پنجشنبه, مې 9, 2024
Home+ژوند| لیکواله: عابده سپوږمۍ

ژوند| لیکواله: عابده سپوږمۍ

نثري ټوټه 

ټک ټک ټک…

د لکړې غږ شو.

د بس تمځاى پر زړې څوکۍ يې لاس کېښود، راتاو شوه، بېرته يې لاس ليرې کړ، سپينه کڅوړه يې لاس کې وه، له کڅوړې يې کوم څه را ووېستل، په څوکۍ يې هوار کړل, پرې کيناستله, لکړه يې خوا کې ودروله.

ساعت ته يې وکتل، د څاښت شل کم يوولس بجې وې.

په لاس يې خپلې ګوتمۍ پام ورواوښت, يو څو شېبې يې ښه وروکتل, موښله يې… 

بيا يې کڅوړې ته لاس کړ, د اوبو بوتل يې را ووېست, تږې شوې وه…

اوبه يې پر سر واړولې, ورستى غورپ يې و چې وټوخېده, غلې شوه…

له ځان سره يې وويل:

– چا به ياده کړې يم؟

بيا يوه شېبه چورتي شوه…

ويل يې: 

– ته وا! څوک به مې ياده کړي؟ 

بوتل يې بېرته کېښود او کڅوړې کې يې بيا څه لټول خو پيدا نه شول.

د کورتۍ جېب ته يې لاس کړ, عينکې يې را ووېستې.

د عينکو له ايستلو سره يې د ياداښت کتابچه له جېبه راولوېده.

عينکې يې په سترګو کړې, د کتابچې پاڼې يې په کراره اړولې. 

کتابچه کې يې د ټليفون شمېرې او ځينې ياداښتونه له سترګو تېر کړل…

پر بڼو يې اوښکې ودرېدې.

ساعت ته يې وکتل د غرمې پاو باندې دولس بجې شوې وې…

پر سړک موټرونه تېرېدل، راتېرېدل…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب