شنبه, اپریل 27, 2024
Home+ویرجینیا وولف څوک وه؟ | ژباړن: ارشاد علي

ویرجینیا وولف څوک وه؟ | ژباړن: ارشاد علي

ناول لیکواله او مقاله لیکونکي ادیلاین ویرجینیا وولف په ۱۸۸۲ کال کې په لندن کې زیږیدلي وه.
د خپلې کورنی اوومه ماشومه وه. د لندن په کینګز کالج کې يې د تاریخ څانګه ولوستله، وروڼو يې په هارورډ پوهنتون کې درسونه لوستي ول او پلار يې لیکوال وو. په کور کې يې پلار یو لوی کتابتون درلود چې له دي سره يې په لیکوالۍ کې ډیره مرسته کړي. په ساعتونو ساعتونو به پدې کتابتون کې ورکه وه او مطالعه به يې کوله. په ۱۸۹۵ کال کې يې د مور مړینې سخت ذهني ټکان ورکړ، دوه کاله وروسته يې خور مړه شوه چې دې پیښې يې دماغي ناروغي لا زیاته کړه.
په ۱۹۰۴ کال کې يې د پلار مرګ دي ته یو بل ذهني ټکان ورکړ، له دې پیښې وروسته له کورنی سره یو ځای له کینسینګټن څخه بلومز بري ته کډه شول. په ۱۹۱۲ کال کې يې له لیونارډو وولف سره واده وکړ او په ۱۹۱۷ کې يې یوه خپروندویه ټولنه جوړه کړله چې خپل ادبي کارونه به يې ترې خپرول. له هغو پیښو څخه چې وړاندې ذکر شوې، دي ته دماغي ناروغي پیدا شوه. مختلف اوازونه به يې اوریدل او څه به چې ښه ورته ښکاره شول هماغه به يې کول. دوه ځله يې د ځانوژنې هڅه وکړه خو پاتې راغله. په  ۱۹۴۱ کال کې يې مړی د اوز له سینده پداسې حال کې پیدا شو چې په خیټه پورې يې درنې تیږې تړلي وې، دا ځکه چې دي یوه تکړه لامبوزنه وه. میړه ته يې یو لیک پریښی وو ما ژباړلئ؛  په لاندې ډول دئ:
“ګرانه، زه باوري یم چې بیا لیونی کیږم
زه احساسوم چې له یوه بل هماغسې بد وخت څخه نشو تیریدلی، او زه به دا وار روغه نشم. د اوازونو اوریدل مې بیا پیل شوي او تمرکز نشم کولای، ځکه زه هغه څه کوم چې تر ټولو ښه راته ښکاره شي.
ماته دې تر ممکنه حده ډیره خوشحالي راکړي، په هره لار کې راسره وې کوم چې باید هر څوک وای.
فکر نه کوم چې دوه نفر دې د یوې داسې ناروغی تر راتلو پورې دومره خوشاله اوسیدلي وي.
 پوهیږم چې ژوند دې خرابوم، خو زما پرته باید دوام ورکړې، او زه پوهیږم چې کولئ يې شې.
وینې چې زه دا هم سم نشم لیکلای، لوستل نشم کولای، زه چې څه ویل غواړم هغه دا دي چې د ژوند ټولې خوشحالی مې تاته درکوم، زما سره په مکمله توګه حوصلمند او ښه وې.
زه غواړم دا ووایم چې، هر څوک پدې پوهیږي  که هر چا تر اوسه ساتلي یم هغه ته يې، ستا د ښه والي له اطمینان پرته هر څه راڅخه ورک دي.
ستا ژوند نوره نه درخرابوم، فکر نکوم چې زما او ستا په شان دې دوه نفره تر اوسه داسې خوشحاله اوسیدلي وي.”
مهم ادبي کارونه يې:
1, Mrs Dalloway (1925)- Novel
2, To the Lighthouse (1927)- Novel
3, Orlando (1928)- Novel
4, A Room of One’s Own (1929)-Essay
5, The Waves (1931)- Novel

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب