شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د گودر ځاځي نوې سندره (چېرته‌یې) او ورسره تړلي هیلې

د گودر ځاځي نوې سندره (چېرته‌یې) او ورسره تړلي هیلې

پوهندوی آصف بهاند

«چېرته یې؟ ما لمس کړه چې مسره، مسره سرود شمه

چېرته یې؟ را وگـرځـه چې ستـرگــو تـه دې دود شمه»

زما د خوښې وړ سندرغاړي، کمپوزیتور او شاعر ښاغلي گودر ځاځي په غږ کې یوه نوې سندره (چېرته یې؟) ښايي د پښتو موسیقۍ د هر مینه‌وال له‌پاره دا هیلې پیدا کړي چې د پښتو موسیقۍ پر لاره باندې د غرونو ـ غرونو پرتو ستونزو باوجود، په پښتو موسیقۍ کې داسې سندرې هم زمزمه کېـږي چې د شهکار بڼه لري.

د سوځېدلي رُباب ـ ارمونیم لوگي، د ماتې تبلې چیغې او د سریندې ـ دلربا پټ زگېروي لکه چې د خدایتعالی دربار ته ورسېدل او ویرلړلو پرموزیک‌مینو او د ټوپک له غږ او د جگړې له دودو او بوی ستړو سازیانو د لمدو سترگو او روانو اوښکو هردم شهیدگۍ ته خدای وکتل چې داسې یو هنري اثر (چېرته یې؟) یې پردوی باندې ولوراوه.

په پیل کې به د گودر ځاځي او بشیر باران په باب هغه معلومات درنو لوستونکو ته وړاندې کړم چې ما د خپل گران فرهنگي دوست ارشاد رغاند په مرسته ترلاسه کړی دی:

د گودر ځاځي لنډه پیژندنه:

«محمد خلیل چې هنري نوم یې گودر ځاځی دی، د ډاکټر عبدالرحیم دلسوز زوی،  په  1989 زیـږدیز کال کې د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ د شگې کلي په یوې لویې کورنۍ کې زیـږیدلی، خو له ښوونځي څخه تر پوهنتونه پورې یې د ژوند ټوله برخه په کابل کې تېره کړې ده.

گودر ځاځي لوړ تحصیلات د اقتصاد برخه کې سر ته رسولي دي. په بېلابېلو دفترونو کی یی رسمي دندې ترسره کړې دي. یوڅه موده یې ازادي راډیو سره د پرودیوسر په توګه او ملي ټلویزیون سره د چلوونکې (مجري) په توگه رسمي دندې لرلې دي. د هنري او مدني فعالیتونو سربېره، د عامې روغتیا وزارت د ایدز/ایچ ای وي کنټرول ملي پروگرام لخوا د حسن نیت سفیر هم و.

گودر ځاځی 12 کلن و چې وتوانیدو پښتو شاعري وکړي او 16 کلنۍ کې یې دری شاعري هم ورسره پیل کړه او همدا شاعري یی د دې لامل شوه تر څو په 2010 کال کې د موسیقۍ ډگر ته هم راودانگي چی تر اوسه پورې د یو نوي او ځانگړي سبک په لرلو سره ټولې سندرې له خپلو شعرونو برابروي.

د نوموړي په وینا ، موسیقي ورته د یوې ټولنې لوی او مهم ارزښت گڼل کیـږي چی له دې لارې د سیمې او نړۍ په سطحه د هنري ، فکري لویو فعالیتونو کلک هوډ لري او د ده په وینا د هنر په لاره کی صبور دی او باور لري چې خپلو هنري لویو موخو ته به په همدې ورو مزل رسیـږي.»

د بشیر باران لنډه پېژندگلوي:

«بشیر باران د پکتیکا د اُرگون ولسوالۍ د سیدانو مانده کلي د کلي دی، چې له نن شاوخوا پنځه ویشت کاله مخکې د محکوم افغانستان په وزیرستان کې زیـږېدلی.

ابتدايي زده کړې يې هماغلته کړي، چې وروسته ۲۰۰۷ کال کې خپل پلرني ټاټوبي پکتیکا اُرگون ته راغلی. تر لېسې یې زده کړي په اُرگون کې سر ته رسولي او لوړې زده کړې یې د کابل پولتخنيک پوهنتون کې د ليسانس تر کچې کړې دي.

شاوخوا یوه لسیزه کېـږي له هنر او ادب سره بلد پاتې شوی او تر دې دمه دوه شعري اثار لري چې یو یې «داو» او بل یې «داغ» نومېـږي.

اوسمهال بیرته له هیواده د مهاجرت په تکل وتی دی.»

همدا مقاله لا نه وه بشپړه نه وه چې د بشیر باران په باب د ارشاد رغاند له یوه نوي نظر سره مخ شوم. ښاغلي رغاند د ۲۰۲۴ ام کال د فبرورۍ میاشتې په دولسمه نېټه په خپله فیسبوک‌پاڼه کې د باران په باب داسې لیکلي دي:

«باران صاحب مې د فیسبوک په لومړني اکونټ کې ډېر کلونه مخکې  ملګری و، د يوه ښه شاعر مې پېژنده، ګډ ملګري مو لرل، خو ډېرې اړیکې مو نه وې.

پر وطن له وروستي توپان سره، چې زه هم لکه مات وزری مارغه د يوه ګاونډي تر اسارت لاندې سیمو ته کډوال شوم، سره پیدا مو کړل او د بې کسۍ او بې وسۍ په هغه مرګوني چاپېريال کې مو ډېرې زړه خوالې سره وشوې.

هغه مې د خپلو هم نسلو له هغو څېرو وموند، چې بې موسمه او بې ريا، پرېکنده او روښانه ارزښت پالونکی دی.

يوه خبره چې مې لا هېره وه ورته وکړم؛ دا ده چې څه موده مخکې ېې د يوې اوږدې تبصرې له لوستو پوه شوم چې باران يوازې د مرحوم لايق د انقلابي او ځانګړې شاعرۍ ځوان ځای ناستی نه؛ بلکې د نثر ځای ناستی کېدای هم شي.

باران صاحب دې هوسا او سرلوړی وي!»

له دې نه ښکاري چې باران په نثر کې هم تخلیق لري او یا د څه په لیکلو لگیا دی.

د بشیر باران هغه شعر چې گودر ځاځي په خپل خواږه غږ سره زمزمه کړی دی، ما د ۲۰۲۴ ام میلادي کال د جنورۍ په ۶مه نېټه ولوست او په سبا (۰۶/۰۱/۲۰۲۴) مې په افغان جرمن پورتال کې خپور کړ، دا یې زمزمه شوی متن دی:

چېرته یې؟ ما لمس کړه چې مسره، مسره سرود شمه

چېرته یې؟ را وگـرځه چې ستـرگــو تـه دې دود شمه

وینې مې؟ له هر زیارت مې سترگې اړولې دي

وینې مې؟ لمنې مې په سوال درغوړولې دي

‏‎چېرته یې؟ په هر نظم سلگۍ کومه – وینې مې؟

چېرته یې؟ ماتم په دوراهۍ کومه – وینې مې؟

چېرته یې؟ تمام په تا لوخړه شم – نابود شمه

چېرته یې؟ را وگرځه – چې سترگو ته دې دود شمه

بومې‌ځه! دا ستا په لور – په کومه سیاره کې یې

بومې‌ځه! که سیند کې که د اور په کناره کې یې

چېرته یې د باغ په زېـړو گلو گډې – بومې‌ځه!

چېرته یې لمبې مې په منگولو گډې – بومې‌ځه!

چېرته یې؟ خیرات دې شم – ماڼو درته په عود شمه

چېرته یې؟ را وگرځه – چې سترگو ته دې دود شمه

یو شهکار بشیر باران تخلیق کړ چې د یادې سندرې شعر دی، بل شهکار د گودر ځاځي دی چې دا شعر یې په خپل سحرگرغږ سره زمزمه کړ او دواړو په گډه سره داسې یو هنري اثر رامنځ‌ته کړ چې د افغانستان په دې کړکیچن حالت کې چې د موسیقي جنازه هره ورځ له دروازو راایستل کېـږي او رُباب په ژړا ـ ژړا ځان ورته ایرې کوي؛ خو بشیر باران او گودر ځاځي داسې شهکار هنري اثر تخلق کړ چې د هنرمندانو او هنرخوښو د ټپي زړونو او د خاموشۍ دایرې ته تلونکو زړونو ته د مرهم او نوشدارو حیثیت لري. د دې هنري اثر په لوستلو او اورېدلو سړي ته تمه پیدا شي چې شعر لا ژوندی دی او موسیقي به هېڅکله خاموشه نه شي.

دا هنري اثر د موسیقي د سوځول شوو الاتو تر ایرو لاندې د پاتې انگار د تازه شوي او بیا بل شوي اور د لمبې رڼا او د سپخنکو د ځانگړي موزیک یوه دایمي میلودي ده چې د افغانستان خاموشې او خواشینې موسیقۍ ته بېرته سا ورکوي او په خوځېدا یې راولي.

گودر ځاځی څه موده پخوا د پښتو موسیقۍ په بڼ کې ټوکېدلی او د ځانگړي سبک په چوکاټ کې یې داسې رنگینۍ خپلو اورېدونکو ته ډالۍ کړې دي چې هریو ځان‌ته جلا بحث او جلا مقالې غواړي. بشیر باران هم په پښتو شاعرۍ کې نوی ټوکېدلی گل دی او دا تخلیق یې چې گودر زمزمه کړی دی، د باران پل یې د پښتو شاعرۍ ترلوړ پوړیو ورجگ کړی دی.

د ښاغلي بشیر باران په دې شعر کې زما له نظره نوی انځورونه او نوي ترکیبونه دا دي:

ــ معنوي لمس‌کول چې په کتلو سره هم کېدای شي،

ــ په سرود باندې بدلېدل،

ــ د نظر د ماتېدو له‌پاره د چا له سترگو دود کېدل،

ــ په شعر کې سلگۍ،

ــ په دوه لاره کې ماتم کول،

ــ ټول‌ځان لوخړه کول،

ــ د یار د وصلت له‌پاره د اور او اوبو بلاوې منل،

د گودر ځاځی د سندرو ویلو او شاعرۍ پر اړخونو باندې باید جلا، جلا خبرې وشي، چې دلته په دې لنډ بحث کې داکار ناشونی دی.

شعر چې له موسیقي سره مل شي او په ښه غږ سره زمزمه شي، بیا داسې هنري اثر ورنه جوړ شي چې نه یوازې دا چې خلک خوند ورنه اخلي، د هغه ترڅنگ د مورنۍ ژبې په زدکړه او ژوندي پاتې کېدو کې هم ترډېرو مقالو ــ کتابونو گټور ثابتېدای شي او گودر ځاځي په درېواړو برخو (شعر، موسیقي او سندرو ویلو) کې یو کامیاب هنرمند راوتلی دی.

گودر ځاځی د زړه خبرې د شعر په ژبه وايي، د موسیقي جامې وراغوندي او د خپل غږ په وزرونو یې الوزوي. گودر د خپل وطن په دوو ژبو پښتو او دري باندې سندرې ویلي دي، «عشق‌من زیباست»  یې د یوې دري سندرې نوم دی چې شعر او کمپوز یې هم خپله گودر ځاځي ورته جوړ کړي دي:

عشق‌من زیباست ای مردم،

بې‌جوره و یک‌تاست ای مردم

وقتی به چشمش می‌بینم

ترانه و غزل می‌شُم

د گودر ځاځي بله ډېره مشهوره سندره چې شعر او کمپوز یې دواړه خپل دي، هغه د «مور» سندره ده. څو بیتونه یې دا دي:

«تا ته چې درگورمه، سترگې مې رڼا، رڼا، رڼا شي

تا چې څنگ کې وینمه، ټول جهان زما، زما، زما شي

مورې، مورې، مورې ته زما هرڅه په خړه ځمکه یې

ته زما ادې یې، ته زما ببو، زما ادکه یې

عمر دې ډېر شه، تا نه دې قربان ټوله دونیا شي

تا ته چې درگورمه، سترگې مې رڼا، رڼا، رڼا شي

تا لرم هرڅه لرم دونیا لرم، ژوند لرم، امید لرم عقبا لرم

څه لرمه بې‌له‌تا څه نه لرم، لوی د خدای نعمت یوازې تا لرم

مورې، مورې، مورې گرانه له هرچانه نه راته ځکه یې

ته زما ادې یې، ته زما ببو، زما ادکه یې

عمر دې ډېر شه، تا نه دې قربان ټوله دونیا شي…»

د پښتو موسیقۍ په دې خزان وهلي بڼ کې د دې سندرې (چېرته یې؟) څپې د پښتو موسیقۍ له‌پاره نوې هیلې راټوکوي او داسې ښکاري چې د بشیر باران او گودر ځاځي غوندې ځوانانو په نوښت به بیا د پښتو موسیقۍ بڼ تاند شي او نوي تازه گلان به په کې وغوړېـږي.

د همداسې ورځې په هیله!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب