Homeخبرونهد پاکستان په کراچۍ ښار کې چاودنې ۳۳ کسانو ته مرګ ژوبله...

د پاکستان په کراچۍ ښار کې چاودنې ۳۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند ( چهارشنبه، د میزان ۳۰) د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان په کراچۍ ښار کې په یوه استوګنیزه ودانۍ کې درنې چاودنې ۳۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

پاکستاني رسنۍ د امنیتي چارواکو له قوله لیکي چې په دې پېښه کې ۵ تنه مړه شوي او ۲۸ نور ټپيان شوي دي.

چارواکو ویلي؛ چاودنه ډېره درنه وه او د یوې څلور پوړیزې ودانۍ دوه پوړه یې په بشپړه توګه له منځه وړي دي.

د هغوی په وینا، د ډېریو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک دی او ښایي د مرګ ژوبلې شمېره نوره هم لوړه شي.

پېښه د کراچۍ په ګلشن اقبال سیمه کې رامنځته شوې  چې او تر اوسه یې علت هم روښانه نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...