جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهعمران خان: ورانکاري عناصر د افغانستان د سولې پروسه ګواښي

عمران خان: ورانکاري عناصر د افغانستان د سولې پروسه ګواښي

تاند(چهارشنبه، د میزان ۳۰) د پاکستان صدراعظم عمران خان خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې دننه او له دې هیواده دباندې ورانوونکي عناصر د دغه هیواد د سولې روانې پروسې ته زیان اړوي.

عمران خان دا خبره د سې شنبې په ورځ د افغانستان د اسلامي حزب له مشر ګلبدین حکمتیار سره په کتنه کې وکړه.

حکمتیار د دوشنبې په ورځ پاکستان ته په درې ورځیني سفر لاړ.

د پاکستان د صدراعظم دفتر د عمران خان له قوله همداراز ویلي، د ورانکارو عناصرو د هڅو له کبله د افغانستان د سولې او ثبات ترڅنګ د افغانانو پرمختګ او سوکالي هم زیانمنېدای شي.

ده ونه ویل چې څوک د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې ګواښي.

https://taand.net/%d8%ad%da%a9%d9%85%d8%aa%db%8c%d8%a7%d8%b1-%d9%88%db%8c%d9%84%d9%8a-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%db%8c%db%90-%d8%af%d9%88%db%8c%d9%85-%da%a9%d9%88%d8%b1-%d8%af%db%8c/

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم دې ته ورته څرګندونې کړې وې خو دا یې نه و ویلي چې ورانکاري څوک دي.

د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ له شاوخوا یوې نیمې میاشتې راهیسې په دوحه کې د سولې خبرې په خورا ابتدايي پړاو کې روانې دي. دواړه خواوې تراوسه پورې نه دي توانېدلي چې د رسمي خبرو پر اجنډا او کړنلار سلا وکړي.

له بلې خوا طالبانو، چې د پاکستان له ملاتړه برخمن ګڼل کېږي او د عمران خان حکومت او امریکا یې خبرو ته حاضرېدا د اسلام اباد احسان ګڼي، له خبرو سره سره جګړو ته تر بل هر وخت زیات زور ورکړی دی.

دې ډلې په وروستیو کې په هلمند کې پراخې حملې وکړې چې له کبله یې لسګونه زره هلمندیان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شول.

طالبانو د بدخشان ولایت د مرکز فیض اباد د نیولو هڅې هم وکړې.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، عمران خان له حکمتیار سره په کتنه کې د افغانانو لپاره د سولې د خبرو د بریالیتوب هیله وکړه او ټینګار یې وکاوه چې د افغانستان شخړه پوځي حللار نه لري.

ده وویل، د افغانانو ترمنځ او د هغوی په مشرۍ خبرې یوازینۍ لار ده.

د پاکستان صدراعظم رامنځته شوی فرصت په افغانستان کې د سولې لپاره وروستی چانس وباله.

عمران خان د یوه ټولشموله او هراړخیز جوړجاړي هیله وکړه.

عمران خان پخوا لږترلږه دوه ځلې په افغانستان کې د یوه موقت حکومت جوړېدا د دې هیواد د ستونزو حللار بللې وه خو د ده دا وړاندیز د افغانستان له توند غبرګون سره مخامخ شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب