جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د ویرجینیا ولف ۸۱ یم تلین، د هغې ژوند او اثار

د ویرجینیا ولف ۸۱ یم تلین، د هغې ژوند او اثار

تاند- له نن څخه ۸۳ کاله پخوا د ۱۹۴۱ م کال د مارچ په ۲۸ مه بریتانیايي لیکواله ویرجینیا ولف د بریتانیا په راډمیل (Rodmell) کې د ۵۹ کلونو په عمر مړه شوه. د دې اصلي نوم  اډیلاین ویرجینیا سټېفن و

دا له نن څخه ۴۰ کاله پخوا د ۱۸۸۲ م کال د جنورۍ په ۲۵ مه په لندن کې زېږېدلې وه.

سره له دې چې اغلې ولف د ناولونو په لیکلو په تېره بیا د (Mrs. Dalloway) په خاطر، چې په ۱۹۲۵ کې چاپ شو یا د ( To the Lighthouse) په خاطر چې په ۱۹۲۷ کې یې کښلی، مشهوره ده، خو دا د هنر د تیورۍ، د ادبیاتو د تاریخ، د ښځو او د قدرت د سیاست په اړه په لیکنو کې هم مخکښه وه. د دې د ژوند په اړه نور په لاندې لیکنه کې ولولئ:

ویرجینیا ولف

ویرجینیا وولف څوک وه؟ | ژباړن: ارشاد علي

د لیکوالې یوه لنډه کیسه؛

د پېریانو کور

ژباړن: نعیم خاورین

هر ساعت چې به ویښېدلې، دراوزه بندېدله. هغوی به له یوې خونې بلې ته تلل. لاس په لاس به یې یوه خوا بله خوا شیان وړل، یو ځای به یې دروازه پرانیسته، څو ډاډه شي چې دوی شته دي. ښځې وویل: «دلته مو اېښي وو» سړي زیاته کړه: «اوه، دلته خو هم» ښځې چیغه کړه: «په پورته پوړ کې دي!» سړي په ټیټ غږ وویل: «نه په باغ کې، غلي به اوسو، هغسې نه راویښ یې کړو» مګر داسې نه ده، چې موږ راویښ کړي، آه، نه، شاید څوک ووايي «هغوی یې لټوي او پرده شاته کشوي.» یا د یو دوه مخونو لوستلو ته ادامه ورکوي، چې وروسته ډاډه شي چې «اوس یې هغه پیداکړي دي» قلم د پاڼې پر څنډه ږدي، وروسته له خبرو ستړي شي، ښايي له ځایه پورته شي او په خپله پلټنه وکړي. کوټه ټوله خالي ده، دروازې خلاصې پاتې، یوازې له ژورو څاګانو څخه د کوترو د غومبر او له کروندې څخه د ترېشل غږ راځي. د څه شي په لټون پسې راوتی وم؟ او د څه شي موندل مې غوښتل؟ لاسونه مې خالي وو. ښايي له هماغه وخته په پورته پوړ کې وي؟ مڼې د کوټې په غولي پرتې وې او چې ښکته ولاړو، باغ د تل په شان چوپ و، یوازې کتاب په وښو اېښی و. خو هغوی هغه د مېلمنو په خونه پیداکړی و. هغه هېچا لیدلی نه شوی. د کړکۍ په شیشه کې د مڼو او سرو ګلانو تصویر ښکارېده او د شنو پاڼو رنګ، شیشه شنه کړې وه. که د مېلمنو خونه کې خوځېدلی وای، د کوټې فرش به شیندل شوی وای، په دېوالونو به سریښ او له چت څخه به راځړېدلی. د کوټې نبض په کرارۍ خوځېده: «امن، امن، امن» خزانه خښه شوه، د کوټې نبض څو شېبې ودرېد، آه، خزانه په همغه کې خښه شوه. لږ وروسته روښنایۍ خپل رنګ له لاسه ورکړ، د باندې په باغ کې ونو خپل سیوری د لمر په وړانګو کې وشینده. هغه لمر چې ما لټاوه، همېشه د شیشې شاته سوزېده، څومره ښکلی، څومره خاص، ورو ورو د سطحې تل ته ولوېد. مرګ شیشه وه، مرګ زموږ په منځ کې و. لومړی پر ښځه راغی، شاید سلګونه کاله مخکې. بیا کوټه پرېږدي، ټولې کړکۍ په مومو لړي او کور په تیاره کې ډوبېږي. سړی له کوټې راووت، ښځه یې پرېښوده، شمال ته ولاړ، شرق ته ولاړ، ستوري یې ولیدل چې د اسمان په جنوبي خوا کې رپېدل. د کوټې په لټون پسې ولاړ، هغه د «دانز» په شنو غونډیو کې وموندله. د کوټې نبض په خوښۍ خوځېده: «امن، امن، امن: خزانه ستاسو ده!» په سړک باد لګېده، ونې یوه خوا بله خوا کږېدې، د سپوږمۍ وړانګې، د لېوني باران غوندې ښکته راتلې او پاشل کېدلې. شمعه هر وخت سوځېدله، هغوی په کور کې سرګردان وو، کړکۍ به یې پرانیستله. د دې لپاره چې موږ ویښ نه کړي، له یو بل سره پسېدل. ښځې وویل: «دلته به ویده کېدلو» سړي زیاته کړه: «بې شمېره مچې، په سهار کې ویښېدل، د ونو په منځ کې نقره اي رڼا، په لوړ پوړ کې، په باغ کې، کله چې دوبی راتله، کله چې د ژمي واورې وې، هغه لرې دروازې به بندېدلې، په آرامۍ د زړونو د درزا غوندې.» هغوی نژدې کېږي، د پاچاهانو په شان چوپ دي، باد ورو کېږي، باران په شیشو څاڅکی څاڅکی را اوري، زموږ سترګې تیاره دي، په خپل څنګ کې د قدمونو هېڅ غږ نه اورو، مېرمن نه وینو. سړي لاسونه د شمعې مخې ته ډال کړل او له شونډو لاندې یې وویل: «زما نظر په درانه خوب ویده دی، عشق د هغه په شونډو کې دی.» کړوپ به شو، سپین څراغ به یې زموږ په سر ونیو، په ځیر ځیر یې راکتل، څو شېبې ودرېد، باد له یوه لوري لګېده، د شمعو لمبې یوې خوا ته کږې وې، د سپوږمۍ وړانګې پر ځمکه او دېوالونو لګېدې او شاته یې کاږه واږه سیوري لوېدل. څېرې په فکر کې ډوبې دي او هڅه کوي خپله خوشحالي پټه کړي. د کوټې زړه په غرور درزېده: «امن، امن، امن» سړي آه وکړ: ډېر کلونه وروسته زه، تا بیا وموندلم.» ښځې په چیغه وویل: «دلته به ویده کېدو، په باغ کې به مو کتاب لوست، خندل به مو، دلته مو خزانې پرېښودې» د هغوی د څراغ رڼا زموږ سترګې رابرېښوي. د کوټې نبض په وحشیانه توګه لوېږي: امن، امن، امن، راویښېږو، چیغې وهم: «وای، همدا ستا پټه خزانه ده: په زړه کې رڼا»


“A Room of One’s Own”

سریزه:

«د یو چا خپله خونه[2]» د ښځو لپاره د زده کړو په دوو مرکزونو «نیوهام» او ګرتون» کې د ویرجینیا وولف دوې ویناوې دي. د کمبریج په دې مرکزونو کې دا مېرمن وولف دا ویناوې په ۱۹۲۸ کې وړاندې شوي دي چې وولف هغه مهال ۴۶ کلنه وه. ویرجینیا وولف د انګلیستان مشهوره فیمینسته لیکواله او ناول لیکونکې وه چې د هغه وخت د ارزشي ستونزو له کبله یې چې ښځو د درس او زده کړو اجازه نه درلوده، پوهنتون ونه لوست او دې کار چې وروڼو او نارینه ملګرو به یې درسونه ویل، سخته ځوروولې ده.

دا کتاب ټول ټال شپږ څپرکي لري چې لیکواله هڅه کوي په هر څپرکي کې د ښځو د ژوند یو اړخ وڅېړي. مېرمن وولف د ښځو ژوند، د ښځو هنر، د ښځو لیکوالي، او د ښځو د محرمیتونه سپړلي دي.

د ویرجینیا وولف د دې کتاب ښه ځانګړنه دا ده چې دا یوې داسې ښځې لیکلی چې خپله داستان‌نګاره ده او په دې ښه پوهیږي چې د ښځو او داستان په اړه څه ووايي. د شلمې پېړۍ په پیل کې د ښځو پر وړاندې د ګڼو ستونزو او بندیزونو په اړه د وولف خبرې په دې کتاب کې ځانګړی اهمیت لري. هغه په همدې وختونو کې له کتابتونو څخه د ښځو پر ګټې اخیستنې غږیږي چې اړتیا له کتابتون څخه د استفادې پر مهال دې باید د پوهنتون یو لیک درلودی وائ، یا له لوی سړي سره کتابتون ته تللې وائ. وولف پوښتي چې دې ښځې چې له داسې یو حالت سره مخامخ کېده، پر پوهنتون به یې لانت نه وایه.

په دې کتاب کې مېرمن وولف د ښځې او یوازیتوب مسلې ته ګوته نیسي او وايي چې ښځه اړتیا لري ځانګړې خونه ولري ترڅو داستان ولیکي، نو له دې مخې یوازیتوب او ګوښه والۍ د یو ادبي اثر په پنځونه کې مهمه ونډه لري. مېرمن وولف د لیکوالۍ لپاره لومړنی شرط د خپلې یو ځانګړي خونې درلودل مهم ګڼي او د دې ترڅنګ د ژوند تېرولو لپاره د کافي پيسو لرل، هم مهمه ده. د وولف له همدې شرطونو برېښي چې په تاریخي لحاظ ښځې له یوې ځانګړې او په خپل نوم د ځای څخه برخمنې نه وي او نه یې د ژوند تېرولو لپاره مستقل اقتصادي ثبات درلود، نو نه دي توانیدلي چې خالص ښځینه ادبیات تولید کړای شي. د خپلې خونې لرل، د ملکیت او د تخلیق یو مهم شرط ګڼل کېدای شي.

«د یو چا خپله خونه» کتاب لومړی برخه د ښځو او داستان موضوع باندې خبرې کوي. په دې برخه کې وولف د ښځې او داستان په اړه درې تعبیرونه مطرح کوي. په لومړي تعبیر کې د ښځو څرنګوالی دی چې څنګه پر داستان اثر پرېباسي؟ د وولف پر باور چې په طبیعي ډول د نارینه ارزښتونه د ښځو له ارزښتونو سره توپیر لري. وولف په خپل ټول بحث کې له دې ډډه کوي چې ښځې ته تقدس ورکړي او په دې تاکید کوي چې د ښځې شخصیت تر هغې ډېر ریالیستیک دی چې تفسیریږي.

ویرجینیا وولف د ښځینه لیکوالو د ځانګړتیاوو په اړه هم بحث کوي او وايي چې د نولسمې پېړۍ سترو ښځینه لیکوالو اولاد نه درلود او لازمه بولي چې پر کیسه لیکنې او پر تاثیراتو یې خبرې وکړي. د همدې بحث په یوه برخه کې وولف وايي چې د ښځې او کیسې لیکنې څخه له ورایه ښکاري چې ډېر متفاوت شیان موجود دي، په شکل، فرم او نورو برخو کې.

د کیسې لیکنې او د ښځو په اړه بحث کې د وولف درېیم تعبیر دا دی چې «ښځه» خپله باید د داستان لیکنې موضوع وي؛ نو له دې وروسته به دا پوهېدل آسانه وي چې هغه څه چې ښځې د ځان په اړه لیکي، له هغه څه چې نران یې ورباندې لیکي، څومره توپیر لري.

مېرمن وولف د همدې توپیرونو په استناد په عیني ژوند کې د ښځو او نرانو ترمنځ د توپیر بېلګي ښيي لکه د ډوډۍ د خوړلو څرنګوالی او نظم چې ښځې او نران څنګه د ځان لپاره او د مېلمنو لپاره ډوډۍ تیاروي. وولف وړاندې وايي چې ډېری سترو لیکوالو لوړې زده کړې درلودي ولې د تاریخ ډېرې ښځې له رسمي زده کړو محرومې وې. وولف وايي چې نرانو دا اړینه نه و بللې چې د خپلو خویندو لپاره پوهنتونو او د رسمي زده کړو مرکزونه تاسیس کړي. آغلې وولف پوښتي چې دا څنګه ممکنه ده چې یوه ښځه دې دیارلس اولادونه هم وزېږي او خوشبخته دې هم وي، هېڅ بشر دا نشي کولای.

د کتاب په دویمه برخه کې د کتاب راوي د لندن په موزیم کې تصویر شوی دی چې غالباْ د دې پوښتنو په ځواب پسې ګرځي:

ولې نرانو شراب او ښځو اوبه څښلې؟

ولې یو جنس بریالی او بل وږی دی؟

لوږه پر داستان لیکنه څه اغېزې لري؟

د یو هنري اثر د پنځولو لپاره کوم شرایط په کار دي؟

د دې پوښتنو د ځواب موندلو لپاره د کتاب راوي پر هغو کتابونو نظر اچوي چې نرانو د ښځو په اړه لیکلي او پوښتي چې سامویل باتلر ولې داسي ویلي چې «هوښیار نران هېڅکله د ښځو په اړه په هغه څه چې فکر کوي، نه یې وايي». خپله ویرجینیا وولف د دې په ځواب کې وايي، دا ځکه چې «هغوی هېڅکله د نرانو په څېر د هغوی په اړه فکر نه کوي». وولف په دې پسې د الکساندر پوپ خبره رانقلوي چې وايي «ډېری ښځې هېڅ شخصیت نه لري.» د ښځو د زده کړو په اړه د ناپلیون خبره رانقلوي چې وايي: «ښځې د زده کولو/ یادولو وړتیا نه لري».

مېرمن وولف په همدې څپرکي کې تر دې وروسته د ښځو په اړه د نرانو په ذهنیت غږيږي چې «آیا ښځې روح لري که نه؟» تر اوږده او مفصل بحث وروسته وولف دې پایلې ته رسیږي چې د ښځو په اړه د نرانو کتابونو په بدترین شکل لیکل شوي دي. وولف معتقده ده چې د دې هر څه پر وړاندې د ښځینه لیکوالو لویه دنده دا ده چې په تاریخي لحاظ له ښځو څخه سلب شوی اعتماد پر نفس بېرته ښځو ته ور وګرځول شي.

وولف وايي چې د نرانو تل ښځې تر ځان ټیټې ګڼلې دي او که اوس دا برابري رامنځته شي، نران خپل هغه ترلاسه کړی اعتماد پر نفس له لاسه ورکوي. وولف استدلال کوي چې ښځو د نرانو په حق کې د هیندارې رول لوبولی دی او د نرانو قدرت یې ورته دوه برابره ورښودلی دی؛ نو له دې مخې ناپلیون او موسولیني ځکه ښځې ټیټې ګڼلې چې دوی ته ځانونه لویان وبرېښي. د دې ټولو پر علاوه وولف استدلال کوي چې پر نرانو د ښځو انتقاد ولې د نرانو پر نسبت چې پر ځانونو انتقاد کوي، بد لګیږي. لیکواله وايي که ښځې رښتیا ووايي، هغه انځور چې په هینداره کې دی، هغه کوچنی کېږي.

پر آزاد عاید باندې ښځه خپلواکه ده چې له نرانو سره متفاوت چلند وکړي. هغه اعتقاد لري چې ښځې باید له هغو امکاناتو برخمنې شي چې نران یې لري. د ښځو مالي او اقتصادي وابستګي باید د دې باعث ونه ګرځي چې ښځې ونشي کولای د نرانو په څېر آزاد فکر وکړي. که چېرې نران د لندن په موزیم کې ټيټ او منفور نه دي وړاندې شوي، نو ښځې هم باید دغسې وړاندې نه شي. مېرمن وولف د ښځو وضعیت په نړۍ کې د تورپوستو له وضعیت سره مقایسه کوي او وايي چې د بس مخکینۍ چوکۍ او رایې ورکونې حق تل له سپین پوستو او نرانو سره و.

