Homeخبرونهروسیې ویلې امریکا دې د اټومي وسلو د کمولو تړون وغځوي

روسیې ویلې امریکا دې د اټومي وسلو د کمولو تړون وغځوي

تاند(چهارشنبه، د میزان ۳۰) روسیې امریکا ته د اټومي وسلو د کمولو وړاندیز کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې راتلونکی کال د امریکا او روسیې ترمنځ د اټومي وسلو د محدودیت تړون ختمېږي خو روسیه د نړیوال امنیت لپاره ددې تړون د غځېدو غوښتونکې ده.

ددې تړون غځېدل به دواړه هېوادونه د اټومي وسلو کنګل ته راوګرځوي او اجازه به نه ورکوي چې لا ډېرې اټومي کوپړۍ جوړې کړي.

دغه وړاندیز تر دې وړاندې ویلادیمیر پوتین هم کړی و.

روسیې ویلي په دې شرط ددغه تړون غځولو ته تیار دي چې امریکا کومه بله غوښتنه ونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...