه للمي او یا هغه فارمونو ته تخصیص شوې ده چې د اوبو لګولو منظم سیستم نلري. پاتې ۸۰ سلنه ځمکه څړ ځایونه دي. د کرنې لاندې ۵۸ سلنه ځمکه له نهو څخه په پنځو ولسوالیو کې پرته ده او څلور نورې ولسوالۍ د حیواناتو د روزنې لپاره مناسبې سیمې ګڼل کېږي، دغه څلورو ولسوالۍ کمې اوبه او کرنې لپاره کمې ځمکې لری.
په میدان وردک کې کانونه او ځنګلونه کم دي، خو زیاتې اوبه لري. مرمر د میدان ښار په غرونو او نرخ کې شته. په دې ولایت کې د نباتاتو بېلابېلې نوعې او د وحشی بادامو ځنګلونه د نرخ او جلریز ولسوالیو په دریو کلیو کې شته.
په هره سیمه کې غېر ژوندي موجودات لکه هوا، اوبه، خاوره او تودوخه او ژوندي موجودات لکه انسان، حیوان او نباتات او هغه څه چې د ځمکی په منځ کې رامنځته کېږي د یوې سیمې منظره او توپوګرافي ټاکي. نو ویلای شو چې اقلیم او جیومورفیک لاملونه په یوه سیمه کې د ځوړي په زیاتوالي او لوړوالي اغېزه کوي او د یوې سیمې بڼې ته لوری ورکوي. له یوې سیمې څخه د موادو انتقال د اوبو، هوا او کنګل پواسطه صورت نیسي، یانې اوبه، هوا او کنګلونه له یوې سیمې څخه مواد توږي او په بله سیمه کې یې ترسب کوي او بیا د ډېرې مودې لپاره اوبه ساتي. له همدې امله ویلای شو چې د میدان وردکو ولایت په هغه سیمه کې چې ځوړی یې زیات وی د خاورې طبقه نازکه وي او په هغه ځای چې ځوړی کم وي، د خاورې طبقه یې ډبله وي. په همدغه سیمې چې د خاورې طبقه یې ډبله وي، د کرنې او د نباتاتو د ودې لپاره مساعدې سیمې ګڼل کېږي. د میدان وردکو پشان په اقلیمي سیمو کې اوبه، د بزګرانو مهارت، تکنالوژي او پانګه د کرنې په وړاندې محدودوونکی لاملونه ګڼل کېږي.
هغه لاملونه چې د میدان او وردکو په ولایت کې د خاورې د حاصلخیزۍ په له منځه وړلو کې اغېزه لري د چاپیریال، خاورې او اوبو ککړتیا، د خاورې اهتکال، د دښتې پراختیا، د خاورې مالګین او تیزابي کیدل، په خاورې کې د بایوماس د کچې را ټېټیدل او د حیاتي تنوع په وړاندې بېغوري ګڼل کېږي.
د میدان وردکو ولایت کې چې د ورښت کچه کمه ده نو په خاوره کې یي د کلسیم مقدار زیات دی. هغه خاوره چې د کلسیم، پوتاشیم او نایتروجن مقدار یې زیات وي نو خاوره یې ډېره حاصلخیزه وي او د کرنې لپاره خورا مساعده خاوره ګڼل کېږي. خو د دې ډول سیمو د لنده بل اندازه کمه وي او د اوبو لګولو لپاره باید منظم سیستم ولري. په همدې ډول د اوبو لګولو منظم سیستم، په کرنه کې ماهرو بزګرانو، پانګې تکنالوژۍ او له هغې څخه ګټې اخېستنې ته اړتیا لري.
۲. د افغانستان اقلیم
د افغانستان اقلیم د اقلیم د عناصرو او لاملونو په واسطه په شپږو اقلیمي سیمو ویشل شوی دی چې په لاندې ډول دي:
دښتي اقلیم، نیمه دښتي اقلیم، مدیترانه یي اقلیم، مونسوني اقلیم، الپاین تندرا اقلیم او غرنی اقلیم.
د نړۍ د اقلیم له مخې، افغانستان د لوړ فشار په ساحه کې پروت دی. د لوړ فشار یوه ځانګړتیا دا ده چې د ورښت اندازه یې کمه ده. هغه سیمه چې ورښت په کې کم وي د نړۍ دښتي او نیمه دښتي سیمې (د B اقلیم) سیمه ګڼل کېږي. د B اقلیم د نړي په دوه سیمو کې لیدل کېږي:
1. د نیمه استوایي د وچ اقلیم دښتي او نیمه دښتي سیمې ) BWh او BSh) دغه اقلیمي سیمې په شمالي سیمه کې د چنګاښ د کرښې یانې د ۲/۱ ۲۳ درجو او په جنوبي نیمه کره کې د مرغومي د کرښې یانې د ۲/۱ ۲۳ درجو په شاوخوا کې د لویې وچې په لویدیځ کې پرتې دي. دغې اقلیمي سیمو د ټولې نړۍ ۱۲ سلنه خاوره نیولې ده. د B وچ اقلیم (BWh او BSh) بېلګه په افغانستان کې نشته، ځکه چې افغانستان په منځني عرض البلدونو کې پروت دی.
