Homeخبرونهد چینایي انجینرانو د وژل کېدو په غبرګون کې د پاکستاني چارواکو...

د چینایي انجینرانو د وژل کېدو په غبرګون کې د پاکستاني چارواکو ګډه غونډه

تاند (۵ شنبه، د حمل ۹ مه) د پښتونخوا په شانګله کې د ۵ چینایي انجینرانو له وژل کېدو او په دې اړه د چین له جدي اعتراض وروسته، د پاکستان چارواکي سخت وارخطا ښکاري.

په دې لړ کې پرون ناوخته د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف، د پوځ مشر جنرال عاصم منیر او ګڼو مرکزي او فیډرالي چارواکو په ګډون غونډه شوې.

په دې غونډه کې عاصم منیر د یادې پېښې د عاملانو د نیولو او مجازات ژمنه کړې.

صدراعظم شهباز شریف هم په دې غونډه کې دغه پېښه ډېره خواشینونکې ګڼلې او پاکستان یې په ملي کچه د ترهګرۍ سخت خطر سره مخ یاد کړی.

پاکستاني چارواکو د دې پېښې په اړه بیا- بیا مختلف بیانونه ورکړي، خو داسې ښکاري چې د چین د قناعت په ترلاسه کولو نه دي بریالي شوي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف او د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه دواړه مدعي شوي، چې دغه برید له افغانستان څخه سرچینه اخلي.

په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم هم دا تور رد کړی او هم یې پر چینایي انجینرانو برید غندلی.

ډېرو څارونکو او امنیتي شنونکو هم ویلي، چې د پاکستان ادعاوې په دې تړاو بې بنسټه دي.

د تحریک طالبان پاکستان ډله، چې پاکستان پرې د پېښې ملامتي په مستقیمه توګه اچولې؛ هم دغه پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

پاکستان کې اقتصادي ناورین هم د شدت خوا ته روان دی او چین یوازېنی هېواد ښکاري، چې لا یې د دغه هېواد د خپلو اتباعو برعکس دلته خپله پانګونه روانه ساتلې.

باکستان وېره لري، چې د داسې بریدونو دوام به ترې د چین د پانګې لمنه هم ورټوله کړي.

مخکې د بلوڅ بیلتون پالو غورځنګونو په بلوچستان کې پر چینایي اهدافو د بریدونو مسوولیت منلی.

پاکستان تر دې مخکې هم ورته بریدونه یوازې غندلي او پړه یې کله د افغانستان پر خاورې او کله پر هندوستان اچولې ده.

پاکستانی خبریال طاهر خان باور لري، چې له ټولو څرګندونو او توجیهاتو سره د پاکستان د پوځ په ګډون د دغه هېواد ټول بنسټونه د خپل قلمرو په امنیت ساتلو کې ناکام شوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...