شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د شعر مخالفین| نعمت اللہ صدیقي

د شعر مخالفین| نعمت اللہ صدیقي

 هغوی چې په خوږو خبرو مري
له شعر سره زموږ د خلکو په تېره بیا د لوستې طبقې مخالفت له هغه عامه ذهنیته ډېر بدل نه دی، چې دوی او هغوی دواړه یې غېر ضروري، د وخت ضایع او بې ګټې بولي، یوازې په همدومره توپير، چې د ویلو او څنډلو انداز یې بدل دی؛ نور نو د استدلال نوعیت یې یو ډول دی. دا شاید استدلال هم نه وي، ځکه موافق او مخالف استدلالونه د یوې پدیدې د هر اړخیزې بیانيې له پوهېدنې او پېژندنې وروسته ممکن دي، هغه چې د شعر او شاعر په بېخي او عادي ځانګړنو او مفروضاتو هم خبر نه دي، د داسې یوه مجموعي او عامه مخالفت او پر بې اهمیتۍ یې څنګه خبره کولای شي.
افلاطون سخت بلا دماغی و، مخالفت یې د ځېرکۍ حد لري،  د شعر پر ځای یې شاعران له خپل ریاسته ویستلي وو، یعنې اوس هم د شعر او شاعر تفکیک او له یو بله یې د بېلولو کشاله د معاصرې ادبپوهنې یو بل جنجالي بحث دی؛ مګر سره له استدلال او ځېرکۍ بیا هم نه له افلاطون سره چا منلې او نه یې مني!! ځکه ده هم شاعر د خپل عقلاني جمهوريت لپاره د عقل او وسیلې د تعهد په زنځيرونه تړلی غوښته.
دا سمه ده، چې شعر به د مادي نتایجو او څرګندو بدلانونو شی نه وي، خو دا به هم نه سره هېروو، چې حتی همدا شېبه چې زه او ته دا توري او لیکنه لولو، د یوه ډېر طبعي فوق العاده  ژبنیو میکانیزمونو او نښو په واسطه له یو ــ بل سره په ذهني دنیا کې واقع یو، دا ذهني دنیا زموږ د هغه شته او ناشته واقعیتونو چې زموږ د تصور برخه دي او ځینې هغه یې زموږ له ذهنونو په بهر مادي دنیا کې هم شته، دلته یې د لیکنیو نښو، تورو، لفظونو، تخیلاتو او د تصوراتو په بڼه یو جهان اباد دی او دا جهان د بشر د خپل طبعي خلاقیت یوه داسې ځانګړنه ده، چې که نه وای؛ نو  انسان به پرې نیمګړۍ وای.
ټول هغه افکار، تخیلات، تصورات او حتی ژبه او د ژبې اړوند د مکالمې او پوهاوي میکانیزمونه د همدغه بشري ځانګړنې خواږه دي، چې انساني شرف او خلاقیت پرې ښایسته دی. اوس که یو څوک شاعر ته وايي، چې ته متخیل او خیالي ګر یې!! دا مه کوه یا مه لیکه او دا عمل بې ګتې او غېر ضروري دی؟ ایا دای د همدغې ښکلې او حسینې دنیا پر یوه خورا مهم توکي معترض نه دی؟ کنه وي او توجیه دا وي، چې موږ د تخیل مخالف نه یو؛ مګر د افراط خبره یې کوو؛ نو دوه خبرې دي، یو خو دا چې موږ پورته وویل، چې زموږ په ټولنه کې د شعر د مخالفینو استدلال هغسې نه دی، چې موږ یې استدلال وبولو، ځکه دا په خپله یو ډول افراط دی، په همدغه افراط یې بل افراط همدا  ذوقي یا تخصصي تپنه یا تحجم ده، مانا دا چې زه عاقل یم، ته هم مفکر شه، زه ساینس پوه یم، ته یې هم باید زده کړې، زه پر عصري ټیکنالوژیو پوهېدونکی متخصص یم، ته هم باید دغه لار تعقیب کړې!! ادب، شعر او شاعري څه وي؟ دغسې د مطلق حکم خاوندانو او مخالفینو شاید د نابغه خوشال دا کرښه نه ده لوستې، چې:
هر سړی پيدا دی، خپل خپل کار لره کنه
  دویمه خبره یې دا، چې موږ شعر ته ولې دومره په سطحي تقابل او نظر ګورو، د پورته ځينو خبرو له سیاقه معلومېږي، چې موږ د شعر په پرتله باید نورو څانګیزو علومو او زده کړو ته مخه کړو او دا معاصر ضرورت هم دی، معاصر ضرورتونه خپلول بلکل د ویښو او روښانه ملتونو تقدیر وي، او په ترلاسه کولو کې یې سستي د کاهلات او لټۍ اوج دی؟ خو هغه چې د ویښتیا د یوه خورا ډېر مهم توکي نفې کوي او پر معمولي اهمیت هم ورته قایل نه دي، څنګه یې خپلولی شي؟ یعنې شعر او فکشن یا په ټوله کې هنر او ادب چې د نړۍ د خورا لویو تجربو محصول یې په ذهني، فکري، عاطفي او شعوري ویښتیا کې ونډه مهمه بولي، موږ یې داسې نفي کوو، چې په هیڅ ضرورت یې نه حسابوو، کنه اوس د علومو په مرکزیت یا بین العلومي رشتو او تقدس څوک نه پوهېږي.
ما هیڅ داسې شاعر او د شعر موافقین او مبالفین نه دي لېدلي، چې د شعر په اهمیت دې یې د همدې معاصرو علومو، عصري ضرورتونو او پرمختګونو نفي کوي، خو شاعر یا شعر چې د همدې پرمختګونو او معاصرو ضرورتونو په لړ کې د یوې بېلې ذهني برخې ځای لري، زموږ د ټولنې مخالفین یې د افراطي مینې او علاقې په تور تحریفوي. شعر، ادبیات یا په ټوله کې هنر چې د تخیل د ځانګړنو په اساس د همدې بېلې دنیا په توګه د نویو خبرو، خیالاتو او تصوراتو تخلیق کوي، دا په خپله زموږ د اندروني احساساتو، عواطفو او تمایلاتو په سمونه، روزنه او د یوه مهم ضرورت له مخې یې اخیستنه یوه جدي اړتیا هم ده، ځکه موږ په حیث د انسان د همداسې یوه طبعي جوړښت له مخې متنوع هم یو، مثلاً همدا معاصر ساینس او ټیکنالوژیک فکر او تمایلات خپلول زموږ اړتیا ده، خو تخیل هم زموږ د ژوند د یوې برخې ضرورت دی، یعنې ساینسپوه او طبي ډاکتر له خپل مسلکي ژوند سره سره د خپل شخصي ژوند روماني او خیالي احساسات او عاوطف هم لري، یو انجینر او تجار د ژوند د همدې جدي وچو سپورو مسولیتونو ترڅنګ د ژوند مینه، هوس او ښکلایز تمایلات هم لري، ایا دا افراط نه دی، چې ژوند په شخصي او مسلکي ډول دواړه یو وګڼو.