2. د منځني عرض البلد د وچ اقلیم دښتې او نیمه دښتي سیمې (BWk او BSk) د اقلیم نوموړې سیمې د ۳۰ درجو یانې د لوړ فشار د ساحې په شاوخوا کې په شمالي او جنوبي نیمه کره کې پر تې دي او د ټولې نړۍ ۱۴ سلنه ساحه یې نېولی ده. افغانستان چې د لوړ فشار په ساحه کې پروت دی، نو د دښتي اقلیم (BWk) غوره بېلګې فراه او نېمروز دي او نیمه دښتي (سټپ) یا (BSk) سیمې په افغانستان کې په دوه برخو کې پرتې دي:
الف: هغه نیمه دښتي سیمې چې د سالنګ په شمال کې پرتې دي له بغلان، مزارشریف او فاریاب کندز او هرات څخه عبارت دي.
ب: هغه نیمه دښتي سیمې چې د سالنګ په جنوب کې پرتې دي جبل السراج، کابل، میدان او وردک، غزني او کندهار دي.
۱.۳د میدان وردک ولایت اقلیم
د میدان وردکو ولایت د عرض البلد له مخې په هغه ساحه کې پروت دی چې له لمر څخه د تودوخي تر لاسه کول او بیا له ځمکی څخه د تودوخي له لاسه ورکول مثبته بڼه لري، یاني د میدان وردکو ولایت له لمر څخه ډېره انرژي لاسته راوړي او کمه تودوخه له لاسه ورکوي. څرنګه چې د میدان وردکو ولایت په وچ B اقلیم کې پروت دی، نو هغه سیمې چې په وچ B اقلیم کې پرتې وي، له ورښت څخه یې تبخیر زیات وي، نو ځکه دغه ډول سیمې د اقلیم له مخې وچ اقلیم ګڼل کېږي.
د میدان وردکو ولایت اقلیم د بلې هرې سیمې پشان د اقلیم د عناصرو (تودوخه، لنده بل، ورښت او باد) او اقلیم د لاملونو (عرض البلدونو له مخې د لمر د وړانګو زاویې، د ځممکې د جوړښت او لوړوالي، د لوړ او ټیټ فشار د مرکزونو د ځمکې د وضعی او انتقالي حرکتونو او له سمندر څخه د نزدیوالي او لریوالي) له مخې ټاکل کېږي.
۴. د میدان وردک ولایت تشکیلات او اداري تقسیمات
د میدان وردک ولایت د امیر شیر علی خان د حکمرانۍ راهیسې د کابل د ولایت برخه وه او په ۱۳۴۳ لمریز کال په تشکیل کې د دریمې درجې ولایت په توګه ومنل شو.
میدان وردک د افغانستان دریېمه درجه ولایت دی، چې د ولایت د مرکز په شمول نهه اداري واحدونه لري.
۱.۴ د میدان وردک ولایت مساحت او نفوس
د میدان وردک ولایت مساحت ۱۰۳۸۴،۳ مربع کیلومتره دی، چې ټول نفوس یې ۵۶۷۶۰۰ تنه اټکل شوی دی (د پژواک اژانس دغه اندازه یو میلیون اټکل کړې ده). په دې ولایت کې د نفوسو ګڼوالی ۵۴.66 تنه اټکل شوی دی. د کرنې لاندې سیمه یې پنځه سلنه ده، چې د کرنې لاندې ځمکه باندی د نفوسو ګڼوالی په یوه مربع کیلومتر باندې ۱۰۹۳ تنه اټکل شوي دي. په کرنیزه ځمکه دغه ګڼوالی خورا زیات دی. د میدان وردک ولایت لوړوالی د سمندر له سطحې څخه ۲۲۲۵ متره اټکل شوی دی، چې تر ټولو ټیټه سیمه یې د سیدآباد ولسوالۍ ده چې د سمندر له سطحي څخه یې لوړوالی ۲۱۰۰ متره او تر ټولو لوړه سیمه یې د بهسودو د مرکز ولسوالي ده چې د سمندر له سطحی څخه یې لوړوالی ۲۹۷۵ متره دی.
۱. د مساحت او نفوس جدول په لاندې ډول دي:
اداری واحد نوم |
مساحت په مربع کیلومتر |
نفوس د ۱۳۹۴ کال د مرغومي میاشت |
میدان ښار |
۳۵۱ |
۳۹۱۰۰ |
نرخ |
۴۸۰ |
۵۵۴۰۰ |
جلریز |
۱۱۳۹ |
۵۱۶۰۰ |
چک وردک |
۱۱۹۲ |
۸۲۱۰۰ |
سید آباد |
۱۰۳۳ |
۱۱۲۹۰۰ |
دیمیر داد |
۱۳۵۷ |
۳۰۲۰۰ |
د بهسودو لومړۍ برخه |
۱۳۲۷ |
۳۶۰۰۰ |
جغتو |
۶۲۲ |
۴۴۴۰۰ |
د بهسودو مرکز |
۲۱۹۸ |
۱۱۵۰۰۰ |
ټول ولایت |
۱۰۳۸۴،۳ |
۵۶۷۶۰۰ |
د میدان وردک ولایت د ټول مساحت له پنځو برخو څخه څلور برخې غرونو نیولې ده ( ۶۳،۴٪ غرونه او ۲۰،۷٪ نیمه غرونه) چې د میدان وردک د ټول مساحت ۸۴،۱ سلنه کېږي او له ۱۱،۴ سلنه اوارې ځمکې څخه ۳،۶ ٪ نیمه اواره ځمکه ګڼل کېږي او پاتې ۷،۸ سلنه اواره ځمکه ده.
د میدان وردک ولایت حاصل خېزې درې، زیګ غرونه او لوړې ژورې لري چې د بهسودو په ولسوالۍ کې لوړې سطحې هم تر سترګو کېږي او د بهسودو په لومړۍ برخه کې د غرونو لوړوالی ۵۰۶۰ مترو ته رسیږي.
۵. د افغانستان نفوس
په افغانستان کې په ۱۳۳۰ لمریز کال کې ۷۷۹۵۷۷۲ تنو په ۶۵۲۸۶۴ مربع کیلومتره ساحه کې ژوند کاوه چې په یوه مربع کیلومتر کې تقریباً ۱۲ تنو ژوند کاوه. د نفوسو زیاتوالی یې په کال کې ۱،۱۷ سلنه وو، چې په کال کې به د افغانستان نفوس ۹۱۲۱۰ تنه زیاتیدل.
په ۱۳۳۴ لمریز کال کې د افغانستان نفوس ۸۲۷۰۰۲۴ تنه وو، چې د نفوسو زیاتوالي یې ۱،۳ سلنه وو. چې په کال کې به ۱۰۷۵۱۰۳۱۲ تنه د افغانستان په نفوسو ور زیاتیدل.میانه عمر یې ۱۹ وو. په دې وخت کې د بلارتوب کچه ۷،۴۵ وه په یوه کیلومتر مربع کې د نفوسو ګڼوالی ۱۳ تنه وو په دی کال ۶،۷ سلنه یانې ۵۵۳۷۰۶ تنه په ښارونو کې اوسیدل او نور ټول په کلیو کې استوګن وو.
په ۱۳۵۱-۱۳۵۲ لمریز کلونو کې د نفوسو زیاتوالی ۲،۶۴ سلنې ته لوړ شو، نو که د نفوسو ارقامو ته وګورو لیدل کېږي چې له یوې خوا نفوس زیات شول او له بلې خوا د نفوسو وده چټکه شوه. په ۱۳۶۳ لمریز کال کې د افغانستان د نفوس وده په کال کې ۳،۲۹ راښکته شوه او په ۱۳۷۲ لمریز کال د نفوسو وده په بیساري ډول چټکه شوه او ۷،۶۷ سلنی ته لوړه شوه.
د ملګرو ملتونو د ۱۳۹۵ لمریز کال د ثور د میاشتې د احصایې له مخې د افغانستان نفوس۳۳،۲۳۱،۴۴۷ تنه اټکل شوي دي، چې د ټولې نړۍ چې نفوس یې ۷،۳۰۰،۰۰۰،۰۰۰ اټکل شوي دي ۰،۴۴ نفوس جوړوي، چې په دې حساب د نړۍ په هرو ۲۲۰ تنو کې یو افغان ژوند کوي. افغانستان د نفوسو له مخې د نړۍ څلویښتم هېواد دی، چې د نفوسو د ګڼوالي له مخې په هر یو کیلومتر مساحت کې ۵۱ تنه ژوند کوي. د افغانستان ۲۶،۶ سلنه نفوس په ښارونو کې ژوند کوي چې ټول ۸۸۸۰۲۳۴ کېږي. د افغانستان د نفوسو منځنی سن Median Age– ۱۷،۸ کاله دی. په افغانستان کې د بارورۍ کچه په ۱۳۸۹ کې ۶،۳ په ۱۳۹۵ لمریز کال کې ۴،۹۴ ته راښکته شوه.
هغه هېوادونه چې د نفوسو وده یې ۲،۰۳ دي له ۳۵ کلونو څخه په کمه موده کې دوه چنده کېږي.
دویم جدول: هغه سیمې او هېوادونه چې د نفوسو وده یې په کال کې ۲ سلنه وي نو نفوس یې په ۳۵ کلونو کې په لاندې ډول دوه چنده کېږي.
کال
۰
۵
۱۰
۱۵
۲۰
۲۵
۳۰
۳۵
په افغانستان کې زیږون په کال کې ۴،۸ سلنه او مړینه ۲،۷۷ سلنه دی، چې په دې حساب د افغانستان نفوس په کال کې ۲،۰۳ زیاتیږي. د افغانستان هغه نفوس چې عمر یې د ۱۵ کلنۍ کم وي ۴۲،۳ سلنه، هغه نفوس چې عمر یې د ۱۵ کلنۍ او ۶۴ کلنۍ تر منځ وي ۵۵،۳ سلنه او هغه نفوس چې عمر یې ۶۵ او له ۶۵ څخه زیات دی ۲،۴ سلنه اټکل شوی دی، په داسې حال کې چې په نړۍ کې په منځني ډول زیږون ۱،۹ سلنه مړینه ۰،۸ سلنه ده، چې په دې حساب د نفوسو زیاتوالی ۱،۱ سلنه دی او په منځني ډول د عمر اوږدوالی ۶۷ کاله دی. په داسې حال کې چې په افغانستان کې منځنی عمر ۶۰،۴ کال اټکل شوی دی. له ۱۳۳۰ لمریز کال څخه تر ۱۳۹۵ لمریز کال یانې په ۶۵ کلونو کې ۲۵۴۳۵۶۷۵ تنه زیات شوي دي.
۳. جدول: د افغانستان د ولایتونو مساحت او نفوس
The population of the provinces of Afghanistan according to the last census and latest official projections.
Name |
Abbr. |
Native |
Capital |
Area |
Population |
Population |
Population |
|
Afghanistan |
AFG |
افغانستان |
Kābol |
645,807 |
13,086,630 |
22,575,900 |
27,101,400 |
|
Badakhshān {Badakhshan} |
BDS |
بدخشان |
Feyzābād |
44,059 |
497,758 |
823,000 |
951,000 |
|
Bādghīs {Badghis} |
BDG |
بادغيس |
Qal’eh-ye Now |
20,591 |
209,526 |
429,500 |
496,000 |
|
Baghlān {Baghlan} |
BGL |
بغلان |
Pol-e Khomrī |
21,118 |
566,096 |
779,000 |
910,800 |
|
Balkh |
BLK |
بلخ |
Mazār-e Sharīf |
17,249 |
580,146 |
1,096,100 |
1,325,700 |
|
Bāmiyān [Bamyan] {Bamiyan} |
BAM |
باميان |
Bāmiyān |
14,175 |
236,203 |
387,300 |
447,200 |
|
Dāykondi [Daykundi] {Daykondi} |
DAK |
دایکندی |
Nīlī |
18,200 |
258,758 |
399,600 |
424,300 |
|
Farāh {Farah} |
FRH |
فراه |
Farāh |
48,471 |
234,621 |
438,000 |
507,400 |
|
Fāryāb {Faryab} |
FYB |
فارياب |
Meymaneh |
20,293 |
541,706 |
858,600 |
998,100 |
|
Ghaznī {Ghazni} |
GHZ |
غزنى |
Ghaznī |
22,915 |
646,623 |
1,062,600 |
1,228,800 |
|
Ghowr [Ghor] |
GHW |
غور |
Chaghcharān |
36,479 |
337,492 |
598,600 |
690,300 |
|
Helmand |
HLM |
هلمند |
LashkarGāh |
58,584 |
517,645 |
799,000 |
924,700 |
|
Herāt {Herat} |
HRT |
هرات |
Herāt |
54,778 |
793,198 |
1,578,200 |
1,890,200 |
|
Jowzjān {Jowzjan} |
JWJ |
جوزجان |
Sheberghān |
11,798 |
305,080 |
461,700 |
540,300 |
|
Kābol [Kabul] {Kabol} |
KBL |
کابل |
Kābol |
4,462 |
1,373,572 |
3,138,100 |
4,373,000 |
|
Kandahār {Kandahar} |
KDH |
کندهار |
Kandahār |
54,022 |
574,954 |
1,011,700 |
1,226,600 |
|
Kāpīsā {Kapisa} |
KAP |
کاپیسا |
Maḥmūd-e Rāqī |
1,842 |
250,553 |
382,600 |
441,000 |
|
Khowst [Khost] |
KHW |
خوست |
Khowst |
4,152 |
207,206 |
498,000 |
574,600 |
|
Konarhā [Kunar] {Konarha} |
KNR |
کنرها |
Asadābād |
4,942 |
222,902 |
390,200 |
450,700 |
|
Konduz [Kunduz] |
KDZ |
کندز |
Konduz |
8,040 |
555,437 |
851,300 |
1,010,000 |
|
Laghmān {Laghman} |
LGM |
لغمان |
Mehtarlām |
3,843 |
259,301 |
386,400 |
445,600 |
|
Lowgar [Logar] |
LWG |
لوگر |
Pol-e ‘Alam |
3,880 |
202,761 |
339,700 |
392,000 |
|
Nangarhār {Nangarhar} |
NGH |
ننگرهار |
Jalālābād |
7,727 |
745,986 |
1,289,000 |
1,517,400 |
|
Nīmrūz {Nimruz} |
NIM |
نيمروز |
Zaranj |
41,005 |
103,634 |
141,400 |
165,000 |
|
Nūrestān [Nuristan] {Nurestan} |
NUR |
نورستان |
Pārwon |
9,225 |
78,569 |
128,400 |
148,000 |
|
Orūzgān [Urozgan] {Oruzgan} |
ORU |
اروزګان |
TarīnKowt |
12,600 |
177,600 |
303,600 |
386,800 |
|
Paktīkā {Paktika} |
PTK |
پكتيكا |
Sharan |
19,482 |
245,229 |
377,100 |
434,700 |
|
Paktiyā [Paktia] {Paktiya} |
PTY |
پكتيا |
Gardīz |
6,432 |
288,432 |
477,500 |
552,000 |
|
Panjshīr {Panjshir} |
PNJ |
پنجشیر |
Bāzārak |
3,610 |
95,222 |
133,200 |
153,500 |
|
Parwān {Parwan} |
PWN |
پروان |
Chārīkār |
5,974 |
409,528 |
573,100 |
664,500 |
|
Samangān {Samangan} |
SMG |
سمنگان |
Aybak |
11,262 |
261,693 |
334,800 |
387,900 |
|
Sar-e Pol |
SPL |
سر پل |
Sar-e Pol |
15,999 |
324,528 |
482,900 |
559,600 |
|
Takhār {Takhar} |
TKR |
تخار |
Tāloqān |
12,333 |
519,752 |
845,300 |
983,300 |
|
Wardak (Maydān) |
WRD |
وردک |
MaydānShahr |
8,938 |
285,557 |
517,200 |
596,300 |
|
Zābol [Zabul] {Zabol} |
ZAB |
زابل |
Qalāt |
17,343 |
179,362 |
263,200 |
304,100 |
- (2006) (2015) Central Statistics Office Afghanistan (web).
The 1979 census results do not include about 2.5 million nomades (so-called kuchies). The projection figures do not include about 1.5 million kuchis.
The projections are based on the household listing performed from 2003 to 2005; the reliability of the figures is low.
۶. د افغانستان اوبه
د افغانستان ټولې اوبه ۷۵ میلیارده متر مکعبه دي چې له هغې جملې څخه روانې اوبه ۵۷ میلیارده متر مکعبه دي او د ځمکې لاندې اوبه یې ۱۸ میلیارده متره مکعبه اټکل شوي دي. افغانستان له روانو اوبو څخه ۱۷ میلیارده متر مکعبه او د ځمکې لاندې اوبو څخه ۳ میلیارده متر مکعبه اوبو څخه ګټه اخلي. په دې حساب د افغانستان ۴۰ میلیارده متر مکعبه اوبه ګاونډیو هېوادونو ته جریان مومي. افغانستان پلان لري چې د خپلو روانو اوبو څخه ګټه اخېستنه ۳۰ میلیارده متر مکعبو ته ورسوي. او د خپلو ځمکې لاندې اوبو څخه ګټه اخېستنه پنځه میلیارده متر مکعبو ته ورسوي، بیا به هم د افغانستان له روانو اوبو څخه ۲۷ میلیارده متر مکعبه اوبه ګاونډي هېوادونو ته چې له ازبکستان، ترکمنستان، ایران او پاکستان څخه عبارت دي، جریان ومومي. په دې حساب ویلای شو چې افغانستان او تاجکستان د ازبکستان، ترکمنستان او ایران او افغانستان د ازبکستان، ترکمنستان، ایران او پاکستان لپاره د اوبو سرچینه ده.
۴ جدول: د افغانستان د اوبو حوزې
د اوبو حوزه د اوبو د جریان کلنۍ اندازه په میلیارد متر مکعب
1. د آمو حوزه
2. شمالي سیندونو حوزه ۱،۸۸
3. هلمند د سیند حوزه ۹،۳۰
4. هریرود- مرغاب د سیندونو حوزه ۳،۰۶
5. کابل د سیند حوزه ۲۰،۷۶
ټول
د میدان وردکو په ولایت کې درې سیندونه بهېږي:
1. هلمند سیند
د هلمند سیند د میدان وردکو ولایت د بهسودو د لومړۍ برخې په ولسوالۍ او د دومې برخې په ولسوالۍ کې بهېږي.
2. لوګر سیند
د لوګر سیند د میدان وردک په ولایت کې تقریباً ۳۵۰ کیلومتره بهیږي.
د لوګر د سیند د پاسه د چک بند جوړ شوی دی چې ۳۳۰۰ کیلو واټه بريښننا تولیدوی چې دوه توربینونه یې له کاره لویدلي دي. په دې وختونو کې د جغتو په ولسوالۍ کې د دانا د بند د اوبو زیرمه رغاول شوې ده.
3. میدان سیند یا د کابل سیند
د میدان وردکو په ولایت کې تقریباً ۲۴۰ کیلومتره بهیږي، چې میدان ښار، د جلریز ولسوالۍ او د نرخ ولسوالۍ یوې برخې ته اوبه برابروي.
د میدان او وردکو په ولایت کې اوه ځایونه د بندونو د جوړولو لپاره په نښه شوي دي، چې کولای شي په زرونو جریبه ځمکه خړوبه کړي. دغه د اوبو لګولو بندونه په لاندې ډول دي:
۱. د جغتو په ولسوالۍ کې د Ghandahkol بند،
۲. د چک په ولسوالۍ کې د چک بند،
۳. د چک په ولسوالۍ کې Gardan masjid بند،
۴. د سید آباد ولسوالۍ دشنیز په دره کې د بغک بند،
۵. د نرخ په ولسوالۍ کې د اقچې بند،
۶. د جلریز په ولسوالۍ کې د سنګلاخ بند،
۷. د بهسودو په مرکزي ولسوالۍ کې د سرخ آباد بند،
نړیوال بانک د شپږو بندونو د جوړولو او د چک د برښنا د تولید د فابریکي د رغاونې او د دوه نورو توربینونونو د نصبولو لپاره د اوبو لګولو او انرژۍ وزارت ته بودجه منظور کړې ده، خو تر اوسه ورباندې کار نه دی پېل شوی.
د اوبو لګولو عمده سرچینی کاریزونه، سیندونه، چینې، څاه ګانې او ژوری څاګانې دي. په اتو ولسوالیو کی د کرنې ۸۰ سلنه اوبه لګول د کاریز، سیندونو او چینو پواسطه کېږي. د میدان وردکو ولایت د کرنې د اداری په وینا: د لوګر او وردکو د سیند له پاسه ۱۵۰۰ کوچنۍ او منځنۍ ویالې او ۷۰۰ لویې ویالې جوړې شوي دي، چې رغاونې ته یې سملاسې اړتیا ده.
د کرنې عنعنوی توکی لکه وریجي د وروستیو وچکالیو له امله چې په سیندونو، کاریزونو او چینو کې اوبه په سلو کې ۹۰ کمې شوي دي له پوښتنې سره مخامخ کړي دي. خو د افغانستان د کرنې وزارت په دې نه دی توانیدلای چې د وریجو داسې تخمونه معرفی کړي چې کمې اوبه وغواړي.
د میدان ورکو ۵۰ سلنه د اوبو لاندې ځمکه باغدارې ته تخصیص شوې ده، خو شخص ژورو څاګانو په سیمه کې د ځمکې لاندې اوبو سطحه ۵۰ متره ښکته بېولې ده.
۷. کانونه
د میدان وردکو په ولایت ۳۲ راجستر شوی کانونه شته چې خورا مهم یې په لاندې ډول دي:
کرومایتو کان په نرخ، میدان ښار، سید آباد او د بهسودو په لومړۍ برخه کې، د مرمرو کان په میدان ښار، د بهسودو په لومړۍ برخه، په سید آباد، نرخ او د بهسودو په دویمه برخه کې، شاه مقصود د بهسودو په لومړۍ برخه کې، د تباشیرو کان په ده میر داد کې او د تلک کان په سید آباد کې، د تعیمراتي ډبرو کان په میدان ښار کې او د تباشیرو کان په ده میر داد کې د یادونې وړ دي.
د افغانستان راتلونکی په اوبو او کانونو ولاړ دی، نو په کار ده چې په دواړو برخو کې متخصصین وروزل شي او ګټه ورڅخه واخېستل شي. اوس له کانونو څځه په غېر قانوني ډول کار اخېستل کېږي او د دې ویره شته چې د افغانستان شتمني په افغانستان کې د امنیت د نشتون له امله لوټ او تالان شي.
۷. د میدان وردکو ولایت ښوونه او روزنه
په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د میدان وردک ټول ښوونځي: ۴۸۱
۵جدول: د عمومي تعلیماتو ښوونځی، مدرسې، تخنیکی او حرفوي ښوونځي او د ښوونکو د روزنې مرکزونه
د عمومي تعلیماتو ټول ښوونځي |
لیسې |
منځني ښوونځي |
لومړني ښوونځي |
۴۲۷ |
۱۲۶ |
۱۱۲ |
۱۸۹ |
ټول |
دارالحفاظ |
دارالعلوم |
مدرسې |
۳۴ |
۱۳ |
۲ |
۱۹ |
ټول |
تخنیکي او حرفوي ښوونځي |
تخنیکی او حرفوي انسټیټوټونه |
۱۱ |
۵ |
۶ |
د لیک لوست د زده کړې ښوونځي |
د ښوونکي د رزونې مرکزونه |
۰ |
۹ |
د افغانستان ټول ښوونځي ۱۶۹۷۳، چې ۶۴۵۷ لومړني ښوونځي، ۴۰۰۲ منځني ښوونځي، ۴۹۲۵ لیسې چې د افغانستان د عمومی تعلیماتو ټول ښوونځي ۱۵۳۸۴ دي. په هېواد کې ټولې مدرسې ۶۷۳، دارالعلومونه ۸۶ او دارالحفاظونه ۱۶۹ دي چې د اسلامي علومو ټول ښوونځي ۹۲۸ کېږي. تخنیکی او حرفوی انسټېټونونه ۹۵، تخنیکی او حرفوي ښوونځي ۱۸۴ چې ټول ۲۷۹ کېږي. د ښوونکو د روزنې مرکزونه ۳۱۷ او د لیک لوست د زده کړې ښوونځي ۶۵ دي.
۶ جدول:د پوهنې وزارت د معلومات له مخې په ۱۳۹۴ لمریز کال کې میدان وردک د زده کوونکو شمېر:
ټول |
ښځینه زده کوونکي |
نارینه زده کوونکي |
۱۶۵۵۳۳ |
۴۹۷۱۸ |
۱۱۵۸۱۵ |
ټول |
ښځینه |
نارینه |
۹۱۷۷۹۷۳ |
۳۵۱۳۰۲۶ |
۵۶۶۴۹۴۷ |
د میدان وردک ولایت ښوونکي د برنامې له مخې
عمومي تعلیمات
ټول |
ښځینه |
نارینه |
۴۰۸۹ |
۲۴۰ |
۳۸۴۹ |
اسلامي تعلیمات
ټول |
ښځینه |
نارینه |
۱۶۳ |
۳ |
۱۶۰ |
مسلکي تعلیمات
ټول |
ښځینه |
نارینه |
۱۱۲ |
– |
۱۱۲ |
د ښوونکو روزنه
ټول |
ښځینه |
نارینه |
۴۰۸۹ |
۲۴۰ |
۳۸۴۹ |
سواد حیاتي
ټول |
ښځینه |
نارینه |
۶۴ |
۲۱ |
۴۳ |
ټول
ټول |
ښځینه |
نارینه |
۴۵۰۹ |
۲۶۴ |
۴۲۴۵ |
۷ جدول: په افغانستان کې ښوونکي د برنامې له مخې:
عمومي تعلیمات
ټول |
ښځینه |
نارینه |
۱۸۸۰۳۷ |
۶۲۷۹۶ |
۱۲۵۲۴۱ |
اسلامي تعلیمات
ټول |
ښځینه |
نارینه |
۶۷۷۴ |
۶۱۲ |
۶۱۶۲ |
مسلکی تعلیمات
ټول |
ښځینه |
نارینه |
۲۵۵۰ |
۵۵۳ |
۱۹۹۷ |
د ښوونکو روزنه
ټول |
ښځینه |
نارینه |
۲۶۰۹ |
۳۷۲ |
۲۲۳۷ |
سواد حیاتي
ټول |
ښځینه |
نارینه |
۳۵۶۵ |
۱۳۳۰ |
۲۲۳۵ |
ټول
ټول |
ښځينه |
نارینه |
۲۰۳۵۳۵ |
۶۵۶۶۳ |
۱۳۷۸۷۲ |
د میدان وردک ولایت د زده کوونکو شمېر ۱۶۵۵۳۳ تنه دي چې په هېواد کې ۲۲ ولایت دی. میدان وردک د عمومي تعلیماتو ۴۲۷ ښوونځي لري ۱۶ ولایت دی. د اسلامي تعلیماتو د ښوونځیو، دارالعلوم او دارالحفاظونو شمیر ۳۴ دي چې په دی حساب اوم ولایت دی. وردک ولایت ۱۱ حرفوي ښوونځي او انسټېټونه لري چې په دې حساب دریېم ولایت دی. په دې ولایت کې د ښوونکو د روزنې ۹ مرکزونه دي چې په هېواد کې ۱۳ ولایت شمېرل کېږي. د میدان وردک ولایت د لیک لوست ښوونځي نه لري.
د میدان وردکو ولایت د عمومي تعلیماتو ۴۰۸۹ ښوونکي لري، چې په دې حساب په هېواد کې ۱۴ ولایت دی. په دې ولایت کې د اسلامي تعلیماتو ۱۶۳ ښوونکي دي، چې د هېواد په کچه ۱۵ ولایت دی. د مسلکی تعلیماتو ۱۱۲ ښوونکي لري دریېم ولایت دی. په دې ولایت کې د ښوونکو د روزنې ۸۱ ښوونکي دی چې په دې حساب ۱۴ ولایت ګڼل کېږي. په همدې ډول ویلای شو چې د سواد حیاتي ۶۴ ښوونکي لري ۲۶ ولایت دی. د میدان وردکو ټول ښوونکي ۴۵۰۹ تنه دي، ۱۴ ولایت ګڼل کېږي.
۸ جدول: زده کوونکي د نفوسو له مخې په ښوونځیو کې
زده کوونکی ٪ |
نفوس |
ز ده کوونکی |
ولایت |
٪۲۷،۷۶۰ |
۵۹۶۳۰۰ |
۱۶۵۵۳۳ |
وردک |
٪۳۲،۱۳۳ |
۳۹۲۰۰۰ |
۱۲۵۹۶۵ |
لوګر |
٪۳۱،۹۷۴ |
۶۶۴۵۰۰ |
۲۱۲۴۷۳ |
پروان |
٪۳۱،۶۵۷ |
۴۴۷۲۰۰ |
۱۴۱۵۷۳ |
بامیان |
٪۲۹،۱۸۲ |
۱۲۲۸۸۰۰ |
۳۵۸۵۹۴ |
غزني |
٪۳۳،۲۰۷ |
۴۳۷۳۰۰۰ |
۱۴۵۲۱۶۵ |
کابل |
٪۳۲،۰۶۶ |
۴۴۱۰۰۰ |
۱۴۱۴۱۵ |
کاپیسا |
دوام:
د نفوسو له مخې په ښوونځیو کې زده کوونکی |
نفوس |
د زده کوونکو شمېر |
ولایت |
٪۲۷،۷۶۰ |
۵۹۶۳۰۰ |
۱۶۵۵۳۳ |
وردک |
٪۴۲،۲۲۰ |
۱۸۹۰۲۰۰ |
۷۹۸۰۴۶ |
هرات |
٪۳۱،۹۷۴ |
۶۶۴۵۰۰ |
۲۱۲۴۷۳ |
پروان |
٪۳۲،۱۳۳ |
۳۹۲۰۰۰ |
۱۲۵۹۶۵ |
لوګر |
٪۴۹،۴۳۴ |
۱۵۱۷۴۰۰ |
۷۵۰۱۱۰ |
ننګرهار |
٪۴۱،۸۲۱ |
۱۳۲۵۷۰۰ |
۵۵۴۴۲۶ |
بلخ |
٪۱۹،۷۱ |
۱۲۲۶۶۰۰ |
۲۴۱۷۸۳ |
کندهار |
په ۱۳۹۱ لمریز کال په افغانستان کې ښوونه او روزنه وارزول شوه، په پای کې معلومه شوه چې په ورستیو پنځو کالو کې د ښوونې او روزنې د زده کوونکو په شمیر کې ۲۹ سلنه زیاتوالی راغلی وو. د دې ارزونې له مخې اټکل وشو، چې په کال کې که د ۵۰۰ ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې شي، نو په ۱۳ کالو کې به ټول هغه ښوونځي چې ودانۍ نلري، ودانۍ به ولري.
۹ جدول: که چیرې د زده کوونکو په شمېر کې په پنځو کلونو کې ۲۹ سلنه زیاتوالی راشي، نو په یوه کال کې د ښوونځیو د زده کوونکو په شمېر ۵،۸ کی سلنه زیاتوالی راځي.
کال نفوس
۰ـــــــــــــــــــــــــــــ
۱ـــــــــــــــــــــــــــــ
۲ـــــــــــــــــــــــــــــ
۳ـــــــــــــــــــــــــــــ
۴ـــــــــــــــــــــــــــــ
۵ـــــــــــــــــــــــــــــ
۶ـــــــــــــــــــــــــــــ
۷ـــــــــــــــــــــــــــــ
۸ـــــــــــــــــــــــــــــ
۹ـــــــــــــــــــــــــــــ
۱۰ــــــــــــــــــــــــــــ
۱۱ــــــــــــــــــــــــــــ
۱۲ــــــــــــــــــــــــــــ
۱۳ــــــــــــــــــــــــــــ
۹۱۷۷۹۷۳ ۲۰۳۵۳۵
زده کوونکي ښوونکي
۸. د ښوونې او روزنې ارزونه
۱. معرفتي ساحه ( پوهه)
- د کتاب یو فصل زده کوونکو ته درس ورکوو، نو که زده کوونکي د همغه فصل موضوعګانې له یاده ووایي، نو مونږ وایو چې نوموړی زده کوونکی په موضوع پوهیږي. په معاصره ښوونه او روزنه کې دغه ډول زده کړه، د زده کړې ډېره ټېټه کچه ده چې د Remembering په نوم یادیږي.
- د موضوع درک کول Understanding
- په کار وړل او ګټه اخېستل Applying
- د موضوع تحلیلول Analysis
- یو ځای کول Synthesis
- ارزونه Evaluation
۲. عاطفي ساحه
- په غور او درناوي غوږ اېښودل
- په زده کړه کې په مینه برخه اخېستل
- په زده کړه کې برخې اخېستلو ته ارزښت ورکول
- د لومړیتوب حق له مخې موضوعګانې تنظیمول
- په برخه اخېستلو کې خپل سلوک کنترولول
۳. حرکي ساحه
- له حواسو څخه ګټه اخېستنه او تقلید کول
- له خپل دماغ، ذهن، د بدن له غړو څخه په فزیکي ډول ګټه اخېستنه او حساس کیدل او د هغې له مخې غبرګون
- غبرګون لارښود کول
- عادت ګرځول
- تخصص
- د خاصو شرایطو له مخې مهارت ته وده ورکول
د دې لپاره چې د بلوم طبقه بندۍ له مخې ښوونه او روزنه عیار کړو، نو لازمه ده چې لاندې ټکي په پام کې ونیسو:
۱. د ښوونکي او زده کوونکو تناسب:
هر څومره چې په ټولګي زده کوونکي له ۱۸ څځه کمیږي زده کړه زیاتیږي او په همدې ډول هر څومره چې زده کوونکي په ښوونځي کې زیات پاتې شي په همغه اندازه زده کړه زیاتیږي.
۲. په مضمون حاکمیت، درسي مکلفیت، د زده کړې فضاء او د زده کړې مواد په ښوونځیو کې د زده کړې په اغېزمنتوب اغېزه کوي.
۳. په ښوونځیو کې د نقل د کلتور مخه نیول او ۱۰۰ هلکان چې په لومړي ټولګي کې شامل شي ټول د یوه عمر وي او په ۱۲ کالو کې ټول له دولسم ټولګي څخه فارغ شي. په ۱۳۷۲ کې هغه ۱۰۰ زده کوونکي چې په لومړي ټولګي کې شامل شوي وو په افغانستان کې ۳ تنه په ۱۲ کالو کې له دولسم ټولګي څخه فارغیدل خو په پاکستان کې ۷ تنه، په هند کې ۱۵ تنه، په لویه برتانیه کې له ۸۰ څخه زیات او په جاپان او د امریکا په متحده ایالاتو کې له ۱۰۰ څخه سل فارغیدل. په ۲۰۰۰ میلادي کال کې د یونسکو د مطالعې له مخې هر افغان په منځني ډول په ښوونځیو کې له یوه کاله څخه کمه موده تیره کړې وه، په ۲۰۱۶ کې هغه افغاني ۱۰۰ ماشومان چې په ښوونځي کې شاملیږي له ۱۰ څځه کم کسان په ۱۲ کالو کې له دولسم ټولګي فارغیږي او هر افغان په ښونځیو کې په منځني ډول له ۲/۱ ۳ کالو څخه کمه موده په ښوونځیو کې تیره کړیده.
۹. هغه لاملونه چې په افغانستان کې زیات ماشومان ښوونځي ته نه ځي:
۱. ولسي پوهاوی:
ډیر خلک اوس هم د ښوونې او روزنې په اهمیت نه پوهیږي.
۲. نا امني، پر ماشومانو کار، د ښوونځیو نه موجودیت یا د کور او ښوونځي تر منځ واټن، په لاره کې د ماشومانو ازارول، د زده کړې لپاره اسانتیاوې.
۳. کلتوري خنډونه
د ښځینه ښوونځیو په وړاندې کلتوري خنډونه، د ښځینه مسلکي ښوونکو نه شتون
۴. حاضري
د ښوونې او روزنې کیفیت، وهل او ټکول او داسې نور د زده کړې په وړاندې خنډونه بلل کیږي. ناسم راپورونه او د ښوونځیو مراقبت او روزنه او ښوونه او روزنه د یوه مسلک په توګه نه پېژندل.
نیټه: ۲۲/۴/۱۳۹۵
ماخذونه
۱. ارینزی، احسان الله. (۲۰۱۳). د نړۍ هېنداره: آسیا. لومړی ټوک، څلورم چاپ، الازهر خپرندویه ټولنه.
۲. انصاری، سلطان محمد. (۱۳۹۰). جغرافیای عمومي افغانستان. بلخ: سرور سعادت.
۳. پوهنې وزارت(۱۳۹۴). د افغانستان د ښوونځیو، ښوونکو او زده کونکو احصاییه. کابل: پوهنې وزارت.
۴. کلیو او پراختیا وزارت راپور.
Qamber Ali Zareh/PMSU/NABDP/MRRD
۵. مرکزی احصاییه. (۱۳۹۴). د ولایتونو له مخې د افغانستان نفوس. کابل: مرکزي احصاییه.
۶. عارض، غلام جیلانی. (۱۳۹۳). جغرافیای ولایات افغانستان. کابل: کابل پوهنتون.
۷. صافی، لطف الله. (۱۳۹۲) د نفوسو جغرافیه. کابل: کابل پوهنتون.
۸. ریاست معارف ولایت میدان وردک (۱۳۹۴). ګزارش از پیشرفت اجراآت پلان عملیاتی سال ۱۳۹۴. میدان وردک.
۹. تڼیوال، محمد ظریف.(۱۳۹۴). د افغانستان عمومي جغرافیه. کابل انتشارات یوسفزاد.
10. Getis, Arthur, Judith Getis and Jerome D. Fellman. (2006)
Introduction to Geography. New York: McGraw Hill.
11. NEPA. (2012). Afghanistan Initial communication to the United Nations Framework Convention on climate change. Kabul: UNEP,NEPA and GEF.
12. UN.(1950-2016). Afghanistan population. Kabul