د کتاب په درېیمه برخه کې لیکواله د «شکسپیر خور» خلق کوي او د ملکې الیزابیت د حکمرانۍ پر مهال د ښځو پر وضعیت غږیږي. د مېرمن وولف خلاق ذهن دا مسله را پورته کوي که چېرې هغه مهال د شکسپیر په څېر د هغه یو نابغه خور د «جودیت» په نامه وائ؛ نو له هغې سره به څه شوي وائ. لیکواله هڅه کوي چې د ملکې الیزابیت د مهال پر وضعیت خبرې وکړي په کوم کې چې ډېرۍ نرانو د قلم د کارونې اجازه ومونده ولې د هغه مهال په ادبي تاریخ د هېڅ ښځې نوم نشته.

ویرجینیا وولف د دې بحث د پرانیستلو په موخه تاریخ پلټي او وايي چې د ملکې الیزابیت پر مهال به ښځې ډبول کېدې، ځوانې نجونې په زور واده ته مجبورېدلې او د هغوی حقه حقونه چې زده کړو ته لاسرسی و هم نه ورکول کېدل. د هغه مهال ښځې هر څه وې، ولې په تاریخ کې یې هېڅ ځای نه درلود. مېرمن وولف وايي چې د الیزابیت د مهال ښځې هېڅکله د ځان په اړه څه ونه لیکل او حتی اوس پوهېدای شو چې هغوی ولې تر پایه حتی شعر ونشوای لیکلی.

د کتاب په څلورم څپرکي کې لیکواله د انګلیستان په تاریخ غږیږي او وايي چې د نرانو او ښځو ترمنځ ټولنیز توپیر د دې باعث ګرځېدلی چې د دوی ذاتي تاریخ هم یو له بله فرق ولري، او دا تفاوت د دې باعث ګرځي چي په لیکنو یې اثر وکړي. مېرمن وولف په دې برخه کې د اولسمې پېړۍ د ښځینه لیکوالو کار څېړي او د ښځینه متن په دې تولید کې د هغوی پر تجربو بحث کوي.

ویرجینیا وولف د کتاب په پنځم څپرکي کې د خپل وخت د مېرمنو پر لیکنو تم کېږي او دا هغه وخت دی چې د ښځو او نرانو د کتابونو او لیکنو شمېر سره برابري کوي. په دې وخت کې ښځو هم د دې توان پیدا کړی دی چې د نرانو په څېر لیکل وکړي، او حتی هغه څه ولیکي چې نران یې نشي انځورولی. په دې زمانه کې پر ښځو نور هغه محدودیتونه پای ته رسیدلي چې پخوا به موجود ول او د ښځینه احساساتو په توصیف او ستاینه کې د دې مهال ښځې ډېرې فعاله وې.

مېرمن وولف د مری کارمایکل کتاب «د ژوند حادثې» ته په اشارې سره د ښځو تر منځ د احساساتو د بیانولو په برخه کې یو برخه رانقلوي چې «کلیو له اولیویا» سره مینه لرله. تر دې مهاله چې نرانو د ښځو په اړه کوم کتابونه لیکلي ول، د ښځو ترمنځ مینې او محبت ته په کې هېڅ اشاره نه وه شوې. دې موضوع ته نران نه و متوجې چې ښځې هم له یو بل سره مینه او علاقه لري. دا برخه په خپل ذات کې د اهمیت وړ ده چې هغه څه ته چې نرانو کتلي، کولای شو متفاوت وګورو. فکر وکړئ ادبیاتو به څومره زیان لیدلی وائ که نران هغه ډول توصیف شوي وائ چې ښځې توصیف شوي دي او یوازې ویل شوي وائ چې نران یوازې ښځې خوښي بلکې له نرانو سره هېڅ ملګرتیا او علاقه نلري، یا د سرتیریو په صفت یا متفکرینو او نورو په ډول نه وای یاد شوي. دا د ښځینه هنرمندو دنده ده چې په هغه څه پسې وګرځي او پيدا یې کړي چې تر دې مهال پټ پاتې دي. ښځې کولای شي نران توصیف کړي او هغه برخو ته یې متوجې شي چې حتی خپله نران نشي کولای د هغو په اړه څه ووايي.

د کتاب په شپږم څپرکي کې ویرجینیا وولف له دې چې فیمنیسته وي، زیاته آندروژنیسته یا (دوه جنسي) ده. د هغې افکار تر فیمنیزم او ښځپالنې څو چند وړاندې ځي. د هغې افکار د کالریچ افکار ته ورته کېږي چې ویل به یې «لوی ذهن دوه جنسي دی». مېرمن وولف په همدې څپرکي کې یوې پایلي ته رسیږي. د هغې په باور پر موږ دوه قدرته حاکم دي، یو مذکر او بل مونث. د نر په ذهن کې نر پر ښځې حاکم دی او د ښځې په ذهن کې ښځه پر نر حاکمیت لري. د وولف په باور چې باید په دې حالت کې همکاري او همغږي رامنځته شي او هڅه وشي چې د دواړو جنسیتونو په درلودو سره د یو بل د تکمیل په فکر کې اوسي. له دوه جنسیته ذهن څخه مراد یوازې له ښځو سره همدلي او ترحم نه دی، بلکې احساسات پرته له دې چې ممانعت ولري، انتقالیږي. د یو پوخ ذهن کمال دا دی چې جنسیت په نظر کې نه نیسي او هر چا ته لیکل کوي، د جنسیت پر اساس فکر کول تخریبي کار دی.

ارزونه:

«د یو چا خپله خونه» کتاب کې د مېرمن ویرجینیا وولف ډېرۍ هڅه دا ده چې د تاریخ، هنر، داستان لیکنې، ادبیاتو او د انساني علومو په نورو برخو کې د ښځو پر حضور بحث وکړي. دا خبره له یوې مخې ډېره مهمه او اړینه ده او له بله لوري د پام وړ ستونزې او ننګونې هم لري. د دې کتاب یو مهم څرنګوالی دا دی چې کتاب په یو ځانګړي سبک لیکل شوی دی. کتاب د «اما» یا «But» باندې پیلیږي. له دې پیل څخه ښکاري چې لیکوالې ډېرې خبرې کړي او اوس د نوي څه ویلو هڅه کوي.

د دې کتاب د لیکنې سبک نیمه محاوره‌یي دی او تر یوه بریده د خبرو اترو په ډول هم لیکل شوی دی. هر چند په دې کتاب کې مېرمن وولف په ډېره ځيره‌کۍ توانېدلي چې په طنز، کنایې او طنعې ویلو باندې سنتونه وټکوي او دا کار په کافي مهارت کوي. د دې کتاب د محاورې او خبرو د طرز څرنګوالی د کتاب له بحثونو له د لیکوالې له خلاقیت سره نیغه اړیکه پیدا کوي.

د دې کتاب په اړه کلي قضاوت چې هېڅکله تر سوال لاندې نه راځي، دا دی چې دا یو کامل فیمینستي کتاب دی. په نوي سبک د ښځو د ژوند، هنر، ادبیاتو او تاریخ په اړه بیان هغومره جذاب او په زړه پورې دی چې د کتاب له څرنګوالي پرته پوهېږې، کتاب د څه شي په اړه لیکل شوی دی. د تاریخي واقعیتونو ته متوجې لیکواله په دې توانېدلې چې کتاب له بې‌شمېره بحثونو سره یو ځای له نیمه داستاني شکل سره تکمیل کړي.

د وولف دا کتاب چې د پوهنتوني درسونو په مختلفو دورو کې تدریسیږي، د موډرن نثر یوه ځانګړې نمونه حسابیږي چې وولف یوازینۍ لیکواله ده چې په دومره مهارت یې له ښځو سره د تړلیو یو شمېر حیاثي مسایلو په بیان کې دا ژانر کارولی دی. د وولف دا کتاب یو محض فیمنیستي اثر نه دی، بلکې د یو فیمنیستي تفکر پيل دی چې محوري موضوع یې ښځه جنسیتي تبعیض رانغاړي.

کله چې د فیمنیزم کلمه په لومړي ځل مطرح کېږي، وولف دیارلس کلنه وي او کله چې همدا کتاب لیکي او خپروي یې، وولف د ۴۸ کالو وي. د عمر په دې ۳۵ کلن مسیر کې د انګلیستان مېرمنو د رایې د کارونې حق، د کار کولو حق او د پوهنتوني زده کړو حق لپاره کافي مبارزې وکړې او د «د یو چا خپله خونه» کتاب د خپراوي پر مهال د برېتانیا مېرمنې له دې حقونو برخمنې شوې وې. لکه څنګه چې د وولف کورنۍ یوه نهایت سختګیره او بنده کورنۍ و، دا مجال کم تر سترګو کېده چې د یوې مالداره کورنۍ یوه نجلۍ دې له نورو هلکانوسره یو ځای درس ولولي. وولف یوازې دا حق درلود چې د خپل مور او پلار تر څارنې لاندې زده کړې وکړي او د پلار هغه کتابتون ته ډېر محدود لاسرسی ولري چې هغه یې کتابونه لرل.

د ښځو لپاره د وولف د خپل عصر ګڼو محدودیتونو پر وولف عمیق اغېز وکړ او دا اغېز هغه مهال ډېر ښکاره و چې په ۲۲ کلنۍ کې یې پلار ومړ او هغه وتوانیده چې له خپل میرني ورور څخه چې پر دې به یې جنسي تجاوز کاوه، وتښتي. له دې مرحلې وروسته وولف یوه ډېره ځانګړې خپلواکي تجربه کوي چې ډېرۍ لیکنیزې تجربې یې همدې دورې سره اړیکه لري.

د یوې نهايي پایلې په حیث وولف په خپل دې کتاب کې دې نتیجې ته رسیږي چې نران او ښځې باید له یو بل څخه صفتونه واخلي. که ښځې عاطفه او احساسات لري، نران ولې نشي کولای همدا صفت خپل کړي؟ که نران قدرتمند او جسور دي، ښځې ولې نشي کولای دا ډول صفتونه ولري؟ د ویرجینیا وولف دا استدلال د موډرنې نړۍ په ډېرو ټولنو تاثیرګزاره او اغېزناکه ثابت شوی دی، ولې دا نامالومه ده چې د وولف دا پایله مناسبې اغېزې ښندلی شي کنه.

د ویرجینیا وولف د دې کتاب د بحثونو د اهمیت له مخې چې د ښځینه حقونو د مبارزې په لومړي پړاو کې بې‌حده تاثیرات لرل، د افغانستان د اوسني حالت لپاره مهمه منبع ګرځېدای شي. دا چې د افغانستان مېرمنې په خپل تېر تاریخ کې له ډېرو جدي برچسبونو سره مواجې شوي دي او په نرانو پورې یې ژور تړاو دوی نه دي پرې ایښي چې آزاد او مستقل فکر وکړي، د دې هېواد په معرفتي دستګاه کې هېڅ مناسب او د پام وړ ځای نه لري.

هیله ده چې د افغانستان د ښځو د برخې اکثره مشرانې او فعالینې د مېرمن وولف دا استثنايي کتاب مطالعه کړي او د ژبې او فرهنګ متخصصین وتوانیږي چې دا کتاب پښتو ته هم وژباړي دا به د ښځو د ژوند او تفکر په برخه کې نه هېرېدونکی کار وي.

د کتاب نوم: د یو چا خپله خونه

لیکواله: ویرجینیا وولف

سبک: د مقالې او داستان مشترکه بڼه

د خپرېدو نېټه: ۱۹۲۹ میلادي

د خپرېدو ځای: برېتانیا

د کتاب موضوعات: ښځه، جنسیتي تبعیض، داستان لیکنه، تاریخ، هنر او ادبیات

[1]  وولف، ویرجینیا؛ ترجمه: صفورا نوربخش، اتاقی از آن خود. تهران: انتشارات نیلوفر، 1395.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب