شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهامریکا وايي، د ترهګرو پر ضد مبارزه د طالبانو په ګټه ده

امریکا وايي، د ترهګرو پر ضد مبارزه د طالبانو په ګټه ده

تاند (پنجشنبه، د حمل ۹ مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وايي، په افغانستان کې له تروریستي ډلو سره مبارزه د طالبانو د حکومت په ګټه ده.

متیو میلر پرون په یوه خبري غونډ‌ه کې وویل، واشنګټن د داعش د خراسان څانګې د خطر له لوري اندېښنه لري.

ده زیاته کړه، واشنګټن له خپلو متحدانو سره له دغو ګواښونو سره د مقابلې لپاره همکاري کوي.

ده ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د تروریستي ډلو پر ضد مبارزه د طالبانو په ګټه ده.

میلر یادونه وکړه چې تل یې ویلي چې افغانستان باید د ترهګرو پر ځالې بدل نه شي او له دې درکه امریکا ته زیان ونه رسیږي.

د داعش د ګواښ په اړه اندېښنې وروسته له دې لا ډېرې شوې چې دې ډلې د مسکو په لمنه کې د کنسرت پر یوه هال په برید کې نژدې یو نیم سل کسان ووژل او دغه راز یې په ایران کې خونړی برید وکړ.

که څه هم دا ډله اوس په افغانستان کې کومه مشخصه ساحه په کنټرول کې نه لري خو د انتحاري بریدونو لپاره د کسانو د جلب و جذب وړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب