تاند – میلیون جام لیګ چې څلور ځلې تر سره شوی تنظیموونکي یې غواړي، چې پینځم پړاو یې هم تر سره کړي خو کرکټ بورډ ادارې ورته ځیني شرطونه ایښي چې جوړونکي یې باید پوره کړي.
د میلیون جام لیګ تنظيموونکي د کرکټ بورډ ادارې پوروړي دي چې له هر څه د مخه باید خپل پخواني حسابونه تصفیه کړي.
په کرکټ بورډ کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط تاند ته وویل، چې ددغه لیګ تنظیموونکي باید له هر څه وړاندې خپل پخواني حسابونه تصفیه او ددې لیګ د راتلونکو لوبو د ترسراوي په خاطر د کرکټ بورډ ادارې ته بانکي ضمانت او یا هم یو مشخص مقدار پیسې په ضمانت کې کېږدي.
د سرچینې په خبره د یاد لیګ تنظيموونکي بايد د ټولو هغو کسانو چې په دغه ليګ کې مالي سهم او ونډه لري، هويت او اړوند مالومات یې کرکټ بورډ ته وسپاري.
ددې لپاره چې د ملي لوبغاړو د روغتیا او امنیت په برخه کې ډاډ حاصل شي، باید د میلیون لیګ موقف واضح او په اړوند يې له کرکټ بورډ سره په واضحو شرايطو توافق وشي.
یو شرط دا هم دی چې ددې لیګ تنظموونکي باید داسې کسان ونه اوسي چې له کرکټ بورډ سره رسمي قرارداد ولري، دغه راز د لوبغاړو ملي دندو ته لومړیتوب ورکړل شي او د لیګ جوړونکي باید د خپلو شخصي ګټو په خاطر پاروونکي څرګندونې ونه کړي.
دا چې دغه لیګ په خوست کې تر سره کېږي، نو داسې ویل کېږي چې شاه پور ځدران خوست ته تللی او هلته د مظاهرې کولو پلان لري تر څو ددغو شرطونو بغیر ورته ددې لیګ د تر سره کېدو اجازه ورکړل شي.