څومره چې په يوه معتدله او کامله ټولنه کې په مسلکي ډول او ژوند کې د معاصرو ضرورتونو د فکر او پرمختګونو وده او سوچ ضروري ده، په همدومره کچه په ټولنیزو او عاطفي برخو کې هم شعر، کیسې او په مجموع کې هنر ته اړتیا لري، زموږ په څېر ټولنه چې اوسنیو جګړو او تاوتریخوالي په کې د تشدد مخینه جوړه کړه او د ساینسي او مسلکي ویجاړیو ترڅنګ یې د نرمو او ملایمو اخلاقو او عاوطفو له بحران سره هم مخ کړي یو، هنر او ادبیات یې یوازینی متبادل او لاره ده.
د لښکرونو ملک ته وایه
په مړو موړ شوې که لا نور کوې جنګونه
شعر د همداسې یوې مظلومې خو په عین حال کې زورورې عاطفې غږ او نوم دی، چې په غېر محسوسه توګه دې ګاڼی زړه در اوبه کوي او که د پرمختګونو وچو سپورو دماغونو دې سر بند کړی وي او په همدې نامه دې انساني ګتلې ته د باردو ډېري ایښي وي؛ نو بیا دې هم متوجه کوي:
د تور ټوپکو اوستاکاره
د ښو ځوانانو خون به ستا په غاړه وینه
تر دې وراخوا شعر د ژبې په روایت کې هم خپل یو ځای او مقام لري، همدا شعر او تخلیقي توانايي او قوت دی، چې ژبو ته ژوند بخښي او د خپل ډینامیکي خاصیت له مخې ژبو ته تنوع ورکوي، هغه ژبې چې شاعري په کې ژوندی ده، ژبې یې ژوندی ساتلي دي، ملي هویت او تشخص یې خوندي دی او نورې ژبې او خلک یې د قدر په سترګه ورته ګوري او دا وړه خبره نه ده
هغوی چې له شاعرۍ سره مخالفت کوي، یو دلیل یې دا هم وايي، چې دا د ټولنې په بدلون کې کوم نقش نه لري، زه فکر کوم، دوی د شعر او هنر د همدغه رسالت په اهمیت او نقش نه دي خبر، کنه څنګه یې په پورته مواردو او د انسان د دغه ستر او نسبتاً بنسټيز بدلون پر اهمیت سترګې پټې کړي. دوی شاید په خوږو خبرو مري، دوی که خامخا د شعر مخالفت کوي او پر اهمیت او بنسټيزو ارزښتونو یې ځان نه پوهوي؛ نو دوی ته خو اروښاد عمر دراز مروت لا پخوا په خپله مظلومه مخاطبه ویلي وو
زه په ترخه خبره مرمه عمر دراز مروته
زما د قتل دې سوچونه ډېر یاران نه کوي
شاعر په ترخه او مخالفین یې په خوږو خبرو مري، دا زموږ د خلکو او ټولنې پراډوکس نه دی؛ بلکې دا یو جدي او سر ناخلاصی تریخ حقیقت دی، پر حقیقتونو نیمه پوهاوی هم غنیمت دی؛ مګر هڅه یې لومړنۍ شرط دہ.
 شعر د معاصر مصروف انسان د ماشیني ژوند رنګیني جوړوي او د صنعت او ساینس په شور او اور کې د خلکو د ټولنیز او شخصي رومانس او تفریح، سامانونه تخلیقوي؛ ځکه نو د شعر او شاعر اهمیت او ضرورت د انساني ټولنو او ریاستونو یو مهم او جدي ضرورت دی. کنه انسان به انسان پاتې نشي؛ بلکې وچ کلک ماشین به شي.
کالم/ رنسانستان

12 COMMENTS

  1. محترم صدیقی صیب السلام علیکم : د شعر په باره کی اللّ ج په خپل کلام کی فرمایی وَالشُّعَرَاءُ يَتَّبِعُهُمُ الْغَاوُونَ (224) أَلَمْ تَرَ أَنَّهُمْ فِي كُلِّ وَادٍ يَهِيمُونَ (225) وَأَنَّهُمْ يَقُولُونَ مَا لَا يَفْعَلُونَ (226)الشعرا لکه څنګه چی تاسی په لیکنه کی هم وضاحت ورکړی کوم شعرونه چی په واهیاتو ولاړ وی او هیڅ عملی اړخ نه لری د پولنی مطلق اکثریت ورسره علاقه نه ښایی دین هم ورته په ښه نظر نه ګوری .

  2. عبدالرشید صاحب لطف وکرئ هر څه ته د دین د نظره مه ګورئ. دنیا کې تر ټولو غریب، خیراتخور،بې سواده او بې کماله ملتونه هغه دي چې د ملا خبرو ته غوږ غوږ دي. تر څو به ځان غلطوئ او ملت به غلطوئ او د عيسايانو په خیرات به روژه ماتوئ؟؟؟؟؟

  3. عبدالرشيد ساب مهربانبي وکړي داد الله ج روايت چي ناسو راوړی ولي په مورني نه ژباړي چي سړی ئي په معنا پوه شي.
    متاسفانه چي ډيرليکوالان عربي لغات او اسلامي روايات په خپلو ليکنو کي په عربي ژبه کاروي خو معنا يي په مورني ژبه نه ليکي سړي ته سوال پيدا کيږي جي ايا دا ليکوال يي په خپله په معني نه پوهيږي او که نه غواړي چي ويونکي دده په ليکنه پوه شي.
    زما دا غوښتنه له ټولو ليکوالو دا ده چي د پردی ژبي روايات د مورني ژبي په متن کي کارول بايد وژباړل او يا تشريح شي چي دګوګل له ژباړي غلت مقصد وانخلو. ګوګل لغت په لغت ژباړه کوي او د غلت مقصد اخستلو ختر يي ډير ده.
    خوښنه.

  4. زما په نظر شعر ( چی اصلی مفهوم ئې منظومه وینا ده ) یوه فکری مباح مۇلده فابریکه ده چی غالباً « علم » ته ورته ده. علم هم مثبت او هم منفی اړخونه لری ( هم د انسان د نابودی په نیت اټوم بم جوړوی او هم همدا اټوم د برق د تولید لپاره کارول کیږی).
    بله دا چی هیڅ پیغمبر شعر نه دی ږغولی خو هیڅ پیغمبر د شعر ږغولو سره مخالفت نه دی کړی.

  5. ګران ورور شرافت صاحب کله چی مونږ د الله ج په وحدانیت او درسول الله ص په رسالت ایمان راوړ نود ژوند په ټولو برخو کی باید دالله دین ومنو په ټولو کايناتو کی یوه ‌ذره قدر هم د الله ج دعلم څخه بهر نشته الله وایی ( الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا ) داچی تاسی وایی چی ډیری مسلمانان د عیسایانو په خیراتونو روزه ماتوی بالکل حقیقت دی تر کومه وخت چی مسلمانانو په کامل ډول ددین احکام په ځان پلی کول تر هغو یی د عیسایانو څخه جزیه اخستله او خپل خیراتونه یی په یهودو او عیسایانو لورول تاریخ ددی شاهد دی ، کله چی یی دین ته شا کړه اوس به لازمی د کفارو په خیراتونو پایی الله ج فرمایی (وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى طه ۱۲۴ ) څوک چی زما د ‌ذکر نه مخ واړوی دنیاوی ژوند به یی لنډ تنګ کړم او په اخرت کی به یی ړوند را پاڅوم .
    د خال ورور نیوکه هم د سر په سترګو منم اګر چی ځه کوم دینی عالم نه یم تاسی ته پوره پته ده چی نن ورځ درسنیو جال دومره خور دی چی کله سړی سر ورښکاره کړی په ملییونونو ضد او نقیض شیان به په کی وګوری دسړی زړه وغواړی چی خپل نظر پکی شریک کړی . البته د نقد یا مشوری په ډول د صدیقی ورور تحلیل می ډیر خوښ شو هغوی هم د شعر په کمزوریو رڼا اچولی ده زه ورته احترام لرم .
    ما د قران پاک د ایاتونو پښتو ژباړه صرف په دی سوچ ونه لیکله چی هر مسلمان وګړی باید په خپل کو ر او یا کارځای کی د الله کتاب قران مجید یوه لیکلی نسخه سره د یو معتبر تفسیر په هره ژبه چی وی باید ولری دمشکل د پیدا کیدو په صورت کی هغی ته مراجعه وکړی ، څوک چی انټر نټ ته لاسرسی لری دهغه لپاره هیڅ مشکل نشته په څو ثانیو کی کولای شی لکونه اسلامی سایټونه او پی ډی ایف کتابونه ومومی.
    د مخکینی ایاتونو ترجمه داده که چیری پورته ایاتونه لږ په دقت سره ولوستل شی ټو ل نه خو یو زیات شمیر شاعران په همدی موقف کی قرار لری مفسرین ۲۲۷ نمیر ایات هم د موضوع سره مرتبط کڼی د تفصیل لپاره یی تفاسیرو ته مراجعه کولای شی چی په هغی کی د نیکو شاعرانو صفات بیان شوی دی.
    او شاعران پیروی ددوی کوی ګمراهان(شاعران د شیطانانو پیروی کوی)۲۲۴ ایا ته نه ګوری چی دوی په هره وادی (میدان) کی سروهلی بر وهلی ګرځی۲۲۵ او دوی هغه څه وایی چی عمل پری نهّ کوی ۲۲۶ سوره الشعرا ۱۹ پاره والسلام

  6. د بحث د تکمیل لپاره باید اضافه کړم چي :د رسول الله صلی الله علیه و سلم د یو مبارک حدیث مفهوم را په یاد شو،مسلمان جهاد کوی په توره او هم په ژبه؛ دا د ژبی اشاره دلته هغه شعر ته وه چي کوم صحابی ویلی وو.
    دلته مقصد موضوع یا مفهوم د شعر دی چي څومره علمی ،اخلاقی ،اصلاحی یا تربیتی ارزښت لری. نو په ټوله کی د هری وسیلی مثبت کاربرد د ځان او ټولنی په ګټه محضا لله عبادت دی ،هغه که شعر وی یا نثر،او که صلاحیت وی یا خدمت او که ورین تندی او شفقت په نورو.او دا هم باید اضافه کړم چي دین یواځی هغو خلکو ته مه پریږدی چي اصلا متدین نه وی او د دینی مسایلو حق اداء کولی نشی که هغه شیخ وی که ملا یا هم مکتبی او طالب؛ هر مسلم مکلف دی
    چي په دستور د رسول الله ص عمل وکړی او هغه ، بلغوا عنی و لو آیه؛ ورسوی له ما نه خلکو ته که څه هم یوه نښه هم وی.
    د محترم ورور عبدالرشید بیانات سره ددی چي ځان عالم نه بولی خو زما له نظر الحمد لله نقلی او عقلی میدان کی ښه مهذب عالم ښکاری او د مسایلو حق اداء کولی شی په عمر ،علم او قلم مو برکات ؛ د ملت او امت ښه خادم ګرځیدی شی ،لیکنی یی د انحصار او تعصبات جاهلی بوی نلری.

  7. عبالرشید صیب لیکلي چې کله مسلمانانو په دین عمل کولو نو د کفارو نه به يې جزيې اخیستې.
    عبدالرشید صیب، همدا د بل نه د شوکه کولو او جزییو فکرونه پرېږدئ. دنیا به د سولې لو د سړيتوب ژوند کوو. نه به د بل مال تاله کوو او نه به خپل مال بل ته ورکوو. دا د جزییو زمانه نه ده او هغه وحت کې هم ښه کار نه وه چې بردي ملک لاندې کړه او جزییه ورنه اخله او لوڼې وينځې کوه. د شرم دوران به نه تکراروو.

  8. شرافت ورور السلام علیکم: تاسی د جزیی په اخستلو اعتراض کړی البته د جزیی مفهوم بل دی په اوس وخت کی چی دولتونه کوم مالیات اوټکسونه اخلی له هغی خپله بودجه برابروی او وګړو ته دخدماتو عرضه کولو لپاره یی په مصرف رسوی په اسلامی قلمرو کی اوسیدونکی کفار چی د اسلامی حکومت رعایا ګڼل کیږی د مسلمانانو په شان دینی مکلفیتونه نه لری ( لکه زکات ، عشر او نور ) هغوی د شرعی مکلفیتونو په بدل کی جزیه ورکوی .
    زما غوښتنه د وارسا او ناټو په شان د کمزورو هیوادونو د اقتصاد او فرهنګ تالا کول نه دی لکه ځنګه چی څوارلس کاله پخوانی شوروی او شل کاله اوسنی ناټو زمونږ اقتصاد او فرهنګ تالاکړو ته که دا منی او که نه یی منی دا دانسان فطرت دی چی باید په بل حاکم واوسی ، د بشری ټولنی جوړښت داسی دی چی یو نظم باید موجود وی هیڅ نظام د عدالت د پلی کولو پرته دوام نشی موندلی کوم نظام چی کامل عدالت په ټولنه کی پلی کولی شی هغه اسلامی نظام دی ، بښنه غواړم موضوع د شعر وه خو دا زمونږ افغانانو عادت دی چی هر یو ځان پوره من ګڼو که د بل خبره لږ زما د طبعیت خلاف وه باید رد یی کړو اګر که حقیقت ته نږدی هم وی.

    • عبدالرشید خان، زه غواړم د خپل پوهاوی لپاره یوه پوښتنه مطرح کړم. زه خو شخصآ په دې نظر یم چې له اسلام که عدالت تطبیق بل غوره سیستم نه سته او نه به هم پیدا سي. خو بل خوا ته چې ګورو د ټرلیبانو د دوی په اصطلاح سوچه
      اسلامي نظام نه خلک د شین مرګ په منلو سره د کفارو ملکونو ته ځان رسوي. زه نه پوهیږم چې دا د اسلام نعوذ بالله ستونزه دي او که د دین په نامه د جاهلو سوټه مارو حاکمو ټرلیبانو ستونزه دي چې عدالت نسي پلي کولى. زه په دا ډیر خفه کیږم چې خلک له اسلام څخه کفر ته پناه وړي. تاسو د جزیه خبره یاده کړه، زه فکر کوم مونږ په هغه موقف کې نه یاستو چې جزیه راټوله کړو، بلکې په خواشینې سره باید ووایم چې د مونږ کچکول تل په لاس له کفارو نه خیر راټولو. الله ج دی وکړي چې خوابدي نسي، زه غواړم ځان پوه کړم او نعوذ بالله اسلام ته د سپکاوي ارده هم نلرم.

  9. کران ورور پاچا آلسلام علیکم :وروره اسلام په خپل ذات کی هیڅ عیب نلری عیب زمونږ په مسلمانی کی دی لکه څنګه چی تا هم ورته اشاره کړی ده کفر ته پناه وړل د اسلام په کمزوری دلالت نه کوی بلکه زمونږ د مسلمانی کمزوری ده یو مشهور متل دی وایی چی لاړ شی تر بلخه درسره ده خپله برخه کله چی زمونږ د ځوانانو سره د غرب د عیاشیو مینه ډیره شی دغرب خواته مخه کړی څوک په سمندرونو کی ډوب شی څوک په ځنګلونو کی د ځناورو خوراک شی څوک خپل هدف ته ورسیږی تاسی ته به یاد وی کله چی ولسمشر غنی اروپا ته سفر کړی وه د جرمنی د صدراعظمی سره په لیدو کی یی هغی ته وویل چی په جرمنی کی پناه غوښتونکی افغانان ټول ډیپوټ کړی چی د نوموړی وینا د ډیر شمیر افغانانو د اعتراض لاندی راغله غرب ته پناه وړل د غربیانو په موجودیت کی هم روان وه تشویق کونکی یی هم غربیان وه او اوس هم جریان لری اوس یی هم اصلی عامل د غربیانو تشویق کول دی

    • عبدالرشید صاحب وعلیکم السلام، ستاسو ځوابونه معقوله وو ، خو زه درسره د “ځوانانو سره د غرب د عیاشي مینه” جمله سره مخالف یم. هغه ځکه چې جمع سودا په اسلام او نورو نافذه قوانینو کې مردود شمیرل کیږي. ټول ځوانان د عیاشي په نیت هیواد نه پریږدي بلکې ډیرې یې د مجبوریت او بیکاري له لاسه هیواد پریښودو ته اړ ایستل کیږي. نن ما د ټرلیب عدلیه وزیر خبري
      اوریدئ چې ویل یې دلته چې اوسیږي د مونږ به منئ او که نه ډیر وتښتیدل ته هم په یوه لار وتښته. دا د یو عادي کس خبري ندئ بلکې د یو وزیر د اخلاقو او د یو مستبد دیکتاتوره ټپل سوي نظام پالیسې ښکارندوی دي. نو اوس تاسو و وایې چې خلک خپلواکي نلري کارونه یې ترې واخیستل ، نو د کورني د نفقه پیدا کولو لپاره چې هجرت ونکړي نو څه وکړئ؟ ټرلیب تر سیوري لاندي یوازې خلک د اکسیجن د اخستلو او تنفس اجازه لري اوبس. نوره ټوله ملا کراسي او هغه د قوم لوط په ناروغي اخته ځناور پر چوکیو ناست دي چې د اسلامي اصولو ابتدایې مسایلو سره هم اشنایې نلرئ. هو دا منم چې ځینې داسې کسان به وي چې عیاشی ته تمایل ښکاره کوي خو په جمع سودا ټول داسې ندي. زه نه پوهیږم ولې په هرڅه کې مونږ غرب ملامتوو؟ د غربي هیوادو د سفارتونو دروازې مونږ مسلمانان ټکوه درواغ وایو تر څو هغه هیوادونه مو قبول کړئ. هغه هیوادونه د مونږ ځوانانو ته هیڅ اړتیا نلري دا زمونږ وهم دي چې داسې فکر کوو.

  10. ورور پاچا خان ما هم ټولو ته عیاش نه دی ویلی مخکی می یو متل لیکلی دی ډیر لږ به اقتصادی مشکل ولری اکثر یی هوا او هوس په سر اخستی که نه خپله د ټرمپ وینا ولوله د خامه پرس نه می رانقل کړی ده ږ
    دونالد ترامپ، رییس جمهور پیشین ایالات متحده امریکا در ادامه‌ کارزار انتخاباتی‌اش از موضع خود در قبال مهاجران «غیرقانونی» در این کشور دفاع کرده و با بیان تحقیرآمیز آنان را «حیوانات» خطاب کرده است.

    خبرگزاری رویترز گزارش داده است که ترامپ روز سه شنبه، دوم اپریل در سخنرانی خود در میشیگان امریکا، مهاجران غیرقانونی در ایالات متحده را «حیوان» و «نه انسان» خواند و به اظهارات تحقیر آمیزی که بارها و بارها در مبارزات انتخاباتی به کار برده است، متوسل شد.

    طبق گزارش این رسانه، ترامپ در سخنرانی روز سه‌شنبه خود هشدار داد که اگر در انتخابات ۵ نوامبر سال جاری میلادی (تاریخ برگزاری انتخابات ریاست جمهوری امریکا) پیروز نشود، خشونت و هرج و مرج آمریکا را فرا خواهد گرفت.

    ترامپ در سخنرانی دیگر خود در ویسکانسن امریکا از واژه‌ی «sub-human» که به «مادون انسان» و «ناانسان» نیز ترجمه شده استفاده کرده و گفته است که برخی از مهاجران «sub-human» هستند.

    رویترز به نقل از او نوشته است: «دموکرات‌ها می‌گویند، لطفا آنها (مهاجران) را حیوان نگویید، آنها انسان هستند. […اما من می‌گویم] نه، آنها انسان نیستند، آنها انسان نیستند، آنها حیوانات هستند.»

    در همین حال، مایکل تایلر، مدیر ارتباطات کمپین انتخاباتی بایدن، روز سه‌شنبه پیش از سخنرانی ترامپ به خبرنگاران گفت: «دونالد ترامپ در حال انجام لفاظی‌های افراطی است که باعث ایجاد تفرقه، نفرت و خشونت در کشور ما می‌شود.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب