پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهد هلمند د جګړې بېځایه شوې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي

د هلمند د جګړې بېځایه شوې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي

تاند(چهارشنبه، د میزان ۳۰) په لښکرګاه کې د وروستیو جګړو له امله بېځایه او زیانمنې شوې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي.

د لښکرګاه ځايي اوسېدونکي وایي چې طالب او حکومت دواړه پر عامو وګړو ظلمونه کوي او د جګړې ستره بیه ملکي وګړي پرې کوي.

د دوی په خبره په تېرو څو ورځنیو جګړو کې د لسګونه هلمندیانو کورونه ویجاړ شوي دي، له کورونو بېځایه شوي دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دوی له حکومت او طالبانو غوښتنه کوي چې پر ملکي وګړو تپل شوې جګړه دې نور پای ته ورسوي.

تر دې وړاندې هم نړیوالو بنسټونو ویلي وو چې په لښکرګاه کې خونړۍ جګړې تر ټولو ستر زیان ملکي وګړو ته اړولی دی.

د معلوماتو له مخې تر ۴۵ زره پورې کسان په لښکرګاه ښار کې ددغه وحشتناکو جګړو له امله بېځایه شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...