پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeداسې هم شتهامریکایي محکمه پر ګوګل محدودیتونه لګوي

امریکایي محکمه پر ګوګل محدودیتونه لګوي

تاند(چهارشنبه، د میزان ۳۰) امریکایي محکمې د نړۍ د سترې انټرنیټي کمپنۍ ګوګل پر وړاندې دوسیه پرانیستې ده.

د نړۍ پر دغه ستر او شتمن شرکت دا تور دی چې هڅه کوي انټرنیټ انحصار کړي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې انټرنیټي تبلیغات یوازې دوی وکړی شي.

دغه قضیه خورا سخته بلل شوې ده او امریکایي رسنۍ وایي چې دا به ګوګل شرکت زیانمن کړي.

د معلوماتو له مخې امریکا به ګوګل کمپنۍ ته دا اجازه ور نه کړي چې تر دې لا ډېر پرمختللي وسایل وکاروي او تبلیغات انحصار کړي.

امریکایي محکمې ویلي چې د ګوګل د رقابت بڼه غیر عادلانه ده او غواړي ټولې انټرنیټي کمپنۍ ماتې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...