Homeخبرونهولسمشر غني نن ولسي جرګې ته د باور رایې د اخیستلو لپاره...

ولسمشر غني نن ولسي جرګې ته د باور رایې د اخیستلو لپاره نوماند وزیران معرفي کوي

تاند (چهارشنبه د میزان ۳۰) له شاوخوا ۸ میاشتو ځنډ وروسته، نن د افغانستان حکومت ولسي جرګې ته د باور رایو اخستلو په خاطر نوماند وزیران معرفي کوي.

ټاکل شوې ولسمشر محمد اشرف غني ولسي جرګې ته  د ۲۶ نوماند وزیرانو او د دوو ادارو د رئیسانو د معرفي کولو په مراسمو کې وینا وکړي.

ولسمشر غني د ۱۳۹۸ کال د حوت میاشتې په ۲۰ نېټه د خپلې دویمې دورې د لوړې په مراسمو کې وویل، چې په دوو اونیو کې به ولسي جرګې ته ټوله کابینه معرفي کوي، خو بریالی نه شو.

له هغې ژمنې دا دی شاوخوا ۸ میاشتو وروسته حکومت په دې توانېږي چې نن خپله ټوله کابینه د رایې اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژني.

په همدې حال کې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) وايي، مخکې له دې چې ولسي جرګه نوماند وزیرانو ته د رایو صندوق کېږدي، باید د دویم تابعیت د لغوه کېدلو په اړه یې ډاډ تر لاسه کړي.

ددغه بنسټ مسؤلان له ولسي جرګې غواړي چې د رایې ورکولو پروسه کې د فساد مخه ونیسي او د سلیقوي چلند پر ځای د تخصص له مخې نوماند وزیرانو ته رایه ورکول شي.

خو د ولسي جرګې غړي بیا همدې مسئلې ته په اشارې سره وايي، چې دوی به د هراړخیزې څېړنې وروسته نوماند وزیرانو ته د رایو صندوقونه کېږدي.

تر دې وړاندې د ولسي جرګې یو شمېر غړیو ویلي وو، چې دا ځل به د بل کوم تابعیت لرونکي نوماند ته رایه ورنکړي، خو که ولسي جرګه چې په وکیلانو یې تل د درغلۍ تورونه لګول کیږي، معاملو ته مخه کړي، ښایي چې بیا ستونزې د تېر په څېر پاتې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...